شاته

روغتیا وزارت د حکیم الکوزي د درملو ترکیب معلوم کړ

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس واکسین په نوم د حکیم الکوزي د محصول/ درملو ترکیب یې معلوم کړ.

د روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر وحید مجروح نن چهارشنبه جون درېیمه(غبرګولې۱۴) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوار د معلوماتو په اساس د الکوزي جوړ شوی محصول/ درمل د مخدره موادو له نمونو له هغه ډلې «مورفین او تریاکو» څخه جوړ شوی دی.

مجروح زیاته کړه چې په دغه محصول کې د ځینو طبي بټو لکه زیرې څخه هم استفاده شوې ده، خو ویې ویل چې د مخدره موادو ترکیب پکې زیات دی.

هغه وویل:"د روغتیا وزارت مرکزي لابراتوار د هغه محصول چې حکیم الکوزی یې د واکسین په نوم تطبق کوي، موږ تحلیل او تجزیه کړ،محصول یې معلوم شو چې اکثریت یې مخدره مواد دي لکه مورفین او تریاک او یو څه طبي بوټي چې له هغه ډلې زیره هم پکې کارول شوې ده."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې دا واکسین او درمل د طبي معیارونو په اساس جوړ شوی نه دي او هېڅ یوه طبي لارښوونه په کې عملي شوې نه ده.

د افغانستان د روغتیا وزارت د مرستیال وحید مجروح په وینا دغه محصول د کرونا ویروس درملنې په برخه کې ګټه نه لري.

هغه وویل چې یاد محصول/درمل لنډ مهاله عمل کوي چې په خبره یې ممکن د اعتیاد لامل هم شي.

وحید مجروح همدارنګه زیاته کړه چې په دې اړه د روغتیا وزارت د مرکزي لابراتور پایلې به ډیر ژر له خلکو سره شریکې شي.

هغه وویل چې روغتیا وزارت د حکیم الکوزي د محصول د ترکیب تر پيژندلو وروسته د روغتیا وزارت د ساینس کمېټې لخوا حکیم الکوزي، د هغه ملګرو او افغان دولت ته «توصیه نامه» لیکلې تر څو په دغه سپارښتنو عمل وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روانې غبرګولې میاشتې پر لسمه د یوناني طبیب حکیم الکوزي کلینیک وتړه.

ښاغلي الکوزي ادعا کړې وه چې د کرناویروس ضد درمل/واکسین یې جوړ کړي او ګواکې د دغو درملو په مرسته ګڼ افغانان چې د هغه په خبره د کرونا په ویروس اخته وو، رغیدلي او جوړ شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت معین تر دې مخکې هم ویلي و چې دوی د هیچا د ابتګار مخه نه نیسي،‌ خو باید طبي ابتکارات او د واکسین جوړول د طبي د نړیوالو اصولو په اساس جوړ وشي او معتبر ملي او نړیوالې بنسټونه یې تاید او تصدیق کړي.