BBC
 شاته

پاکستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له چین ډېر شو

کورونا

پاکستان کې په تېرو څلرویشو ګړیو کې اول ځل په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له څلور زرو پورته شو او دې سره اوس پاکستان تر چین مخکې دی.

کورونا د چین په ووهان ښار کې پیل شوه او بیا ټول چین او نړۍ ته خوره شوه، خو تراوسه په چین کې څلور اتیا زره، یو سل نهه پنځوس کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي، خو پاکستان کې نږدې پنځه اتیا زره کسان په دې وېروس اخته شوي دي.

اسلام اباد کې ۳۱۸۸، پنجاب کې ۳۱۱۰۴، سیند کې ۳۲۹۱۰، پښتونخوا کې ۱۱۳۷۳، بلوچستان کې ۵۲۲۴، ګلګت بلتستان کې ۸۲۴، پاکستان واکي کشمیر کې ۲۹۸ کسان په کورونا اخته دي.

په دغه هېواد کې له کورونا ۱۷۷۶ کسان مړه شوي، خو څه باندې دېرش زره ترې رغېدلي دی.

د پنجاب صوبایي اسمبلۍ غړی شوکت منظورچیمه هم د کورونا له امله مړ شوی او په دې سره پاکستان کې د هغو صوبايي وکیلانو شمېر شپږو ته ورسېد چې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه کېږي.

د انځور حقوق M.A Jarral
Image caption د پاکستان واک لاندې کشمیر کې ټرانسپورټ له اصولو سرم سم چالو شوی دی.

تراوسه نړۍ کې له کورونا وېروس له ۶۴ لکو ډېر کسان اغېزمن شوي او تر ۸۲ زرو ډېر کسان ترې مړه شوي دي.

امریکا کې په دې وېروس تر ټولو ډېر خلک اخته شوي چې تر ۱۸ لکو اوړي او هم پکې له یو لک ډېر کسان مړه شوي دي.