BBC
 شاته

امریکا کې مظاهرې؛ عبادتځي ته د ټرمپ پر تګ نیوکه

پ د انځور حقوق AFP

د واشنګټن د کاتولیکانو یوه مذهبي مشر یوه عبادتځي ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر تګ نیوکه کړې او د نوموړي دا تګ یې "شرموونکی او د عامه فکرونو بدلوونکی" بللی دی.

دغه مذهبي مشر ویلټن ګرګوري په امریکا کې وروستیو توکمیزو نارامیو او له پولیسو سره د معترضانو ټکر ته په اشاره وايي، ډونلډ ټرمپ له خپل واک ناوړه ګټه اخلي.

ولسمشر ټرمپ او مېرمن یې سې شنبه په واشنګټن کې د دویم پاپ جان پال په یاد عبادتځي ته لاړ او د پخواني پاپ له مجسمې سره ودرېد چې خبریالان یې انځور واخلي.

خو ګرګوري- چې واشنګټن کې د کاتولیک کلیسا لومړنی تورپوستی مشر دی- د ولسمشر ټرمپ دا ګام د مذهبي اصولو خلا بولي:

"کاتولیکان باید د ټولو خلکو له حقونو دفاع وکړي".

د مۍ پر ۲۵ امریکا کې د پولیسو له خوا د نیولو پر مهال د تورپوستي جورج فلویډ مرګ پسې نږدې ۷۵ ښارونو کې مظاهرې پیل شوې، چې پکې له پولیسو سره تاوتریخوالی او د عامه ځایونو لوټل هم راځي.

دې مظاهرو کې له څلور زرو ډېر کسان نیول شوي او تر لسګونو ټپیان دي.

د انځور حقوق Reuters

ولسمشر ټرمپ پرون وویل، چې د دې نارامیو د ختمولو لپاره به پوځ وکاروي.

ولسمشر ټرمپ له والیانو او ښاروالانو غوښتي چې د پولیسو او ملي ګارډ کارولو سره پر سړکونو واکمن شي.

خو بیا هم د سې شنبې په ورځ د امریکا مختلفو ښارونو کې د ګرځبندیز اصولو د پیلېدو وخت سره هم مظاهرې او لاریونونه روان و.

پلازمېنه واشنګټن کې پر مظاهرو سربېره پرلت هم وشو.نیویارک کې هم اعتراضیانو له اصولو سرغړونه وکړه او خپلې مظاهرې ته یې دوام ور کړ.

په لاس ویګاس او سن لوییس کې پنځه پولیس ټپي شوي دي.

د جورج فلویډ لپاره مراسم

د انځور حقوق EPA
Image caption پولیس اتلانتا کې پر مظاهره چیانو اوښلن ګاز کاروي.

د جورج فلویډ کورنۍ د سې شنبې په ورځ د تګزاس په هوسټن ښار کې د نوموړي لپاره مراسم جوړ کړي و چې د چارواکو په خبره، نږدې شپږ زرو کسانو پکې ګډون درلود.

د هوسټن ښاروال او د پولیسو مشر هم دې مراسمو کې و.

جورج فلویډ چې هوسټن کې لوی شوی و، ټاکلې ده راتلونکې اونۍ دغه ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

نوموړی وروستیو کلونو کې د کار لپاره میناپولیس ته تللی و او هلته تر نیول کېدو وروسته یوه سپین پوستي پولیس ۹ دقیقې پر مرۍ ګوڼده ور اېښې وه چې له امله یې مړ شو.