شاته

طالبان وایي له امریکا سره په لوظنامې ولاړ یو، خو له القاعدې سره د پرېکون خبره نه کوي

طالبانو د ملگرو ملتونو وروستي رپوټ ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې "ناسمې، استخباراتي، او له کینې ډکې څرګندونې شوي دي".

دملګرو ملتونو لخوا په دې اړوند راجوړ کړی شوي یو رپورټ څخه په ډاګه کیږي چې دملګرو ملتونو غړي هیوادونه شکونه لري چې طالبان امریکا سره دسولې په شوي تړون دعمل کولو اراده نه لري.

طالبانو په یو بیان کې چې نن د نهې/سې شنبې په ورځ یې جاري کړ، ویلي دي چې دوی د ملګرو ملتونو د دغه رپوټ جزییات په کلکه ردوي او ټینګار یې هم کړی چې طالبان له امریکا سره پخپلې امضا شوې لوظنامې باندې ولاړ دي.

د ملگرو ملتونو د وروستي رپوټ له مخې، القاعده سره د طالبانو اړېکې هم له پامه نه شي غورځېدی، او د ملګرو ملتونو یو غړي هیواد داسې اطلاع هم ورکړې ده چې امریکا سره دخبرو اترو په مهال هم طالبان د القاعده مشرانو سره په تماس کې و او د هغوی نه به یې مشورې اخیستې.

طالبانو پخپل تازه بیان کې هېڅ د القاعده ډلې نوم ندی اخیستی، خو دا یې ویلي چې هیچا ته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا د امنیت پر خلاف استعمال کړي، یا دلته د چا پر ضد د روزنې کېمپ جوړ کړي، یا هلته د چا په ضد چنده راټوله کړي.

مګر طالبانو دا واضح کړې نده چې له القاعده سره یې رابطه څنګه ده؟ حال دا چې د ملګرو ملتونو رپوټ ویلي چې طالبان له القاعده سره خپلې اړیکې لا هم ساتلي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې امریکا د طالبانو د وعدو په عملي کېدو نظر لري او تر اوسه لوظنامې باندې ولاړه ده.

خلیلزاد په یو مطبوعاتي کنفرنس کې د یو خبریال په جواب کې چې د طالبانو او القاعده ډلې د روابطو په حواله یې د ملګرو ملتونو د وروستي رپوټ په اړه ترې پوښتنه وکړه، وویل چې د ملګرو ملتونو جاري شوی رپوټ، د مارچ میاشتې تر نیمایي پورې پېښې رپوټ کړي، حال دا چې امریکا او طالبانو د فرورۍ په ۲۹مه لوظنامه لاسلیک کړه.

خلیلزاد زیاته کړه: "مونږ دا څارو چې طالبان څومره د لوظنامې خیال ساتي، هغه لوظنامه چې په کې ښکاره راغلي چې طالبان به د القاعده یا بلې هرې هغې ډلې کوربه توب نه کوي کوم چې د امریکا او یا زمونږ د متحدینو امنیت ته خطره پېښولی شي."

خلیلزاد دا هم وویل چې له طالبانو سره یې په دې اړه ښې ډېرې خبرې کړي دي او امریکا داسې څارونکې ډلې لري چې د طالبانو د وعدو او ژمنو د ترسره کېدو په اړه چې څه مخ ته راځي، هغه په کلکه څاري. خلیلزاد زیاته کړه چې د هغه په باور، پرمختګ لیدل کیږي.

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا خاص استازي دا هم وویل چې امریکا له طالبانو سره پر خپلې لوظنامې ولاړه ده او د عسکرو د راایستلو پروسه یې روانه ده.

بل پلو د افغانستان حکومت بیا د طالبانو او القاعده ترمنځ د اړیکو په حواله ویلي چې د افغان حکومت اندېښنې د پخوا په شان پر خپل ځای پاته دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني نایب ویاند دوا خان مینه پال آزادي رېډیو ته ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لوظنامې کې د طالبانو ډلې وعده وکړه چې له القاعده سره به خپله رابطه شلوي او اوس باید طالبان دا ثابته کړي چې له القاعده سره رابطې نه لري.

په واشنګټن کې د وېلسن سېنټر یو سیاسي څېړونکی مایکل کوګلمن وایي، د ملګرو ملتونو د رپوټ با وجود هم، په کار نده چې په افغانستان کې د القاعده قوت زیات وښودل شي. مګر د کوګلمن په نظر، د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنیاد د طالبانو په شمول له نورو ترهګرو ډلو سره د القاعدې دوامداره تعلقات، د فکرمندۍ وړ دي. هغه زیاتوي چې د امریکا حکومت ممکن د ملګرو ملتونو دې رپوټ ته زیات ارزښت ورنکړي، ځکه غواړي چې له طالبانو سره خپله لوظنامه محفوظه وساتي.

آزاد خبریال او سیاسي څېړونکی رحیم الله یوسفزی چې له طالبانو سره نږدې لیده کاته لري، وایي چې د ده په نظر، اوس مهال القاعده په منظم ډول یا د ګروپونو په شکل افغانستان کې نشته، خو یوسفزی دا هم وایي چې طالبان او القاعده دواړه له نظریاتي اړخه له یو بل سره همدردي لري.