BBC
 شاته

امریکا کې احتجاجونه: دفاع وزیر مارک اسپر د ولسمشر ټرمپ پرېکړې سره مخالفت وکړ

مارک اسپر ټرمپ د انځور حقوق Getty Images

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، د جارج فلویډ د وژل کېدو پایله کې د پیل شویو احتجاجونو پای ته رسولو لپاره د پوځیانو ځای پر ځای کولو ملاتړ نه کوي.

د ښاغلي اسپر دا څرګندونې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغه ګواښه دوې ورځې وروسته مخې ته راغلې، چې د احتجاجونو ختمولو لپاره یې د پوځ کارولو په تړاو کړی و.

د امریکا په دفاع وزارت کې د خبرو پر مهال ښاغلي اسپر وویل:

''زه د بغاوت قانون پلي کولو ملاتړ نه کوم. د نظم پلي کولو رول لوبولو لپاره د پوځیانو لېږل باید تر ټولو وروستی اختیار وي او هغه هم په خورا سخت او بېړنیز وضعیت کې او موږ اوس داسې وضعیت ته نه یو رسېدلي. ''

ښاغلي اسپر د جارج فلویډ وژنه 'یو بوږنونکی جنایت ' وباله:

''هغه پولیس افسر چې هغه ورځ یې دنده ترسره کوله باید د دغې وژنې له کبله قانوني چلند ورسره وشي، دا داسې غمېزه ده، چې موږ یې وینو څو ځله تکرار شوې ده. ''

بل لور ته تېره اونۍ سپینې ماڼۍ ته نژدې د احتجاجیانو یو ځای کېدو پر مهال د سپېنې ماڼۍ تاکاو یا ځمکتل ته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کوزېدو په هکله پراخ غبرګونونه څرګند شوي دي.

خو له فاکس نیوز سره په یوه راډیويي مرکه کې ښاغلي ټرمپ ویلي، هلته یوازې د (معلوماتو کولو لپاره) کوز شوی و.

د انځور حقوق Reuters

نوموړی وايي، تاکاو ته د احتجاج له تاوتریخجن کېدو مخکې د ورځې اوږدو کې کوز شوی و. خو ځینې احتجاجیانو بیا نوموړي ته د طنز په ژبه د تاکاو ماشوم نوم ورکړی دی.

نوموړي دغه راز ادعا کړې چې سپینې ماڼۍ ته څېرمې یوې کلیسا سره د تصویرونو اخیستو پر مهال د مذهبي مشرانو له مثبت غبرګون سره مخامخ شوی دی. خو بل لور ته کلیسا ته د نوموړي دغه ورتګ په واشنګټن کې د کلیسا چارو مشرتابه غندلې ده.

د واشنګټن د کاتولیکانو یوه مذهبي مشر دغه عبادتځي ته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر تګ نیوکه کړې او د نوموړي دا تګ یې "شرموونکی او د عامه فکرونو بدلوونکی" بللی دی.

دغه مذهبي مشر ویلټن ګریګوري په امریکا کې وروستیو توکمیزو نارامیو او له پولیسو سره د معترضانو ټکر ته په اشاره وايي، ډونلډ ټرمپ له خپل واکه ناوړه ګټه اخلي.

ولسمشر ټرمپ او مېرمن یې سې شنبه په واشنګټن کې د دویم پاپ جان پال یاد عبادتځي ته لاړ او د پخواني پاپ له مجسمې سره ودرېد چې خبریالان یې انځور واخلي.

د مۍ پر ۲۵ مه امریکا کې د پولیسو له خوا د نیول کېدو پر مهال د تورپوستي جارج فلویډ په وژل کېدو پسې نژدې ۷۵ ښارونو کې مظاهرې پیل شوې، چې پکې له پولیسو سره تاوتریخوالی او د عامه ځایونو لوټل هم راځي.

دې مظاهرو کې له څلور زرو ډېر کسان نیول شوي او تر لسګونو ټپیان دي.