شاته

د پولیس په ولکه کې د افریقايي امریکني د مرګ وروسته د احتجاجونو اوومه ورځ 

د سپین پوستکې پولیس افسر په ولکه کې د یو افریقايي امریکني د مرګ په سر د امریکې په مختلفو ښارونو کې په اوومه ورځ هم احتجاجونه شوي دي.

۴۶ کلن جورج فلویډ تېره هفته د منېسوټا ریاست په مرکزي ښار منیاپلس کې په جعلي چېک د پېسو اخیستلو په الزام پولیس ګرفتار کړی و او پس له دې مړ شو چې یو پولیس افسر یې په مرۍ زنګون اېښودی و او هغه نعرې وهلې چې ساه نشي اخیستلی.

سپین پوستکی پولیس افسر ډېریک چېون ګرفتار کړی شوی او د جورج فلویډ د کورنۍ په وینا د هغه د مړي معاینې په رپورټ کې د هغه مرګ هومېسایډ بلل شوی دی چې د امریکې په قانون کې قصداً د یو تن په غېرقانوني توګه وژلو ته وېل کېږي. د منېسوټا حکومتي مامورینو ویلي د فلویډ مرګ د هغه په مرۍ د فشار او د وينې تویدو له امله شوی دی. په رپورټ کې وېل شوي دې چې هغه د زړه مریض هم و او په ورستیو ورځو کې نشۍ توکې هم استعمال کړي او دا یې د مرګ سبب نه و.

د جورج فلویډ د مرګ وروسته د امریکې مرکزي ښار واشنګتڼ په شمول یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه، لوټ مار‌ او اورونه لګول شوي او په ګڼو ښارونو کې د شپې په وخت کرفیو یا ګرځبندیز پرځآی کړی شوی دی او صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د اړي ګړي د مخنیوي دپاره به پوځ پرځای کوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په سینت لوي ښار کې څلور پولیس افسران وویشتل شو. چارواکو ویلي د ویشتل شویو افسرانو حالت د خطرې نه بهر دی.

د امریکې په قریباً ۴۰ ښارونو کې د شپې په وخت ګرځبندیز پرځآی کړی شوی دی او په ټېکسس او ورجینیا ریاستونو کې ګورنرانو بیړني حالت اعلان کړي دي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د شمېرو ترمخه په تېرو دوو ورځو کې په ټوله امریکا کې د ۵۶۰۰ نه زیات کسان د پرتشدد مظاهرو په لړ کې ګرفتار کړی شوي دي.

د وایټ هاوس نه په قامي کچه په ټیلې وژن نشر کېدونکي وینا کې صدر ټرمپ وویل که چېرې یو ښا یا ریاست د خپلو اوسېدونکو د ژوند او مال د تحفظ دپاره د ضروي ګامونو اخیستلو نه انکار کوي نو بیا به هغه پوځ پرځای کړي او د هغوی دپاره به مسله زر حل کړي.

د صدر ټرمپ اشاره د کال ۱۸۰۷ انسرکشن اېکټ نومې قانون ته وه چې صدر ته په بیړني حالاتو کې د ناقونۍ ختموولو اختیار ورکوي. دغه قانون په ورستي ځل په کال ۱۹۹۲ کې په لاس اینجلس ښار کې د راډني کنګ نومي افریقايي امریکني د پولیس د لاسه د وهل کېدو وروسته په اړي ګړي د قابو موندلو دپاره استعمال شوی و.

د نومبر په میاشت کې کېدونکو صدارتي انتخاباتو کې د ریپلیکن پارټۍ صدر ټرمپ د ډېموکریټک پارټۍ حریف جو بایډن د مظاهرو خلاف د پوځ په استعمال د ډانلډ ټرمپ د اعلان مخالفت وکړو او د هغه په قول "د زمونږ د ملک د روح" په اړه تشویش لري.

صدر ټرمپ وویل د لوټ مار، اړي ګړي، د تباهۍ او د اور لګوولو د ختموولو او د قانون منونکو شهریانو د حقونو چې پکې د دویم اییني ترمیم حقونه هم شامل دي، د تحفظ دپاره به یې پوځ او د وفاقي حکومت ټول ترلاسه وسایل متحرک کړي. د آیین دویم ترمیم یا سېکنډ امنډمنټ د امریکې شهریانو ته د وسله لرلو حق ورکوي.

په وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ د وینا نه وړاندې د هغه په انتظار ناستو خبریالانو د اوښکو ګېس د چلیدو هغه ډزې اورېدلې چې پولیس د وایټ هاوس سره نژدې په یو چوک کې احتجاج کوونکو د منتشر کېدو دپاره استعمالوولو.

دغه احتجاج په واشنګټن کې ماښام اوو بجو د کرفیو یا ګرځبندیز د شروع کېدو نه وړاندې کېدلو.

چې کرفیو شروع شوه نو صدر ټرمپ د وایټ هاوس سره نژدې هغه چرچ ته په پښو ورغلو چې د اتوار، یکشنبې، په ورځ پکې په تهه خانه کې اور لګېدلی و. د چرچ د ودانۍ مخې ته صدر ټرمپ د عیسايي مذهب منونکو مقدس کتاب بایبل په لاس کې پورته کړو او ویې وېل امریکا په دنیا کې عظیم ترین ملک دی او محفوظ به یې ساتي.

په وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ د تقریر نه څو ګڼې وروسته راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې د هغه ممکنه حریف جوبایډن د ټویټر دلارې وویل ډانلډ ټرمپ د امریکې پوځ د امریکايي‌ ولس خلاف استعمالوي، هغه په پرامنه مظاهره چیانو د اوښکو ګېس او د ربر ګولۍ یوازې د تصویر جوړولو دپاره استعمال کړې.

جو بایډن وویل چې د هغه په قول "زمونږ د ماشومانو، زمونږ د ملک د روح په خاطر مونږ باید هغه ته ماتی ورکړوو." د دفاع وزارت د چارواکو په وینا صدر ټرمپ پوځ ته امر کړی د پوځ د پولیس څانګې عسکر په واشنګټن کې پرځای کړي. چونکه واشنګټن د ریاست درجه نه لري نو صدر ته د ریاستي ګورنر سره په دې لړ کې د مشورې ضرورت نشته.

په سرښار واشنګټن کې د نېشنل ګارد ۱۲۰۰ عسکر متحرک کړی شوي دي او په پنځو ریاستونو کې د ۶۰۰ نه تر ۸۰۰ پورې د نېشنل ګارډ مسلح عسکر پرځای کولی شي.

جورج فلویډ د منېسوټا ریاست په مرکزي ښار منیاپلس کې یوه هفته وړاند د پولیس په ولکه کې په داسې حال کې مړ شو چې یو پولیس افسر یې په مرۍ زنګون اېښودی و او هغه وېل چې ساه نشي اخیستی.

د جورج فلویډ د مرګ نه پس د امریکې په یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه، لوټ مار شوی، دوکانونو او موټرو ته اورونه اچول شوي او د خالي او اتوار یا د شنبې او یک شنبې په ورځو کې په زرګونو کسان ګرفتار کړی شوي دي.