شاته

کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۰ملکي وګړي وژلي

په کندهار کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي.

پېښه نن چهارشنبه جون درېیمه (غبرګولې۱۴) تر غرمې مخکې ۱۱ بجې ډیورند فرضي کرښې ته نژدې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي امریکا غږ اشنا ته وويل چې د پېښې ټپیان د پوليسو لخوا روغتون ته انتقال شوي.

هغه زیاته کړه وويل: "د ارغستان ولسوالۍ د خوشک رود په سیمه کې د ملکي وګړو يو ډاډسن موټر له ولسوالۍ څخه ښار ته را روان وو چې د تګ په حال کې د وسله والو طالبانو لخوا د کندهار ښار او ارغستان ولسوالۍ ترمنځ د لويې لاري پر سر ماین پر چاودنې کړه ۱۰ تنه پکښې وژل شوي او څلور نور پکښي ټپیان دي."

امنیتي مقامات وايي چې یاد ملکي وګړي ټول د ارغستان ولسوالۍ د سپينې ګاري د سیمي اوسیدونکې دي چې کندهار ښار ته د درملنې او ورځنیو اړتیاوو د پوره کیدو لپاره د تګ پر مهال د پېښي قرباني شول.

ارغستان ولسوالي د کندهار له نا امنه ولسوالیو څخه بلل کیږي چې د سړک د غاړې ماینونو يې پکښي د تګ راتګ ستونزمن کړی.

د دې تر څنګ د کندهار په نېش او شاه ولیکوټ والیو کې هم د تیري یوې اونۍ په ترڅ کې د سړک د غاړې د ماین چاودنو ۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړه ولې.

سره له دې چې امنیتي مقامات د سړک د غاړي په ماین چاودنو کې وسله وال طالبانو ته ګوته نیسي خو خپله وسله والو طالبانو رسنیو ته پدې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي