BBC
 شاته

د کابل د وزیر اکبرخان جومات د خطیب او عالم ایاز نیازي وژلو ته غبرګونونه

د انځور حقوق Arg
Image caption ولسمشر غني د ایاز نیازي د مړي لیدلی ته تللی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل وزیر اکبرخان مېنې جومات کې د چاودنې په هکله د پلټنو لپاره کمېسون جوړ کړی، چې مشري یې د حج او اوقاف وزارت سرپرست حکیم منیب ته سپارل شوې ده.

تېر ماښام د جومات انګړ کې د جاودنې له امله د خطیب ایاز نیازي په ګډون دوه کسان ووژل او درې نور ټپیان شول.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

ولسمشرمحمد اشرف غني د یوې اعلامیې په ترڅ کې د دغه برید د غندلو پر مهال وویل: "پر جوماتونو، تکیاوو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د تروریستي بریدونو کول د بشر ضد جنایت دی".

ولسمشر غني یې نن د ایاز نیازي د مړي لیدلو ته هم تللی و.

وسلوالو طالبانو دا برید غندلی او لیکلي یې دي: "په کابل کې د وزیرمحمد اکبرخان مسجد امام مولوي محمدایاز نیازی په کومه چاودنه کې په شهادت رسېدلی.موږ پر نوموړي دا برید په کلکه غندو او سترجنایت یې بولو."

خو د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح لیکلي:

"طالبان د دوو جملو په لیکلو له دې جنایت او ترهګرۍ ځان ته برائت نه شي ورکولای، طالبان د هغو دیني عالمانو، قومي شخصیتونو، سیاستوالو او علمي څېرو په ترور کې لاس لري چې له پاکستان بهر یې زده کړې کړې دي. که دا برید طالبانو هم نه وي کړی، خو دې ډلې پر جوماتونو د بریدونو بنسټ کېښود.''

د افغانستان د انساني حقونو خپلواک کمېسون، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، د مشرانو جرګې مشر او د عبد رب الرسول سیاف په مشرۍ ځینې جهادي مشرانو هم پر ایاز نیازي برید غندلی دي.

بهرني غبرګونونه

د انځور حقوق Social media
Image caption محمد ایاز نیازی په ۱۳۴۳ کال لمریز کال کې د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې سترګې غړولې وې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کابل په وزیر اکبرخان جومات کې برید غندلی او دا پېښه یې "تروریستي " بللې ده.

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو سفارت هم په خپل ټویټ کې پر دې دیني عالم برید غندلی دی او لیکي:"د عبادت کوونکو پناه ځایونه د دعا او مینې ځایونه دي نه د وژنې او تاوتریخوالي. موږ د ښاغلي نیازي کورنۍ ته ډاډ ورکوو."

په افغانستان کې د ناټو سازمان نوي ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو د ملګرو ملتونو استازولی یا یوناما په خپل ټویټ کې دا ببرید غندلی دی.

د هند وتلي سندرغاړي عدنان سمیع په خپل ټویټر کې لیکلي:"پر ډاکټر ایاز نیازي د برید له امله خواشینی یو او کورنۍ سره یې خپله غمرازي ښیو."

ایاز نیازی څوک و؟

د انځور حقوق Socialflow
Image caption پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی د ایاز نیازي مړي ته ولاړ دی.

محمد ایاز نیازي په دیني علم کې له الازهر پوهنتون تر دوکتورا کچې زده کړې درلودې او په افغانستان کې له مطرحو علماوو شمېرل کېده.

محمد ایاز نیازی په ۱۳۴۳ کال لمریز کال کې د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې سترګې غړولې وې. د ابتدایه دورې له زدکړو وروسته د اسلامي زده کړو لپاره پاکستان ته لاړ او هلته یې په پیښور کې دینې او عصري زدکړې وکړې.

تر پېښوره وروسته د نورو زدکړو لپاره د مصر په الازهر پوهنتون کې شامل شو او له هغه ځایه یې په اسلامي اقتصاد کې لېسانس او ورپسې یې په ورته څانګه کې ماسټري هم واخېستله اود دوکتورا سند یې په همدې پوهنتون کې د اسلامي فقهې له نظره د نړیوالو اړیکو په برخه کې تر لاسه کړه.

له زدکړو وروسته د څو کلونو لپاره د کابل پوهنتون شرعیاتو په پوهنځي کې د استاد په توګه دنده پرمخ وړله. تر څنګ یې د وزیر اکبرخان په جومات کې خطیب هم وه له تیرو څو کلونو راپدیخوا د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون له لارې اسلامي پروګرانونه پرمخ بیول.