BBC
 شاته

کورونا وېروس؛ پاکستان کې ۲۴ ساعتونو کې څلور زره مثبتې پېښې ثبت شوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان کې پر کوویډ- ۱۹ د اخته کسانو شمېره له ۸۰ زرو لوړ شو.

د پاکستان روغتیايي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې تېرو ۲۴ ګړیو کې د کورونا وېروس له څلور زرو ډېرې مثبتې پېښې ریکارډ شوې دي، چې دې برخه کې ریکارډ جوړوي.

په دې سره په ټول پاکستان کې پر کوویډ-۱۹ اخته کسانو شمېره له ۸۰ زرو لوړ شو.

پاکستان کې د دې وبا له امله تر اوسه ۱۶۸۸ تنه مړه شوي او ۲۸۹۲۳ تنه ترې روغ شوي دي.

د دې هېواد د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په اسلام اباد کې پر کورونا وېروس ۳۱۸۸، پنجاب کې ۲۹۴۸۹، سند کې ۳۱۰۸۶

پښتونخوا کې ۱۰۸۹۷، بلوچستان کې ۴۷۴۰ ، ګلګت بلتسان کې ۷۷۹ تنه اخته دي او د دې هېواد تر ولکې لاندې کشمير کې ۲۸۴ تنه پر کوویډ-۱۹ اخته شوي دي.

د کورونا وېروس د دې هېواد د سند صوبه ډېره ځپلې چې پکې د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمېر له ۳۱ زرو لوړی دی او دې وبا دغلته د نورو ایالتونو پرتله ډېر کسان مړه کړي هم دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د پنجاب ایالت د فیصل اباد ولسوالۍ د کورونا وېروس له امله د پراخ قرنطین د پلي کیدو اعلان وکړ.

د دې ولسوالۍ مرستیال په خپل ټویټر کې د بېلابېلو څانګو لپاره د ټاکلي کاري مهال معلومات ورکړي دي.

د جون تر ۱۵مې نېټې د قرنطین اعلان دا په ګوته کوي چې ټول سوداګریز مرکزونه به په اونۍ کې پنځه ورې د سهار له ۹ تر ماښام ۷ بجو پورې پرانیستې وي.