شاته

 بارک اوباما خوشبینه دی چې امریکا کې به ژور بدلون راشي

واشنګټن: د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما وايي، دی خوشبینه دی چې امریکا به غوره شي ځکه ځوانانو په هغو مسلو کې برخه اخیستې د کومو له امله چې اوس په سړکونو باندې لاریونونه روان دي.

اوباما دغه خبرې په هغې انلاین وینا کې وکړې کومه چې د ماي برادرز کیپر الاینس لخوا چې خپله اوباما په ۲۰۱۴ کال کې جوړه کړې وه خپره شوه.

اوباما یاده اداره ددې لپاره جوړه کړې وه چې د ځوانو تور پوستو امریکایانو مسلې پکې حل شي.

اوباما د شورو یا چهارشنبې د ورځې په خپلې دغې وینا کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ګډون د چا نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې دا وخت د ستونزو د ښکاره کولو وخت دی چې واکمن ورسره نارامه شي.

"هیله مند اوسئ که څه هم ښايي په قهر یاست، بدلون راروان دی، داسې ژور بدلون چې ما په خپل ژوند کې نه دی لیدلی."

اوباما وویل، هغه کسان چې د پولیسو او نورو لخوا د دوی د نژاد او رنګ له امله په نخښه شوي د هغوی ژوند او خوب هم ارزښت لري.

اوباما وویل، دوی هم باید په سړک قدم ووهي، سټور ته ولاړ شي او یا پارک کې د مرغیو سېل وکړي بې له دې چې د څه بد پېښېدلو وېره ورسره وي.

د اوباما دغه وروستی مثال د هغې سپین پوستې ښځې ته په اشاره وو کومې چې پولیسو ته وروسته له هاغې ټیلیفون کړی وو کله چې یو تور پوستي سړي ورته د نیویارک په مرکزي پارک کې یواځې دومره ویلي وو چې خپل سپی دې په رسئ وتړي.

اوباما دا هم ویلي، هغه کسان چې په پولیسو کې کار کوي د هغوی دنده سخته ده او د دوی ترمنځ ډېرو یې د خپلو ملګرو پولیسو په ناسم چلند باندې مایوسه شوي خو هغه وویل، د پولیسو اکثره برخه د ژغورلو لپاره ده.

هغه همدارنګه ځوانانو ته ویلي، چې بدلون ستاسو په رایو او ملکي نافرمانۍ راځي نه یواځې په سړکونو باندې لاریونونو باندې.

بل پخواني ولسمشر هم د اوسنۍ نارامۍ په اړه د لومړي ځل لپاره د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبرې کړي.

جېمي کارټر هم د ټرمپ یا کوم بل چا نوم نه دی اخیستې خو په یو بیان کې یې ویلي، "مونږ داسې یو ښه حکګومت ته اړتیا لرو لکه د خلکو په څېر یې، او مونږ له دې څخه غوره یو."

کارټر وویل، دی او پخوانۍ لومړۍ مېرمن روزلېن په دردونکې نژادي بې عدالتۍ او د هغې په پایله کې په دې وروستیو اونېو کې زمونږ په هېواد کې په روانو حالاتو باندې دردېدلي دي.