BBC
 شاته

کندهار کې چاودنه؛ ۹ ولسي وګړي وژل شوي، ۵ ټپیان دي

کندهار د انځور حقوق Getty Images
Image caption کندهار کې چارواکي وايي، تېره ورځ شاولیکوټ کې هم د ولسي وګړو پر موتر چاودنه شوې ده. انځور پخوانی دی.

د افغانستان سوېل ته په کندهار کې چارواکي وايي، د سې شنبې په ورځ ځايي وخت نږدې یوولس بجې د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په خوشک رود په سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې ده.

د دې ولایت د والي ویاند احمد بهیر احمدي بي بي سي ته وویل، دې چادنه کې نهه ولسي وګړي وژل شوي او ۵ تنه هم ټپیان دي، چې د یوه حالت نازک دی.

خو د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، د دې پېښې یو ټپي هم روغتون کې مړ شوی دی.

د نوموړي په خبره، پولیسو د پېښې ټپیان د ارغستان کلینیک ته ټپیان لېږدولي:

" هلته د ژورو ټپونو له امله یو کس ساه ورکړې او نور ټپیان د کندهار مېرویس روغتون ته را لېږدول شوي دي" .

* خوست کې ماین چاودنې جنازې ته روان ولسي وګړي وژلي

* بلخ کې بمبار؛ حکومت د طالبانو، خلک د ولس د وژل کېدو خبره کوي

نوموړی وايي،پرون هم په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ملکیانو پر یوه مازدا موټر ماین چاودېدلی چې په پایله کې یو کس وژل شوی او څلور ټپیان دي.

دا له تېر اختر راهیسې چې وسلوالو طالبانو او افغان حکومت پکې درې ورځې اوربند کړی و او وروسته هم د دواړو خواوو د ځینې سرچینو په خبره، په نااعلان شوې بڼه روان و، یوه پېښه کې د ولسي وګړو ډېره مرګ ژوبله ده.

خو د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي دا هم وايي، چې د تېر کمکي اختر په درې ورځني اوربند کې هم په میانشین ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پر موټر هم د سړک غاړې ماین چاودنه کړې وه چې له امله یې د درېیو ماشومانو په ګډون یوه مېرمن وژل شوې وه او د کورنی سرپرست هم ټپي و.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption یوناما نږدې دوه اونۍ مخکې وویل، د تېر کال تر اپرېل په سږني اپرېل کې ولسي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې مخکې او پرون د افغانستان شمال ختیځ ته په کندوز کې د ماین چاودنې له امله هغه مهال ۷ کارګر ووژل شوي او ۶ ټپیان شول چې له کار څخه خپل استوګنځي ته ستنېدل

نږدې دوه اونۍ مخکې افغانستان کې د ملګري، ملتونو سیاسي دفتر وویل، چې تېر اپرېل کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو په لاس د ولسي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال تر ورته مودې ډېره شوې ده.

د یوناما رپوټ کې زیاته شوې، طالبان اپرېل کې د ۲۰۸ ولسي وګړو د وژلو مسوول دي چې د ۲۰۱۹ کال تر ورته مودې ۲۵ سلنه ډېروالی ښيي.

د دې رپوټ له مخې، افغان امنیتي ځواکونه هم تېر اپرېل کې د ۱۷۲ ولسي وګړو د مرګ مسوول دي چې د تېر کال پرتله ۳۷ سلنه ډېر والی ښيي.