BBC
 شاته

امریکا کې له تورپوستو سره قانون څنګه چلن کوي؟

Protestor holding a placard with picture of George Floyd د انځور حقوق Getty Images

د افریقايي توکمه یا تورپوستي امریکايي جورج فلویډ په مرګ پسې د متحده ایالتونو مختلفو ښارونو کې مظاهرې روانې دي.

جورج فلویډ چې د میناسوټا په میناپولیس ښار کې د پولیسو له خوا تر نیول کېدو او د هغه پر مرۍ په ګونډ اېښودو پسې مړه شو.

موږ په متحده ایالتونو کې د جرمنو او عدالت اړوند ځینې مالومات څارلي، چې په دغه هېواد کې د قانون او حکم سره مخ کېدونکو تورپوستو امریکایانو تجربې ښيي.

تورپوستي امریکایان تر ډېره له وژونکو ډزو سره مخ کېږي

هغو ترلاسه شوو شمېرو کې چې پولیس پر خلکو ډزې کوي او وژني یې دا ښودل کېږي چې تورپوستي امریکایان د امریکا تر نورو وګړو کې بېخي ډېر له ډزو او وژلو سره مخ کېږي.

د ۲۰۱۹ کال د شمېرو له مخې، که څه هم تورپوستي د امریکا د وګړو له ۱۴ سلنې کمه برخه جوړوي، خو د پولیسو له زرو ډېرو وژونکو ډزو کې تر ۲۳ سلنې ډېره برخه جوړوي.

له ۲۰۱۷ کال راهیسې د دوی په هکله دا شمېر ثابت دی، خو د سپین پوستو قربانیانو شمېر له دې نېټې را هیسې کم شوی دی.

تورپوستي د بې قانونه نشه يي توکو له امله په خورا لوړه کچه نیول کېږي

د انځور حقوق EPA
Image caption نیویارک کې د جون په ۲ مظاهره.

سره له دې چې سپین پوستو او تورپوستو امریکایانو کې د بې قانونه نشه يي توکو کارولو اندازه یو شان ده، خو د دې جرم له امله د سپین پوستو پرتله تور پوستي په خورا لوړه کچه نیول کېږي.

د توکم له مخې د نشه يي توکو د کاروونکو نیول نیول

اسپانویان هم بېل نه بلل کېږي، نور اسیایان، امریکايي سورپوستي، هواویان او یا د پیسفیک ټاپوګانو والا هم.

سرچینه: اېف بي ای او د امریکا متحده ایالتونو د سرشمېرنې د ۲۰۱۸ کال ډېټا

پر ۲۰۱۸ کال د بې قانونه نشه يي توکو کارولو له امله په یو لک کې ۷۵۰ تورپوستي، خو په یو لک سپین پوستو کې ۳۵۰ کسان نیول شوي وو.

د نشه يي توکو د کارولو په هکله ملي سروېګانې ښيي، چې سپین پوستي هم د تور پوستو په اندازه دا بې قانونی توکی کاروي، خو د دې جرم له امله یوازې تور پوستي امریکایان په خورا لویه کچه نیول کېږي.

د بېلګې په ډول د امریکا د مدني ازادیو ټولنې څېړنه ښيي چې د سپین پوستو پرتله تورپوستي۳،۷ ځله ډېر د مرجونه له امله نیول شوي دي، هغه هم په داسې مهال چې دواړو توکمونو کې د دې توکي کارول یو شان دي.

ډېر تورپوستي بندیان دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption میناسوټا کې د جون په ۲ مظاهره.

وروستي مالومات ښيي چې تورپوستي تر سپین پوستو پنځه ځله ډېر بندیان دي او د اسپانوي امریکایانو پر تله هم تور پوستي دوه ځله ډېر بندیان دي.

پر ۲۰۱۸ کال تورپوستو د امریکا د وګړو ۱۳ سلنه جوړوله، خو د بندي وګړو د نفوس دریمه برخه وو.

سپین پوستي د بندي وګړو، نږدې ۳۰ سلنه جوړوي، هغه هم په داسې مهال چې د امریکا د وګړو ۶۰ سلنه برابروي.

په یو لک تورپوستو کې له زرو ډېر بندیان دي، خو په یو لک سپین پوستو کې نږدې دوه سوه بندیان دي.

سرچینه: د امریکا د سرشمېرنې دفتر، د قضايي احصايې دفتر

د امریکا د بندیانو نفوس د هغو کسانو لپاره کارېږي چې له یو کال ډېر بندي وي.

تېره لسیزه کې د توروپوستو د بند کچه کمه شوې، خولا هم له بل هر توکمه د بندي وګړو ډېره برخه جوړوي.