شاته

انډونیشیاء سږکال خپلو وګړو دپاره دحج منسوخولو اعلان وکړو

دابادۍ په لحاظ دنړۍ تر ټولو ستر اسلامي هیواد انډونیشیاء د کرونا وایرس د خورې شوې وبا له امله دخپلو وګړو دخوندي ساتلو په موخه سږکال دحج دفریضې منسوخ کولو اعلان کړی دی.

دالجزیره خبري شبکې د رپورټ له مخې د انډونیشیاء د مذهبي چارو وزیر فچوري راضي ویلي “دسعودي حکومت تر اوسه هیچاته د حج په هکله جواب نه دی ورکړی چې ایا سږکال حج کیږي که نه؟”

هغه ویلي” اوس حکومت پرېکړه کړې چې سږکال د حج سفر منسوخ کړي ،مونږ دپاره دا پرېکړه ډيره سخته وه اؤ پوهیږو چې په دې به د ډيرو وګړو زړونه مات شوي وي”

انډویشیاء په نړۍ کې هغه اسلامی هیواد دی چې وګړي یې تر ټولو زیات دحج فریضې ته ارزښت ورکوي اؤ هرکال ددغه هیواد څخه دلکونو په شمیر وګړي د ډلو په شکل کې سعودي عرب ته دحج دپاره ځي.

تر دې دمخه په ۲۰م مئ د انډونیشیا حکومت د سعودي عرب نه غوښتنه کړې وه چې هغوئ باید زر ترزره پرېکړه وکړي چې دکرونا وایرس له امله سږکال دنړۍ مسلمانانو ته دحج اجازه ورکوي که نه؟

سعودي عرب تیره اوونۍ د کرونا وایرس په وجه پرځائ کړل شوي لاک ډاؤن کې نرمښت اعلان کړی اؤ دمسجد نبوي په ګډون یې ګڼ شمیر جوماتونه نمونځ ګزارو ته پرانستي دي خو په مکه کې لا ګرځ بندیز پځائ دی.

د سعودي حکومت ویلي وؤ چې پوهان یې د کرونا له امله د رامنځته شوي وضعیت په دقت سره جاج اخلي اؤ چې کله دحج اؤ عمرې په هکله څه پرېکړه وکړي نو هغه به خلکو ته اعلان کړي .

خو له مخې د سعودي عرب دمذهبي چارو وزیر دنړۍ په مسلمانانو غږ کړی ؤ چې سږکال دحج اراده وځنډوي اؤ هیچا سره دې دحج په هکله تړونونه نه کوي