شاته

عوامي نيشنل ګوند خدائي خدمتګار تحريک بيا فعاله کوي

عوامي نيشنل ګوند وايي د باچا خان جوړ تنظيم خدای خدمتګار بيا فعاله کوي او د دې تنظيم د لارې به د ټولو خلکو خدمت کوي او دا تنظيم به د افغانستان په ګډون په ټولو هغو سيمو کې وي چرته چې پښتانه وي.

د خدائي خدمتګار تنظيم د بيا فعاله کولو په اړه د باچاخان ټرسټ او د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر (صدر) اېمل ولي خان وي او ای ډيوه ته وويل، باچاخان بابا د خدايي خدمتګارو يو داسې پوځ جوړ کړی ؤ چې بې له ټوپکه يې د هغه وخت د ظلم مقابله کوله.

هغه وويل د دغه تنظيم د عدم تشدد پلويانو خپل واک او خپله ازادي غوښتله خو اوس حالات بدل دي.

نوموړي زياته کړه دا هم هغه د باچاخان تحريک دی خو په موجوده حالاتو کې عوامي نېشنل ګوند موجود دی، سياسي مبارزه هغه له وړاندې کوي، د دې تنظيم به کوم سياسي کار نه وي. دا به يواځې په بيړني حالاتو کې د عام اولس د خدمت لپاره کار کوي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د باچاخان تحريک سياسي ؤ که نه؟ اېمل ولي خان وايي باچا خان د پښتنو سره سره د مظلومو قوميتونو د حقونو مبارزه کوله نو ځکه چې اول د اصلاح ضرورت ؤ هغه انجمن اصلاح الافاغنه جوړ کړو، بيا يې د خدايي خدمتګار تحريک بنياد کېښودو چې پکې د هغه وخت د انګرېز سرکار په ضد مبارزه هم شامله وه.

هغه وويل عوامي نېشنل ګوند اوس هم د باچاخان د تعليماتو په رڼا کې د سياسي خپلواکۍ، د حقونو د مبارزې او د اولسي خدمت مبارزه روانه ساتلې چې لويه بېلګه يې د پاکستان دننه په ۲۰۱۰م کې ۱۸م اييني بدلون ؤ، هم دا بدلون په اصل کې د باچاخان ارمان ؤ.

هغه زياته کړه دا تنظيم به ټول هغه کارونه کوي کوم چې به باچا خان بابا کول دا تنظيم به شپږ شلې (۱۲۰) زره غړو ته رسوي او په ټولو حالاتو لکه سېلاب، دا اوسنۍ کرونا وبا او ورسره په نورو کې د خلکو خدمت کوي، ونې به کري، جرګې به کوي او د خلکو هر ډول مرستو ته به يې ملا تړلې وي.

اېمل ولي خان د دې تنظیم مشر ډاکټر شمس الحق ټاکلی دی، نوموړی حق وايي دا هغه د باچا خان نوي (۹۰)کاله پخوا جوړ کړی تنظيم دی او دوی به اوس هغه هلې ځلې بيا پېل کوي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دا تنظيم به د کلي، محلې په کچ لکه د ژغورنې د ادارې (ريسکيو ۱۱۲۲) په څېر اېمبولنسې لري او نور خدمتونه به ترسره کوي.

هغه زياته کړه په دې تنظیم کې به دوه قسمه خلک کار کوي يو به هغه وي چې تربيه شوي به وي د هغو سره به د ګاډو تر څنګ ټول امدادي اوزار وي او دوېم به ورسره رضا کار وي او هغه به د خپلو علاقو سره تعلق لرونکي وي څنګه چې د باچا خان بابا سره خدمتګار رضا کار ؤ او تر دې چې په دې کې به ښځې هم وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی