شاته

لاک ډاون په پاکستان کې ورکوټي کاروبارونه سخت اغیزمن کړي : د تاجرانو د اتحادیې غړي وايي

د نړۍ د ډېرو هېوادونو په څير په پاکستان کې هم د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونه او لاک ډاون د اقتصادي فعالیتونو د بیا شروع کولو لپاره نرمیږي. خو د پاکستان د تاجرانو د اتحادیې غړي وايي چې لاک ډاون د دوی کاروبارونه ډیر زیات اغېرمن کړي دي او لکونه خلک بې روزګاره شوي دي.

د پاکستان د تاجرانو د مرکزي تنظیم مرستیال چیرمین محمد افضل ډیوه ریډیو ته ویلي چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره لګول شوي لاک ډاون د 55 ورځو موده کې د خېبر پښتونخوا ورکوټي کاروباریانو او دکاندرانو ته شوي نقصان اندازه تر اوسه نه ده لګول شوی.

نوموړي ویلي چې په خېبر پښتونخوا کې درې قسمه کاروباریان موجود دي ، په اوله درجه کې لوی او په دویمه درجه کې د میانه کچه تاجران دي او دوی ته د لاک ډاون له وجې ډیر زیات تاوان نه دې رسیدلې، خو ورکوټي يا په دریمه درجه کې موجود تاجرانو ته د لاک ډاون نه سخت تاوان رسېدلې دی.

حاجی محمد افضل زیاته کړه چې د ورکوټي درجه کاروباریانو یا دکاندارنو شمیر 55 لکه ته رسیږي او هغوي نشي کولې چې خپل کاروبارونه بیا پیل کړي. ښاغلي محمد افضل د پاکستان مرکزي حکومت او د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت نه غوښنته وکړه چې دغه کاروباریانو او دکاندرانو ته دې ریلیف پکیج يا مرسته اعلان کړي او ددې ترڅنګ حکومت دی ورته د سود بغیر قرضې ورکړي چې دوی وکړي شي خپل کاروبارونه بیا پیل کړي.

د پاکستان د ټولو لوی ښار او غټ اقتصادي مرکز کراچۍ کې د تاجرانو د اتحادیې مشرعتیق مير وایس اف امریکاډیوه ریډیو ته ویلي چې یوازې په دغه ښار کې د لاک ډاون له کبله ورکوټي کارخانو ، هوټلونو او نور کاروبارانو کې کارکوونکي لاس لکه نه زیات خلک بې روزګاره شوي او دغه کاروبارانو ته 150 اربه روپو نه زیات نقصان شوی دی.
ښاغلي عتیق مير د سند صوبې په حکومت غږ وکړو چې کاروبار د دوو ورځو بند ساتلو شرط دې ختم کړي ځکه چې دغه بندیز کومه ګټه نلري او یوازې د اتوار ورځې ناغه بس ده.

د پاکستان د منصوبه بندۍ وزارت د شمېرو ترمخه د کرونا وایرس د نړیوالې وبا له امله په دغه هیواد کې 18.5 میلینه خلک بې روزګاره کیدی شي او د هیواد اقتصاد ته 2.5ټریلینه زیان رسېدلې شي.


د اقتصادي چارو کار پوهه او خبریال مهتاب حیدر ډیوه ریډیو سره خبرو کې وویل چې د پاکستان حکومت د اندازو يا اټکل ترمخه په پاکستان کې د 12 میلینه نه تر 20 میلینه خلک بې روزګاره کیدې شي. نوموړري زیاته کړه کله چې د هیواد د اقتصاد ودی کچه کې کموالی راځي نو ورسره بې کاري او غربت زیاتیږي. نوموړي وویل د پاکستان حکومت د شمیرو ترمخه د ۱۹۵۲ کال وروسته په ړومبی ځل د پاکستان د اقتصاد وده 0.38 - فیصده ته راټیټه شوې.

د ولسي رایې د پوښتتې اداری ګیلپ سروی ترمخه په پاکستان کې کې 18.3 میلینه خلک د کرونا وایرس دلاسه بې رورګاره کیدی شي.

د پاکستان حکومت د لږ امدن 12 میلینهکورنیو سره د مرستو لپاره د 144 اربه روپو د احساس په نامه پروګرام پیل کړی او د حکومتي شمیرو ترمخه تراوسه یې دغه پروګرام لاندی 82 اربه روپې خلکو کې ویشلي دي.