شاته

نړۍ کې د کرونا وبا سره د مبارزې لپاره د ۲.۵ ټریلیونو غوښتنه شوې

د نړۍ تر ۲۰۰ زیاتو اوسنیو او پخوانیو پېژندل شویو شخصیتونو، له سترو اقتصادي قدرتونو غوښتنه کړې، چې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې او د دې ستونزې د اقتصادي زیانونو د جبران لپاره ۲ اعشاریه ۵ ټریلیون ډالره ځانګړې کړي.

د نړۍ د ځینو اوسنیو او پخوانیو پېژندل شویو څېرو په لیک کې د نړۍ د لویو اقتصادي قدرتونو د اضطراري غونډې پر جوړولو ټینګار شوی دی.

په دغه لیک کې چې تېره دوشنبه یې جزییات خپاره شوي راغلي چې په دې اضطراري غونډه کې دې د ۲ اعشاریه ۵ ټریلیون ډالرو پر طرحې موافقه وشي.

د لیک په دوام راغلي، له دغو پیسو دې د کرونا وبا په وړاندې د مباررې او د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو د پروګرامونو لپاره کار واخیستل شي، په ځانګړې توګه مخ په وده هېوادونو کې.

په هغو کسانو کې چې دغه لیک یې لاسیک کړي د نړۍ تر ۷۵ زیات رهبران شامل دي، چې د نوبل د سولې جایزې درې ګټونکي، د نوبل د اقتصاد جایزې څلور ګټونکي، دغه راز د ملګرو پخوانی سرمنشي بانکي مون، بشرپال جورج سوروس، د ناټو پخوانی سرمنشي خاویر سولانا، د ملګرو ملتونو ځینې پخواني چارواکي، اقتصادپوهان، دغه راز د بشري او روغتيايي چارو متخصصان شامل دي.

ځینو هېوادونو له دې ډلې نیوزیلند د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره لګول شوي محدودیتونه کم کړي دي.

د نیوزیلنډ صدراعظمې جاسیندا اردرن پرون سې شنبه ماښام وویل، په هېواد کې یې ممکن ټول محدودیتونه راتلونکې اوونۍ لیرې کړای شي.

جاسیندا اردرن
جاسیندا اردرن

په پاکستان کې، که څه هم کرونا ویروس لا هم په خپرېدو دی، خو صدراعظم عمران خان اعلان کړی، چې حکومت یې محدودیتونه ختموي.

د عمران خان تر دغه اعلان مخکې د پاکستان د حکومت یو ټکان ورکوونکی راپور رسنیو ته راووت، چې په کې ویل شوي د پاکستان په دویم لوی ښار لاهور کې چې شا و خو ۱۱ میلیونه وګړي لري، په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر تر شپږ لکه او ۷۰زرو زیات اټکل شوی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د لاهور په هېڅ یوه برخه کې د کار ځای او د استوګني ساحه له کوویډـ۱۹ ناروغۍ خوندي نه ده.

په بریتانیا کې چارواکي د هغو انتخابونو په اړه فکر کوي څو هغه کسان چې د جون میاشتې تر پایه د دغه هېواد هوايي ډګرونو ته داخلېږي، د دوو اوونیو لپاره قرنطین شي.

په روسیه کې صدراعظم میخایل میشوستین د خپل هېواد د اقتصادي ودې لپاره د ۷۲ اعشاریه ۷ ملیارد ډالرو معادل د ۵ ټرلیون روسي روبلو په ارزښت یوه طرحه اعلان کړې ده.

صدراعظم میشوستین پرون له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په ټېلېفوني کنفرانس کې په دې اړه وویل: "دا هراړخیزه طرحه کې شا و خوا ۵۰۰ مشخصې کړنلارې شاملې دي، بودجه یې شا و خوا ۵ ټریلیون روبله ده، د وروستیو میاشتو تحولاتو زموږ اقتصادي او ټولنیز ژوند سخت اغېزمن کړی دی."

د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین
د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین

روسي چارواکو پرون وول د ۲۴ ساعتونو په موده کې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس تر ۸۸۰۰ زیاتې پېښې او په دې ویروس تر ۱۸۰ د زیاتو کسانو د مړینو راپور یې ثبت کړی دی.

برازیل په وروستیو ورځو کې د کرونا وبلا په نوي مرکز بدل شوی دی، چې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو تر ۵ لکو او ۲۶زرو زیاتې پېښې په کې ثبت شوي دي.

د نړۍ په سطحه په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو تر ټولو زیاتې پېښې د امریکا په متحدو ایالتونو کې ثبت شوي، چې تر یو میلیون او اتو لکو اوړي، خو له دې جملې تر شپږو لکو زیات اخته وګړي روغ شوي هم دي.