شاته

افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر له ۱۸ زرو واوښت

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې په کروناویرس د اخته شویو کسانو شمېره له ۱۸زرو څخه پورته شوې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس یوازې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په افغانستان کې ۷۸۷ کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې تر ټولو زیاتې ۳۲۳ مثبتې پېښې په کابل کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت ویلي چې د نویو ثبت شویو مثبتو پېښو سره په افغانستان کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو مجموعي شمېره ۱۸۰۵۴ ته پورته شوې چې له دې شمېرې ۳۰۰ تنه مړه شوي او ۱۵۸۵ ترې بېرته روغ شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا نوي سرپرست وزیر احمد جواد عثماني په دغه هېواد کې د کروناویروس ناروغانو د درملنې روغتونونو پر فعالیتونو انتقاد کړی دی.

ښاغلي عثماني د پنجشنبې په ورځ د جون په څلورمه (غبرګولي ۱۵مه) د خپل کار په لومړۍ ورځ یوې غونډې ته وویل: "هم زموږ د سپینو چپنو خاوندان چې له کرونا سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي او هم ناروغان او پایوازان او د هغوی کورنۍ چې له مرګ سره لاس او ګریوان دي، د روغتونونو له خراب وضعیت څخه سر ټکوي".

هغه ټینګار وکړ چې له کروناویروس سره د اغیزمنې مبارزه لپاره به د افغانستان د روغتونونو په نظام کې او د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو په بهیر کې اساسي اصلاحات راولي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او تر اوسه د نړۍ څه باندې ۱۸۵ هېوادونو ته رسیدلی دی.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې د پنجشنبې تر ورځې د جون څلورمه (غبرګولي ۱۵) د نړۍ په کچه څه باندې شپږ میلیونه او ۵۲۴زره تنه په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرېله ۳۸۵زرو څخه زیات کسان دغې ناروغۍمړه کړي.