شاته

د افریقايي امریکني د مرګ په سر په د امریکا کې په اتمه ورځ هم احتجاجونه وشو

د امریکې په مختلفو ښارونو کې په رزګونو خلکو د پولیس په ولکه کې د یو افریقايي‌امریکني د مرګ په سر په اتمه ورځ هم احتجاجونه وکړل او لکه د نیویارک په رنګ په ځینو نورو ښارونو کې احتجاج کوونکي د کرفیو یا ګرځبندیز باوجود راوتلي وو او د جورج فلویډ په مرګ یې د خپلې غصې څرګندونه کوله.

۴۶ کلن جورج فلویډ د منېسوټا ریاست په مرکزي ښار منیاپلس کې پولیس په دې الزام نیولی و چې په جعلي چېک یې د پېسو اخیستلو کوښښ کولو او پس له دې مړ شو چې یو پولیس افسر یې په مرۍ زنګون اېښودی و او هغه نعرې وهلې چې ساه نشي اخیستلی.

د جورج فلویډ د مرګ وروسته د واشنګتڼ په شمول یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه، لوټ مار‌ او موټرو او ودانیو ته د اورونو اچولو پېښې شوي، په ګڼو ښارونو کې د شپې په وخت کرفیو یا ګرځبندیز پرځآی کړی شوی دی او صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د اړي ګړي د مخنیوي دپاره به پوځ استعمالوي.

د نهې، سه شنبې، په شپه هم تازه احتجاجونه وشول او په نیویارک او ځینو نورو ښارونو کې مظاهره کونکي د کرفیو باوجود را ووتل.

د جارجیا ریاست په اټلانټا ښار کې د شپې نهه بجو کرفیو شروع کېدو وروسته د سلګونو په شمېر کې خلک د منتشر کوولو دپاره د اوښکو ګېس وچلوولو.

په نیویارک، اټلانټا او نورو ځایونو کې ګن شمېر کسان پولیس ګرفتار کړل. اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د شمېر ترمخه په تېره هفته کې په ټول ملک کې ۹۳۰۰ کسان نیول شوي دي.

په واشنګټن کې د وایټ هاوس سره نژدې په لفاېیت چوک کې هم د ماښام اووه بجې د کرفیو شروع کېدو نه پس هم به سلګونو خلک په پرامنه ډول موجود وو او ځېنو پکې نعرې پورته کولې چې "بلېک لایوز مېټر" یعنې د تور پوستکو ژوندونه ارزښت لري، ډو ناټ شوټ یعنې ډزې مه کوه.

یوه ورځ وړاندې صدر ډانلډ ټرمپ د لفاېیټ چوک سره نژدې چرچ ته د وایټ هاوس نه په پښو ورغلی و او د ودانۍ مخې ته يې بایبل په لاس ویلي وو چې امریکا د دنیا عظیم ترین ملک دی او محفوظ به یې ساتي. د اتوار، یکشنبې، په ورځ د دغه چرچ په تهه خانه کې اور لګېدلی و.

د جورج فلویډ په مرګ تورن سپین پوستکی پولیس افسر ډېریک چېون ګرفتار کړی شوی او درې نور پولیس افسران د نوکرۍ څخه لېرې کړی شوي دي. په ډېرېک د ترډ ډګري مرډر یا د غېر ارادي مرګ الزام پرې لګول شوی دی.

د منېسوټا ریاست د منیاپلس ښار د پولیس محکمې خلاف د شهري حقونو د خلاف ورزۍ کېس هم درج کړی او تحقیقات یې شروع کړي چې ایا پولیس خو په منظمه ډول د امتیازي طریقې نه استعمالولې؟

د منېسوټا ګورنر ټېم والز وویل کوښښ به کوي چې په ریاست کې د نسلو راهسې موجوده نسلي پرستي ختمه کړي او په پولیس د ټولنې اعتماد بحال کړي.




د جورج فلویډ د کورنۍ په وینا د هغه د مړي معاینې په رپورټ کې د هغه مرګ هومېسایډ بلل شوی دی چې د امریکې په قانون کې قصداً د یو تن په غېرقانوني توګه وژلو ته وېل کېږي. د منېسوټا حکومتي مامورینو ویلي د فلویډ مرګ د هغه په مرۍ د فشار او د وينې تویدو له امله شوی دی. په رپورټ کې وېل شوي دې چې هغه د زړه مریض هم و او په ورستیو ورځو کې نشۍ توکې هم استعمال کړي او دا یې د مرګ سبب نه و.

په نړیواله کچه هم د جورج فلویډ د مرګ او د دې وروسته د پرتشدد احتجاجونو غندنه شوي ده.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېریس د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر کوربه ښار نیویارک کې په احتجاجونو کې په تشدد خفګان څرګند کړو، د نسلې پرستۍ غندنه یې وکړه او ویې وېل چې ګيلې باید په پرامنه ډول څرګندې او واورېدلی شي. هغه په مامورینو غږ وکړو چې په مظاهرو کې د تشدد په اړه دې د صبر نه کار واخلي.

د عیسايي ټولنې مشر پوپ فرانسس هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ په امریکا کې په "ناامنۍ" تشویش څرګند کړو. هغه وویل په نسل پرستۍ سترګې نشي پټېدلی. هغه د جورج فلویډ او نورو هغو کسانو ته دعا وکړه چې د هغه په وینا د نسل پرستۍ په نتیجه کې یې ژوندونه تللي دي.

صدر ټرمپ ویلي که چېرې ریاستونه یا ښارونه په احتجاجونو کې د تشدد مخه نشي نیولی نو پوځ به متحرک کړي.

خو د هغه مخالفین د مظاهرو په ضد د طاقت د استعمال غندنه کوي.

د نومبر په میاشت کې کېدونکو صدارتي انتخاباتو کې د ډانلډ ټرمپ ممکنه حریف جو بایډن ویلي د پوځ استعمال خبره د امریکې د روح خلاف ده.

او د رویټرز خبري ادارې په یوه سروی یا نظر پوښتنه کې ۵۵ فیصد خلکو د حالاتو په اړه د صدر ټرمپ د تګلارې مخالفت کړی دی.

صدر ټرمپ ویلي د پرامنه احتجاج کوونکو ملګری دی خو د ټوېټر دلارې یې په ښارونو کې امن پرځای کولو دپاره د طاقت د استعمال خبرې هم کړي دي.

پخواني نایب صدر جو بایډن د صدرټرمپ په دریځ تنقید کې وویل "زه به د ویرې او نفاق نه کار نه اخلم.".