کابل کې په جومات چاؤدنه شوې د امام په ګډون یې دوه تنه وژلي
د افغانستان پلازمينه کابل کې په يو جومات کې دننه چاؤدنه شوې چې پکې د جومات امام او بل تن وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د وي او ای اشنا په خبرکې ويل شوي په جومات کې ځانمرګی بريد شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت وياند طارق ارین ويلي په وزير اکبر خان روډ په جومات کې چاؤدنه تېر ماښام هغه وخت شوې چې خلک نمانځته ته راټول شوي وو.
د بريد زمه واري چا نه ده منلې خو په وروستيو کې په کابل کې د بريدونو زمه وارۍ داعش منلي او په جوماتونو کې يې بريدونه هم کړي دي.
د ای پي د خبر ترمخه په جومات بريد کې ملا محمد اياز نيازی او بل تن وژل شوي دي، ارين ويلي نيازی ژوبل شوی او بیا يې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
په پېښه کې وژل شوی محمد اياز نيازی ياد ديني عالم او او په کابل پوهنتون کې د اسلامي قانون په څانګه کې پروفېسر ؤ.
افغان ولسمشر اشرف غني دغه بريد غندلی او ويلي يې دي "پر جوماتونو، تکایاوو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د تروریستي بریدونو کول بشري ضد جنایت دی".