شاته

افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر ۱۷۲۶۷ لوړ شو

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د ۷۵۸ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه جون درېیمه (غبرګولې۱۴) ویلي چې په دې نویو پیښو سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۷۲۶۷ ته لوړ شو.​

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس د ۱۳۲۳ مشکوکو سملونو معاینات شوي چې ۷۵۸ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۳۳۲ په کابل، ۲۱۶ په هرات، ۵۴کندهار، ۵۲ بلخ، ۶۶ پکتیا، ۳ ننګرهار، ۱۹لوګر، ۲سمنګان، ۴۸جوزجان، ۱۱ فاریاب، ۱۱ کونړ او پنځه ـ پنځه پېښې په بدخشان او نورستان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په تیره یوه شپه او ورځ کې په لسو ولایتونو کابل، هرات، کندهار،ننګرهار،غزني، پروان،سمنګان، پنجشیر او خوست کې د کرونا ویروس له امله ۲۴ تنه مړه شوي چې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۹۴ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه ۷۸ تنه نور بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۵۲۲ تنو ته ورسېد.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د سې شنبې تر غرمې جون دورېیمه (غبرګولې۱۴) پورې ۳۷۹۳۹۳ کسان مړه کړي او څه باندې شپږ میلیونه نور پرې اخته شوي دي..