کندوز کې ۷ کارګر وژل شوي او ۶ نور تپیان دي
د افغانستان شمال ختیځ ته په کندوز کې چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ماین چاودنې له امله ۷ کارګر وژل شوي او ۶ ټپیان دي.
د کندوز د پولیسو ویاند هجرت الله اکبري بي بي سي ته وویل، دا پېښه تېر ماښام د کارګرو د ستنېدو پر مهال شوې ده.
هغه زیاتوي، کارګر په زرنج کې سپاره وه چې د خان اباد ولسوالۍ په جنګل باشي کلي کې پرې ماین وچاودېد.
د نوموړي په خبره، پېښه د طالبانو واک کې سیمه کې شوې ده.
اکبري وايي، دا کارګر د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د ارغند کلي اوسېدونکي و.
چارواکي وايي، مړي وارثانو ته سپارل شوي او ټپیان هم روغتون ته لېږدول شوي دي.
ښاغلی اکبری د دوو ټپیانو وضعیت نازک بولي.
نږدې دوه اونۍ مخکې افغانستان کې د ملګري، ملتونو سیاسي دفتر وویل، چې تېر اپرېل کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو په لاس د ولسي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال تر ورته مودې ډېره شوې ده.
د یوناما رپوټ کې زیاته شوې، طالبان اپرېل کې د ۲۰۸ ولسي وګړو د وژلو مسوول دي چې د ۲۰۱۹ کال تر ورته مودې ۲۵ سلنه ډېروالی ښيي.
د دې رپوټ له مخې، افغان امنیتي ځواکونه هم تېر اپرېل کې د ۱۷۲ ولسي وګړو د مرګ مسوول دي چې د تېر کال پرتله ۳۷ سلنه ډېر والی ښيي.