BBC
 شاته

کارګل جنګ؛ کله چې هندي استخباراتو د جنرال مشرف خبرې ثبت کړې

د انځور حقوق Getty Images

د ۱۹۹۹ کال د مۍ ۲۶ شپه نهه نیمې بجې د هند د پوځ لوی درستیز ویډ پرکاش ملک ته د هېواد د امنیتي ادارو ترمنځ د ځانګړي ټلیفون (د سکیور انټرنل ایکسچېنج) زنګ راغی، د هند څارګرې ادارې مرستیال اروند دوي و. لوی درستیز ته یې وویل، کارمنانو یې د پاکستان د لوړپوړو جنرالانو خبرې ریکارډ کړې دي.

نوموړي جنرال ملک ته زیاته کړه، دوی کې یوه جنرال له بېجینګ خبرې کولې او چې ټولې وشنل شوې، نو مالومه شوه چې زموږ لپاره مهم مالومات پکې دي.

جنرال ملک د دې ټلیفون په هکله بي بي سي ته وویل"په اصل کې دوي د پوځي استخباراتو مشر جنرال ته ټلېفون کاوه، خو تېروتنه کې یې ماته زنګ وهلی و. چې پوه شو، زه ور سره مخ یم ډېر وشرمېد، ما ورته وویل، چې د دې ټلیفوني خبرو متن سملاسي را ولېږئ".

جنرال ملک زیاتوي، ټول متن یې چې ولوست اروند دوي ته یې زنګ وکړ او ورته ویې ویل، دا خبرې د جنرال مشرف -چې دا مهال چین کې دی- او د یوه بل لوړپوړي جنرال دي:

"ما دوي ته سپارښت وکړ چې دا نمبرونه ریکارډ کړي او هغه هم دا خبره ومنله".

د را د برلاسي هڅه

Image caption ریحان فضل او وید پرکاش ملک

جنرال ملک وايي، درې ورځې وروسته بیا د هند څارګرې ادارې ( را ) د دواړو جنرالانو خبرې ریکارډ کړې، خو دا ځل یې دا خبرې د ده په ځای د ملي امنیت سلاکار برچش مشرا او لومړي وزیر اتل بیهاري واجپای سره شریکې کړې.

خو دوه ورځې وروسته چې نوموړي د سمندري ځواک مراسمو لپاره ممبیي ته ځي، نو ستنېدو کې ترې لومړی وزیر تازه "مخنیوي" پرمختیاوې وپوښتلې:

"برجیش مشرا فکر وکړ چې زه خبر نه یم، نو ستنېدو کې یې دا تېروتنه سمه کړه او ماته یې متن را کړ".

د جګړې پر مهال د هند څارګره اداره هر چا سره مالومات نه شریکوي، بلکې څو لوړپوړو چارواکو پورې یې محدودوي چې برلاسي شي.

خبرو کې څه دي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption برجیش مشرا

جنرال عزیز: دا پاکستان ده، له ۸۳۳۱۵ نمبر کمرې سره اړیکه کوم.

مشرف: هیلو، عزیز

عزیز: ځمکني حالات ښه دي، څه بدلون نشته، د دوی یوه چورلکه مو غورځولې، تا نن خبرونه اورېدلي، میا صیب له بهارتي سیال سره خبرې کړې دي.

ورته ویلي یې دي د هوايي ځواک له کارولو مخکې لږ صبر وکړئ، موږ تاوتریخوالی کمول غواړو، د بهرنیو چارو وزیر سرتاج عزیز ډېلي ته در لېږو.

مشرف: سمه ده، دا چورلکه زموږ سیمه کې غورځېدلې؟

عزیز: نه د دوی سیمه کې ده، موږ یې د غورځولو دعوه نه ده کړې، مجاهدینو یې د غورځولو دعوه کړې ده.

مشرف: ښه یې کړي دي.

عزیز: خو صحنه یې د لیدو وه، زموږ لیدو سره د هغوی چورلکه وغورځېده.

مشرف: ډېر ښه. خو اوس زموږ له پولې سره له ستونزو سره مخ دي؟ وېرېدلي که نه؟ پام ورته وکړئ، اوس زموږ له پولې لرې الوت کوي؟

عزیز: هو، ډېر فشار پرې دی، الوتونه یې کم شوي دي.

مشرف: ډېر ښه، ډېر ښه.

نواز شرف ته د خبرو اورول

د انځور حقوق PAK ARMY
Image caption د پاکستاني پوځ پخوانی جنرال عزیز

د جون پر څلورمه هند پرېکړه وکړه چې دا غږ او متن د پاکستان لومړي وزیر ته واستوي. که د مشرف خبرې اورېدل دوی ته لوی بری و، خو تر نواز شریف رسول یې اسان نه و.

پوښتنه دا وه چې تر اسلام اباد یې څوک ورسوي.

له نومپرته یوه کس وویل، مشهور خبریال ار کې مشرا د دې سفر لپاره غوره شو، چې اسټرالیا کې و، هند ته وبلل شو او مسوولیت ور وسپارل شو.

د انځور حقوق orf
Image caption پخوانی ډيپلوماټ کاټجو

د دې لپاره چې اسلام اباد هوايي ډګر کې تلاشي نه شي، د ډيپلوماټ په حیث ولېږل شو او د هند د بهرنیو چارو وزارت یو مرستیال وویک کاټجو هم ور سره و.

ار کې مشرا د سهار ۸:۳۰ د ناشتې پر مهال له نواز شریف سره ولیدل او هغه ته یې ټیپ او متن وسپارل، خو نواز دا هم ورته وویل، چې له اورولو وروسته یې دوی ته بیا نه ور کوي.

* د پاکستان او هند پوځي وړتیا پرتلل

* د جګړې تر ټولو هسک ډګر هېر شوي قربانیان

* سیاچن؛ هندی پوځ د خوړو او اغوستوکو له کمښت سره مخ دی

ماښام مشرا او کاټجو ډېلي ته ستانه شول، خو سفر یې پټ پاتې شو، دواړو له دې کار کولو انکار هم وکړ.

خو یوازې له کلکتې خپرېدونکي اخبار ټيلي ګراف د ۱۹۹۹ کال جون پر څلورمه د پرني شرما رپوټ کې د دې خبر ور کړی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کارګل کې هندی پوځي

نواز شرف هم د ۱۹۹۹ کال د جون پر ۱۱ هند ته د بهرنیو چارو وزیر سرتاج عزیز له سفر مخکې یوه خبري کانفرنس کې د دې ریکارډ یادونه وکړه، د دې ټېپ سلګونه کاپۍ هم ډېلي کې سفارتونو ته ولېږل شوې.

د پاکستان په باور د امریکا یا اسراییل څارګرو ادارو له هند سره په غږ ریکارډولو کې مرسته کړې، دوی دا هم وايي، چې د اسلام اباد له لوري غږ ډېر روښان دی.

د کارګل په هکله د یوه وتلي کتاب(له کارګل تر تخت پرځولو پورې) پاکستانی لیکوال نسیم زهره لیکي، د مشرف له خوا په ټلېفون دا ډول حساسې خبرې دا ثابتوي چې څومره بې پروا دی، بل خلکو ته دا هم ثابتوي چې د کارګل عملیاتو کې د پاکستان لوړپوړي چارواکي څومره ښکېل و.

خو مشرف خپل کتاب ( د کړنګ په غاړه ) کې په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو کله چې ولسمشر و، له هندي خبریال سره مرکه کې یې دا ټېپ ریکارډ تایید کړی دی.

د سرتاج عزیز سوړ هرکلی

د انځور حقوق orf
Image caption وتلی خبریال ار کې مشرا تر نواز شریف د ټېپ رسولو ته وګومارل شو.

نواز شریف ته د ټېپ له اورولو اونۍ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سرتاج عزیز هند ته لاړ، هوايي ډګر ګې د پاکستان د لویې کمشنرۍ مطبوعاتي سلاکار په پریشانه حالت کې د هغه راتګ ته منتظر وو.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جسونت سینګ د سرتاج عزیز سوړ هرکلی وکړ.

د هغه لاس کې لږ تر لږه شپږ هندۍ ورځپاڼې وې چې د مشرف او عزیز خبرې پکې وې.

دې ټېپ نړۍ په تېره هندیانو ته وښوده چې د کارګل کشاله کې نواز شریف ښکېل نه و او پوځ ترې لرې ساتلی و.

پر خپرولو نیوکه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان او هند د وخت لومړي وزیران واجپای او شرف

د هند ځینې څارګرو کړیو د ټېپ ریکارډ پر خپرولو نیوکه وکړه. د را یوه مهم چارواکي تورنجنرال وي کې سینګ په دې تړاو کتاب ولیکه.

هغه بي بي سي ته وویل، دا پته نشته چې هند دې ریکارډ څرګندولو سره امریکا او متحده ایالتونو ته څومره بد ټکي په نښه کړل، خو دا پاکستان ته مالومه شوه چې د اسلام اباد او بېجینګ ترمنځ سټلایټ لنک یې رسوا شوی دی.

دی وايي، ځکه سملاسي پاکستان دا لېنک بند کړ، خو که جاري وی، نو دوی به له دې وروسته هم څومره ډېر مهم مالومات ترلاسه کړي و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند د بهرنیو چارو وزیر جسوت سینګ د سرتاج عزیز سوړ هرکلی وکړ.

نوموړی دویمه نړیواله جګړه کې د برتانیا له خوا د جرمني د یوه کوډ د موندلو یادونه کوي چې د جګړې تر اخره یې پټ وساته، خو جرمني دا کوډ تر پایه کاروه او له امله یې برتانیا ته مهم مالومات په لاس ور تلل.

د دې کوډ له لارې یوه ورځ برتانیا وپوهېده چې سبا یې جرمن پوځ یو ښار بمباروي، پوځ غوښتل خلک ترې وباسي، خو د هغه وخت لومړي وزیر چرچل وویل، که داسې وکړي، نو جرمني پوهېږي، بیا کوډ بدلوي.

اروايي بری

د انځور حقوق Getty Images

خو د ( را ) یو بل پخوانی مشر بي رمن وايي، د دې ټېپ ریکارډ خپرولو سره هند اروايي جنګ کې ډېر بری ترلاسه کړ:

"زموږ د پوځ دا ادعا یې پیاوړې کړه چې کشمیر کې د بېلتونپالو په ځای پاکستانی پوځ جنګېږي".

د دوی په خبره، دې سره امریکا هم پوه شوه چې کشمیر کې پاکستان د کنټرول کرښې خلاف ورزي کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د را پخوانی چارواکي بي رمن