BBC
 شاته

ایبوپروفین د کورونا وېروس درملنې لپاره ازمایل کېږي

ګولۍ د انځور حقوق Getty Images

ساینسپوهان پر ایبوپروفین نومي درملو تجربه کوي، چې وګوري ښايي د کورونا وېروس له هغو ناروغانو سره مرسته کولای شي، چې په روغتونونو کې بستري دي.

د لندن ګاییز او سنټ توماس روغتون او کنګز کالج ماهرین باوري دي چې د التهاب ضد دغه درمل چې د درد مخنیوي لپاره هم کاروول کېږي، له هغو ناروغانو سره مرسته کوي، چې د تنفس یا په ساه اخیستو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

دوی هیله من دي چې د دغه ارزان بیه درمل په وسیله به ناروغان ویڼټلیټرز یا مصنوعي تنفس آلو ته اړ نه وي. دغې تجربې ته د ازادۍ نوم ورکړل شوی او پکې به نیمايي ناروغانو ته د معمول پاملرنې تر څنګ ایبوپروفین هم ورکړل شي.

په تجربه کې به د عادي ګولیو پر ځای چې په بازارونو کې موندل کېږي، د ایبروفین یوه ځانګړې ټولګه وکارول شي.

هندي او پاکستاني شرکتونه د کورونا وېروس ضد درمل جوړوي

د ملاریا درمل د کورونا وېروس ناروغانو ته ګټه رسولی شي؟

کورونا وېروس: کوم درمل ډېر هیله بښونکي دي؟

د روغتیا نړیوالې ادارې د هایډروکسي کلوروکوین خوړل درولي

ځینې کسان له مخکې دغه ګولۍ د بندونو درد لپاره کارووي.

پر څارویو شوې تجربه کې لیدل شوي، چې کېدای شي دا د سختې ساه لنډۍ په حالت کې مرسته وکړي، چې د کورونا وېروس ځینې سختو ناروغان ورسره مخامخېږي. په کنګز کالج کې د څېړونکې ډلې یو غړی میتول مهیتا وايي:

''موږ د دې لپاره تجربې ته اړتیا لرو چې ثبوتونه وښييو، چې هماغسې دي، چې موږ یې تمه کوو. ''

د کورونا وېروس وبا خپریدو په لومړي سر کې داسې ګومان کېده چې د معمولي علاماتو لرونکو ناروغانو لپاره به ایبوپروفین ښه نه وي. دغسې فکر د فرانسې روغتیا وزیر اولیور ویران له هغو څرګندونو وروسته نور هم د تایید وړ بلل کېده، چې وايي، د ایبوپروفین په ځېر غیر سټراییډی التهاب ضد درمل ښايي انفکشن یا پاړسوب نور زیات کړي.

له هغه وروسته خلکو د دې پر ځای د پاراسټامول کاروول پیل کړل. خو ژر د بشري درملو کمېسیون دې پایلې ته ورسېد چې د پاراسټامول په څېر یې استعمال خوندي دی.

دواړه د تبې غوندې حالت کې د تودوخې کچه ټیټوي. بل لور ته د برتانیا عامې روغتیا اداره این ایچ ایس د کورونا وېروس خفیف علامات لرونکو ته لومړی د پاراسټامول کارولو مشوره ورکوي، چې په وینا یې د ایبوپروفین پرتله کم جانبي عوارض لري او د ډېری خلکو لپاره خوندي انتخاب دی. د بېلګې په توګه که د معدې زخم لرئ، باید د ایبروفین له کاروولو ډډه وکړئ.