شاته

د تور پوستي امریکايي وژونکی پولیس په لا سخت جرم محکوم شوی

واشنګټن: د جیورج فلوېډ په نامه د تور پوستي امریکايي په وژنه کې چې تېره اونۍ د امریکا د میناپولېس ایالت په مېنېسوټا ښار کې د پولیسو لخوا د نیول کېدو پر وخت وژل شوی و، د شورو یا چهارشنبې په ورځ نوي جرمونه درج شوي دي.

د مېنېسوټا لوی څارنوال د پولیسو افسر ډېرېک چاوېن چې جیورج فلوېډ یې په سړک غورځولی او بیا یې په ستونې ورته زنګون ایښی وو او هغه ورته تر مرګه له لاندې نارې وهلې چې زه ساه نشم اخېستلای، اوس په لا سخت جرم (سېکنډ ډیګري مرډر) باندې محکوم کړی دی.

ددې ترڅنګ لوی څارنوال کیت اېلېسن د پولیسو هغه درې نور افسران چې د پېښې په ځای کې موجود وو خو د مې د ۲۵ په دغې پېښه کې یې مداخله نه کوله د جیورج فلوېډ په وژنه کې په مرسته کولو باندې محکوم کړي دي.

دغه درې افسران تو تاو، الېکزانډ کوېنګ او تاماس لېن نومېږي.

د پولیسو دغه څلور واړه افسران د فلوېډ له مرګ وروسته له خپلو دندو لېرې کړای شوي دي خو یواځې چاوېن د هغه کس په توګه یادېږي چې خپله دغه جرم یې ترسره کړی دی.

د فلوېډ له مړینې وروسته په ټوله امریکا کې د خلکو قهرجن لاریونونه راپارېدلي دي. که څه هم اکثره دغه لاریونونه سولیز وو خو ځینې یې ډېر ژر په تاوتریخوالي باندې بدل شوي دي.

په ځینو کې د لاریون کونکو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب شوی، د پولیسو موټرې او حکومتي ودانیو ته پکې اور اچول شوی او له ځینو دوکانونو او سټورونو څخه په کې غلاوې هم شوي.

دغه لاریونونه ښايي په امریکا کې په ۱۹۶۰ لسیزه کې د ویتنام د جګړې پرضد له راپورته شویو لاریونونو راوروسته تر ټولو پراخ وي.

اسوسېټېډ پرېس راپور ورکړی چې په تېرو اتو ورځو کې له دغو لاریونونو سره په تړاو په ټوله امریکا کې تر ۹۰۰۰ زیات کسان د پولیسو لخوا نیول شوي دي.