BBC
 شاته

کورونا وېروس: هغه نړیوال مشران او چارواکي چې پخپله یې قانون مات کړی

کورونا د انځور حقوق Getty Images
Image caption دنړۍ یو شمېر مشرانو او چارواکو د کورونا وېروس ضد محدودیتونو نه سرغړونه کړې ده

د نړۍ په لر او بر کې خکو د کورونا وېروس د محدودیتونو له کبله ګڼې قربانۍ ورکړې.‌ ډېری کسان ونه توانېدل چې د خپلې کورنۍ د غړو په جنازو کې ګډون وکړي. ځینو میاشتې انتظار وکړ چې خپل نوي زېږېدلي لمسیان په غېږه کې ونیسي.

خو په دې ټول بهیر کې ګڼو نړیوالو مشرانو، وزیرانو او سلاکارانو پخپله له هماغو اصولو او محدودیتونو سرغړونه وکړه چې د نورو لپاره یې اعلان کړي وو.‌

دلته د لس هغو نړیوالو مشرانو یادونه کوو چې د قرنطین په ورځو کې یې قانون مات کړی دی.‌

لومړي: ډونلډ ټرمپ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ هېڅکله هم ماسک نه اغوندي

په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله دېش سلنه مړینې یوازې په امریکا کې شوې دي.

د امریکا په لومړیو کې د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنترول ادارې سپارښتنه وکړه چې ټول وګړي باید ماسکونه واغوندي.

خو ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا سپارښتنه ونه منله او ویې ویل: "زه نشم کولی چې په خپل دفتر کې به ناست یم، ماسک به مې پر مخ وي او نړیوالو مشرانو سره به خبرې کوم".

خو په میشيګن ایالت کې ماسک اغوستل لازمي وو، او د می میاشتې پر ۲۱مه نېټه ډونلډ ټرمپ همدې ایالت ته په سفر ولاړ.‌

نوموړي‌ غوښتل د فورډ موټر جوړونې فابریکه وګوري، چې اوس یې د کورونا ناروغانو لپاره د اکسیجن ماشینونو جوړولو پیل کړي وو.‌

د فابریکې د لیدنې پر مهال نورو ټولو مشرانو ماسکونه پر مخ وو، خو ولسمشر ټرمپ دا کار ونکړ.

کله چې وروسته خبریالانو په دې اړه ترېنه پوښتنه وکړه نو دی وویل،‌ دننه یې ماسک اغوستی و،‌ خو د کامرو مخې ته یې لېرې کړ.‌

وروسته یې په ټوکو وویل،‌ فکر کوي چې ماسک کې لا ښه ښکاري، او په دې خبرې سره یې خبریالان نور هم ګنګس او حیران کړل.‌

دا په داسې حال کې ده چې مېرمنې یې مېلانیا ټرمپ په یوه ویډیو کې خلکو ته سپارښتنه وکړه چې ماسک وکاروي، او خپل یو داسې عکس یې هم پر خواله رسنیو خپور کړ چې ماسک یې پکې کارولی و.‌

دویم: ولادمیر پوتین

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولادمیر هغه ډاکټر سره روغبر کوي چې وروسته په کورونا وېروس اخته شو

ولسمشر پوتین ځان د عمل سړی بولي، او دا ورته مهمه ده چې خلک یې په اړه څه فکر کوي.‌

نوموړی د مارچ پر ۲۴ نېټه، هغه مهال چې د کورونا وېروس وبا ښه زور کې وه، په مسکو کې د یو روغتون لیدو ته ورغی.‌

د روغتون د لید پر مهال ولسمشر پوتین خوندي کالي اغوستي‌ وو، خو وروسته د ډاکټرانو سره د خبرو پر وخت عادي‌ لباس کې و.‌

دا خو لا څه چې نوموړي‌ د داکټران له مشر ډېنس پروشېنکو سره لاس په لاس روغبر هم وکړ.‌

څو ورځې وروسته ډاکټر پروشېنکو په کورونا وېروس اخته شو،‌ او خلکو پخپله د ولسمشر پوتین د روغتیا په اړه پوښتنې پیل کړې.

له هغه راهیسې ولسمشر پوتین له عام محضر پناه شوی او تر ډېره له خپل کوره کار کوي.‌

د کرېمیلېن ویاند ډیمیټري‌ پېسکو رویټرز خبري اژانس ته د دې پوښتنې ځواب ورنکړ چې ولسمشر پوتین به کله بیرته کرېملېن ته ور ستنېږي.

په روسیه کې تر دې دمه له پنځو زرو ډېر کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي او له ۴ لکو او شل زرو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته دي.‌

درېیم: بنیامین نتنیاهو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسرائیل لومړی وزیر هم د محدودیتوو په ماتولو تورن شوی

د اسرائیل لومړی وزیر او ولسمشر رووین رېولین هم د محدودیتونو ماتولو له کبله له سختو نیوکو سره مخ شول.‌

حکومت ټولو خلکو ته سپارښتنه کړې وه چې د (پاس اوور) مذهبي‌ مراسمو پر مهال مېلمستیاوې ونکړي.‌

خو وروسته مالومه شوه چې لومړي وزیر او ولسمشر دواړو پر دې ورځ له خپلو لویو اولادونو سره کتلي وو او یو ځای یې ورسره ډوډۍ خوړلې وه.

د لومړي‌ وزیر نتنیاهو ملاتړو له خپل زوی سره د هغه یو ځای ډوډۍ خوړولو ننګه وکړه.‌

دوی ټینګار کاوه چې د لومړي وزیر زوی هره ورځ څو ساعتونه د هغه په دفتر کې تېروي او ورسره نږدې اپارتمان کې اوسي.

خو مخالفینو یې دا پلمه نه منله او د اسرائیل په ټولو رسنیو کې هم پر لومړي وزیر سختې نیوکې وشوې.‌

ولسمشر رېولین هم له هغه وروسته بښنه وغوښته چې له لوڼو سره یو ځای د ډوډۍ خوړلو عکسونه یې رسنیو کې خپاره شول.

څلورم: هندی سیاستوال ادېتیا نات

د هند لومړي‌ وزیری نرېندرا مودي د مارچ پر ۲۴مه نېټه د نړۍ تر ټولو لوی قرنطین او ګرځبندیز اعلان کړ او ورسره د دې هېواد ۱ اعشاریه ۳ میلیارده وګړي ځای پر ځای بند شول.

میلیونونه کاریګر په نورو ښارونو کې ایسار پاتې شول، ځینې یې اړ شول چې تر خپلو کلیو سلګونه کیلومتره پلی مزل وکړي، او ګڼ کسان د دې سفر پر مهال مړه شول.

خو د اتر پردېش ایالت مشر وزیر او نامتو سیاستوال یوګي‌ ادېتیا نات د قرنطین پر هماغه لومړی ورځ سرغړونه وکړه.‌

نوموړي‌ په هغو مراسمو کې د خپل ګډون عکسونه خپاره چې ایودیا کې د یو جنجالي‌ مندر جوړول لپاره نیول شوي‌ وو.‌

یوه میاشت وروسته د ښاغلي‌ ادېتیا نات ومړ او نوموړي‌ خپلې مور او د کورنۍ نورو غړو ته سپارښتنه وکړه چې جنازه کې د ګډون پر مهال روغتیایي سپارښتنې مراعت کړي، خو پخپله یې جنازه کې ګډون ونکړ.‌

پنځم: د نایجریا د پوځ مشر جنرال کیاري

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نایجریا لوی درستیز جنرال کیاري له کورونا وېروس مړ شو

په نایجریا کې کورونا وېروس هغه مهال د حکومت دننه ځواکمنو کړیو ته ورسېد چې د مارچ پر ۲۶مه نېټه لوی درستیز او با کیاري، او د باوچي‌ ایالت والي اعلان وکړ چې په کورونا وېروس اخته شوي‌ دي.‌

جنرال کیاري هماغه میاشت له جرمنې بېرته هېواد ته ستون شوی و او هغو حکومتي‌ غونډو کې یې هم ګډون کړی و چې ولسمشر محمد بحاري،‌ د هغه لومړي‌ مرستیال او د ۱۶ ایالتونو والیانو هم پکې ګډون کړی و.‌

وروسته د ولسمشر او د هغه د لومړي‌ وزیر معاینات وشول،‌ او یوه چارواکي‌ بي بي‌ سي ته وویل چې پایلې یې منفي وې.

خو څو اوونۍ وروسته، د اپرېل پر ۲۷مه نېټه لوی درستیز با کیاري له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړ شو.‌

شپږم: د سویلي افریقا د مخابراتو وزیره

د سویلي افریقا د مخابراتو وزیرې سټېلا ابراهیم وروسته له هغه بښنه وغوښته چې د قرنطین ورځو کې یې د یو مرستیال وزیر په کور کې یې له پنځو نورو کسانو سره یو ځای یوه مېلمستیا کې ګډو وکړ، او وروسته یې عکسو خواله رسنیو کې خپور شو.‌

ولسمشر سېرل رامافوسا نوموړې په دوه میاشتني‌ اجباري رخصت ولېږله.‌

اغلې ابراهیم پر خپل کړنو پښېماني‌ وښوده او هیله یې وکړه چې ولسمشر او عام خلک به یې وبښي.‌

رپوټونه وایي، ولسمشر رامافوسه اغلې ابراهیم ته ویلي‌ وو چې هېڅوک تر قانون پورته نه دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سویلي افریقا د مخابراتو وزیزې په خپله کړنه بښنه وغوښته

اووم: د مالیزیا د روغتیا مرستیال وزیر

د مالیزیا د روغتیا مرستیال وزیر له دې کبله جریمه شو چې له ګرخبندیز یې سرغړونه کړې وه.

نور اعظمي غزالي په یوه مدرسه کې ډوډۍ خوړلو ته تللی و او وروسته یې عکس پر خواله رسنی خپور شو.‌

ښاغلی غزالي‌ اړ شو چې د محدودتیونو ماتولو له کبله ۳۲۵ امریکایي ډالره جریمه پرې کړي.‌

خلکو پر خواله رسنیو هغه په منافقت تورن کړ او نیوکه یې وکړه چې مرستیال وزیر د رسنیو مخې ته یو څه وي،‌ خو چې رسنۍ نه وي بیا یې چلن بدلېږي.‌

مالیزیا د کورونا وېروس مخنیوي لپاره سخت محدودیتونه لګولي او زرګونه کسان یې د دې محدودیتونو ماتولو له کبله جریمه کړي دي.‌

اتم: د بریتانیا د لومړي وزیر سلاکار:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بریتانیا د لومړي وزیر سلاکار ټینګار کوي چې د محدودیتونو قانون یې نه دی مات کړی

د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن له هغه وروسته په سیاسي‌ جنجال کې کېوت چې یو نږدې سلاکار یې د قرنطین ورځو کې ګرځبندیز مات کړ.‌

ډومېنېک کمېنګز په لندن کې له خپل کوره ۲۶۰ میله لېرې په موټر کې سفر وکړ او خپل پلرني کلي ته ولاړ.‌

ښاغلی کمېنګز لا هم ټینګار کوي‌ چې له محدودیتونو یې سرغړونه نه ده کړې، او له استعفا ورکولو یې هم انکار کړی دی.‌

پولیس وایي، ښاغلي‌ کمېنګز ښایي له محدودیتونو کوچنۍ سرغړونه کړې وي، خو داسې ښکاري‌ چې لومړی وزیر د ده ملاتړ کوي‌ او پر خپله دنده به پاتې وي.‌

بریتانیا د کورونا وېروس له کبله د نړۍ په کچه تر ټولو ډېرو ځپل شویو هېوادونو کې حسابېږي او نږدې ۴۰ زره کسان پکې مړه شوي‌ دي.‌