شاته

د چین نه امریکا ته د مسافروړونکو الوتکو پروازونه بندیږي

د امریکا حکومت ویلي چې د جون د میاشتې له ۱۶ (غبرګولي ۲۷) څخه د چین نه امریکا ته د مسافروړونکو الوتکو پروازونه بندیږي.

دغه تصمیم د چهارشنبې په ورځ د جون په درېیمه (غبرګولي ۱۴) د امریکا د متحده ایالاتو د ترانسپورت وزارت له خوا اعلان شو چې په حقیقت کې د بیجنګ د هغه اقدام په غبرګون کې شوی چې له امریکا نه یې چین پروازونه بند کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو چین د دواړو هیوادونو ترمنځ د مسافرو د پروازونو د موافقې نه په سرغړونو تورن کړی دی او ویلي یې دي چې امریکا ته د چین د ټولو هوایي شرکتونو پروازونه بندیږي.

د کروناویروس د وبا د خپریدو وروسته متحده ایالاتو چین ددغه ویروس منشا وګڼله او چیني مقامات یې ددې کړکیچ په هکله د معلوماتو په پټولو تورن کړل، دې کار د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ډیرې خړې پړې کړې دي.

د امریکا د دېلټا هوایي شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا د حکومت ددغه اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي: "زمونږ د حقونو د منلو او د انصاف د پلي کیدو لپاره د امریکا د حکومت د اقداماتو ملاتړ او مننه کوو".

د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې د چین سفارت تر اوسه دې موضوع ته د غبرګون لپاره د دوی غوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.

د چین څلور هوایي شرکتونه په اونۍ کې یو ځل متحده ایالاتو ته الوتنې کوي، خو زیات شمیر پروازونه د چین نه متحده ایالاتو ته د نورو هیوادونو د چارتر پروازونو له لارې کیږي.

د امریکا متحده ایالاتو د جنورۍ په ۳۱ د کروناویروس د خپریدو د اندیښنې په دلیل امریکا ته د هغو غیر امریکایانو راتګ منع کړ چې امریکا ته له راتګ دمخه د ۱۴ ورځو په ترڅ کې په چین کې اوسیدلي، خو پر چیني هوایي شرکتونو یې امریکا ته د راتګ لپاره هیڅ ډول محدودیتونه نه وو وضع کړي.

خو د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا څو هوایي شرکتونو په خپله خوښه تصمیم ونیو چې چین ته خپل پروازونه ودروي.