BBC
 شاته

ایا ولسمشر ټرمپ امریکا کې د احتجاجونو پر ضد پوځ کارولی شي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملي ګارد ځواک

په داسې حال کې چې د امریکا په ډېری ښارونو کې احتجاجونه دوام لري، د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی، چې د امنیت او نظم د ټینګښت لپاره پوځ ځای پر ځای کولای شي.

ښاغلی ټرمپ وايي، دا چاره به له هغه وروسته ترسره کوي، چې په وینا یې که ایالتي حکومتونه او ښاري ادارې د نظم په ټینګښت کې پاتې راشي. خو د ځینې ایالتونو ګورنران یا والیان بیا وايي، د ځايي چارواکو له اجازې پرته فدرالي پوځیان ایالتونو کې نه شي ځای پر ځای کېدی.

داسې حالت کې پوښتنه دا ده چې ایا ولسمشر ایالتونو ته پوځیان استولای شي؟ نو لنډ ځواب یې دا دی چې هو، خو په ځانګړي وضعیت کې.

همدا اوس د ملي ګارد زرګونه سرتېري په بېلا بېلو سیمو کې فعال دي، چې دغه احتیاط پوځیان هم د امریکايي پوځ یوه برخه ده. دغه سرتېري له ۲۰ په ډېرو امریکايي ښارونو کې د نظم ټینګښت پر چارو ګومارل شوي دي، خو د دوی د ځای پر ځای کولو غوښتنه خپله ایالتي چارواکو کړې وه.

امریکا کې له تورپوستو سره قانون څنګه چلن کوي؟

امریکا کې تاوتریخوالی: ولسمشر ټرمپ واشنګټن کې امریکایي پوځیان ځای پر ځای کوي

بل لور ته په نولسمه پېړۍ کې یو تصویب شوی امریکايي قانون وايي، چې په خاص شرایطو کې واشنګټن کولای شي، بېلا بېلو ایالتونو کې د ځایي چارواکو له اجازې پرته مداخله وکړي.

د بغاوت اړوند دغه قانون له مخې که ولسمشر فکر کوي، چې یو ایالت نه شي کولای امریکايي قوانین پلي کړي او یا د امریکایانو حقونه له ګواښ سره مخامخ دي، بیا نو د ګورنر یا والي اجازې ته اړتیا نه شته.

دغه قانون په ۱۸۰۷ کال د (سور پوستو بومي اوسېدونکو د بریدونو په صورت) کې امریکايي ولسمشر ته د ملېشه ځواک استولو اجازې لپاره منل شوی و، خو وروسته په امریکا کې دننه د ګډوډیو پر مهال د ملکیانو د حقونو خوندي ساتلو په موخه د پوځ استعمال لپاره هم تمدید شو.

د انځور حقوق Getty Images

په ۱۸۷۸ کې یو بل قانون ومنل شو، چې له مخې یې په هېواد کې دننه د پوځ کاروولو لپاره د کانګریس اجازه اړینه بلل شوې وه، خو یوه قانوني ماهر بي بي سي ته وویل، د بغاوت مخنیوي قانون پخپل ځای د ولسمشر لپاره د پوځ ځای پر ځای کولو کافي قانوني جواز دی.

د کانګریس خدمتونو څېړنیز مرکز په وینا په ماضي کې لسګونه ځله دغه قانون پلي شوی دی، خو له تېرو نژدې دریو لسیزو راهیسې ورته اړتیا نه وه لیدل شوې.

وروستی ځل پخواني ولسمشر جارج ایچ ډبلیو بوش په ۱۹۹۲ کال کې د لاس ویګاس توکمیز تاوتریخوالي مخنیوي لپاره دغه قانون کاروولی و.

له دې مخکې په ۵۰ مه او ۶۰ مه لسیزه کې د یو شمېر والیانو له مخالفت سره سره د ملکي حقونو مبارزې دوره کې لسګونه ځله دغه قانون استعمال شوی دی.

په ۱۹۵۷ کال کې د هغه مهال پر ولسمشر ایزن هاور له دې کبله اعتراضونه شوي وو، چې د همدې قانون له مخې یې ارکنساس ته د تور پوستو او سپین پوستو زده کوونکو یوه ګډ ښوونځي ته د احتجاج کنترولولو لپاره پوځیان استولي وو.

له ۱۹۶۰ کلونو وروسته د دغه قانون کاروول خورا کم شول او په ۲۰۰۶ کال کې له کترینا توپان وروسته د پوځي مرستې لا ګټورتیا لپاره کانګریس په دغه قانون کې ترمیم وکړ، خو د ګورنر له اعتراض وروسته هغه ترمیم بېرته لغو شو.