BBC
 شاته

په جاسوسۍ تورن ایرانی ساینس پوه له امریکا وشړل شو

د انځور حقوق Social media
Image caption ۵۹ کلن ساینسپوه سایرس اصغري د شریف تکنالوژي پوهنتون پروفیسر و ( ارشیف تصویر)

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي، هغه ایرانی ساینس پوه چې د امریکا په توقیف کې و، له هغه هېواده وتلی او ایران ته پر لاره دی.

د تهران یوه پوهنتون ساینس پوه سایرس اصغري په ۲۰۱۶ کال کې د یوه امریکايي پوهنتون د څېړنیزو موادو سودا کولو پر هڅه تورن شوی و، خو په تېر نومبر کې نوموړی یوې فدرالي محکمې برائت ورکړ.

تېره میاشت ویل شوي و، چې له کورونا وېروسه له رغېدن وروسته به ښاغلی اصغري خپل هېواد ته وشړل شي.

امریکا او ایران دواړو رد کړې چې ګواکې نوموړی د بندیانو تبادلې په توګه لېږل کېږي.

د سې شنبې پر ورځ په یوه انسټاګرام پیغام کې ښاغلي ظریف خوښي څرګنده کړه او هېواد ته د هغه ستنېدل یې یو ښه زیری وباله، خو پر امریکا یې نیوکه کړې چې د ده په وینا یو شمېر نور ایراني ساینسپوهان یې 'یرغمل ' کړي دي.

د شریف پوهنتون پر دغه ۵۹ کلن پروفیسر امریکايي څارنوالانو تور پورې کړی و، چې د امریکايي سمندري پوځ لپاره یې د امریکا هوايي ایالت کاس ویسټرن ریزرو پوهنتون له یوې څېړنې د غلا هڅه کړې.

ایران او امریکا دوه زندانیان خپلو کې سره تبادله کړل

ایا کورونا وېروس به د ایران او امریکا اړیکې ښې کړي؟

ښاغلي اصغر له دې تورونو انکار کاوه او بالاخر یوه قاضي قضیه خارج کړه.

ځینې داسې ګومان کوي، چې ایران ته د نوموړي ستنېدل د دواړو هېوادونو تر منځ د زندانیانو تبادلې برخه ده. دا مهال لږ تر لږه شپږ امریکایان په ایران کې یا زنداني دي او یا د ضمانت بدل کې له زندانه بهر دي.

دې کې د امریکايي سمندري پوځ رضاکار میکایل وهایټ هم شامل دی، چې په مارچ میاشت کې د روغتیايي حالت په خاطر په موقت ډول له زندانه خوشی شو او اوس یې د تهران په سویس سفارت کې پالنه او درملنه کېږي.

د ښاغلي ظریف د انسټاګرام پیغام په ځواب کې د امریکا کورني امنیت سرپرست مرستیال سکرتر کین کوشینلي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ښاغلي اصغري ستنېدل د ښاغلي وهایټ له قضیې سره 'هیڅ تړاو نه لري. '

نوموړی زیاتوي دوی له پروسږ کال راهیسې هڅه کوله ښاغلی اصغري خپل هېواد ته واستوي، خو په وینا یې د ایراني حکومت له لوري دغه چاره ځنډیدله.

نوموړي دغه راز د لسو نورو ایرانیانو یادونه کړې، چې په وینا یې 'په امریکا کې غیر قانوني ایرانیان دي ' او پر ښاغلي ظریف تور پورې کوي، چې که خنډونه یې نه راپورته کولای، هغوی به هم خپل هېواد ته استول شوي وو.

د انځور حقوق US EMBASSY BERN
Image caption تېر دسمبر کې یو چینايي الاصله امریکایی څېړونکي چې په ایران کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی و، د هغه ایراني ساینسپوه بدل کې خوشی شوی چې امریکایانو نیولی و.

بل لور ته د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي هم د بندیانو تبادلې لړ کې د ښاغلي اصغري خوشي کېدل 'بې بنسټه خبر ' بللی.

په دسمبر کې ایران او امریکا متحدو ایالتونو په بې ساري توګه د بندیانو تبادلې لپاره د همکارۍ یو سند لاسلیک کړ او پایله کې یې چینايي الاصله امریکایی څېړونکی شېیو وانګ او ایرانی ساینس پوه مسعود سلیمانی خوشي شول.

۲۰۱۸ کال کې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د ایران اتومي پروګرام هوکړې له لغو کېدو وروسته د امریکا او ایران تر منځ اړیکي زیات ترینګلي شول.

د سږکال لومړیو کې بیا امریکايي ډرون الوتکو د ایران مهم جنرال قاسم سلیماني په عراق کې وواژه.