شاته

طالبانو د بند نه ازاد شوی افغان عسکر وايي چا یې د بېرته راتګ امید نه کوولو

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ ۲۵ کلن اجار نبي چې تېره میاشت د طالبانو د بند څخه ازاد شو او کور ته ورسېدو نو د مور سترګې یې د اوښکونه ډکې شوې او دی تر غاړې کړو.

اجار نبي وايي هېڅ چا یقین نه کولو "زه یه بېرته راشم."

اجار نبي په کال ۲۰۱۶ کې د افغانستان په پوځ کې شامل شوی و او دوه کاله وړاندې طالبانو په ارزګان ولایت کې د پوځ په مرکز حمله کې نیولی و.

اجار نبي د ۴۲۰ کسانو په هغه ډله کې شامل و چې طالبانو د می په اتلسمه نېټه د خپل بند نه ازاد کړل.

هغه وايي طالبانو هغه او نور بندیان په غارو يا کې ساتلي وو، کورنۍ سره د رابطې اجازت ورته نه ورکړی کېدو او یو ځل یې ورور لیدو ته ورغلی و. هغه وايي د بند په مهال به طالبانو په دوی نور غارونه کنستل. هغه وویل دوی په یو غار کې نهه کسان پاتې کېدل.

نبي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د قیدیانو تبادله يو مثبټ پرمختګ وبللو او ویې وېل چې د افغانستان دپاره غوره لار د مسلې پرامنه حل دی.

دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ د قیدیانو تبادله د امریکې او طالبانو د امن معاهدې وروسته شروع شوي ده او د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه افغان حکومت تر دا وخت ۲۷۱۰ طالب قیدیان ازاد کړي دي.

ظهیر عثماني د کابل پل چرخي زندان څخه د پنځه کاله قید وروسته ازاد شوی دی. هغه طالبانو سره د تعلق په شک کې نیول شوی و. خو هغه د حکومت دا الزام ردوي چې هغه طالب و. هغه دا نشي وېلی چې ورور یې طالب نه و. ظهیر عثماني وايي په زندان کې به ورته مناسب خوراک ورکړی کېدو او د قید په مهال یې قران هم حفظ کړو.

هغه د طالبانو د اسلامي حکومت حمایت کوي او وايي چې یو عادي افغان په څیر په لغمان کې ژوند کول غواړي.

افغان حکومت او امریکايي چارواکو ویلي طالب قیدیان به د ازادېدو وروسته بیا د جنګ مېدان ته نه ورځي. خو ځینې ماهرین وايي د قید باوجود طالب وسله والو خپله وفاداري نه ده بدله کړي.

‌ذبیح الله فرحنګ د افغانستان انساني حقونو خپلواکه کمېشن ترجمان دی وي او ای سره خبرو کې ویلي هېڅ داسې ضمانت نشته چې ازاد شوي طالبان به بیا په جنګ لاس نه پورې کوي. هغه وویل افغان حکومت په دې اړه معلومات نه دي شریک کړي چې ایا ازادېدونکي طالبان خو په جنګي جرمونو یا د انسانيت خلاف جرمونو کې نه دي ککړ؟

هغه وویل طالبان هم باید په دې اړه معلومات وړاندې کړي چې ایا د دوی په ولکه کې بندیانو ته مناسب خوراک، دوایانې او نور خدمات ورکړی کېدل؟

په واشنګټن کې د مېډل ایسټ انسټیټیوټ نومې څیړنې ادارې د افغانستان او پاکستان د چارو کارپوهه ماورېن واینبام وايي یوازې هغه طالب قیدیان ازاد کړی شوي دې چې بیا به جنګ ته نه ځي او پکې د طالبانو مشران نه دي شامل.

په افغانستان کې دامن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د قیدیانو په تبادله کې پرمختګ شوی دی او د اختر په موقع د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ډزبندۍ راهسې په تشدد کې کموالی شوی دی. هغه د بین الافغاني مذاکراتو د شروع کېدو په اړه خوشبيني څرګنده کړه.

یادونه: دا رپورټ د وي او ای انګریزۍ څانګې د تندروۍ د څارنې څانګې اېکسټریمزم واچ دېسک دپاره خبریالانو روشن نورزي او ‌ذبیح الله غازي تیار کړی