BBC
 شاته

طالبان: ملا هبت الله اخوند ژوندی دی

افغان طالبان وايي، د دوی د مشر ملا هبت الله په ګډون نور لوړپوړي مشران جوړ دي او پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ نه دي اخته شوي .

طالبانو دا خبرې د امریکایۍ رسنۍ د هغه رپوټ په غبرګون کې کړې چې ویلي یې دي د طالبانو د مشر په ګډون طالب مشران پر کورونا وېروس اخته شوي او ښايي مشر یې ترې مړ شوی وي.

فارن پالیسي د دوشنبې ورځې رپوټ کې لیکلي: " د افغان طالبانو مشر په کورونا اخته شوی او ممکن د درملنې پر مهال مړ شوی وي".

دا رسنۍ د مولوي محمد علي جان احمد په نوم د یو کس له خولې چې د طالبانو یو مهم پوځي چارواکی یې بولي زیاتوي: "زموږ مشر ناروغ دی، خو بېرته ښه کېږي".

خو دې رسنۍ ته کوټه کې درې طالب چارواکو چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي ویلي، دوی فکر کوي چې ملا هبت الله له دې ناروغۍ مړ شوی دی.

یوه بل طالب چارواکي هم له نومپرته ویلي، چې له درې میاشتو را هسې نه د دې ډلې مشر لیدل شوی او نه یې هم په غږ کوم پیغام خپور شوی دی او د اختر په ګډون یې د روژې اړوند لیکلي پیغامونه خپاره شوي دي.

* د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله ورور د کوټې چاودنه کې ووژل شو

* ورځپاڼې: کچلاغ چاودنه هغه جومات کې شوې چې پخوا یې ملا هبت الله امام و

افغان حکومت کې هم یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې د قطر دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ډېرو غړو په ګډون د دې ډلې ډېر مشران په کورونا اخته دي:

"دوحه کې د طالبانو نږدې ټول مشران دا ناروغي لري".

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا رپوټونه ردوي او رسنیو ته استولي پیغام کې یې دا رپوټونه "پروپاګند"بللي او په کلکه یې رد کړي دي. ده ټېنګار کړی چې "د طالبانو مشران روغ دي او هیڅ ستونزه نه ده ور پېشه شوې. "

فارن پالیسي د ځینو افغان او لوېدیځ چارواکو په حواله لیکي چې دوی شک کوي چې څه مهال مخکې ملا هیبت الله په کورونا اخته شوی دی

د لندن په رویال یونایټېډ سروېس انستیتوت کې د طالبانو د چارو کارپوه انټونیو ګیسټوزي دې ورځپاڼې ته ویلي چې طالب سرچینو د ملا هبت الله ناروغي منلې ده، چې سخت ناروغ دی او پاکستان کې بستر دی، ځینو طالبانو ویلي روسیې ته د درملنې لپاره لېږدول شوی دی.

طالب چارواکی مولوي محمد علي جان احمد هم چې پوښتل شوی، ملا هبت الله پاکستان کې درملل کېږي؟، نو ده ویلي، چې د پاکستان ترڅنګ نور ځایونه هم شته: "زه به د هېواد نوم وا نه خلم، خو ډېر ځواکمن دی او زموږ ملګری دی".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو د مۍ په ۲۹ هم د فارن پالیسي رپوټ ته غبرګون کې وویل، چې مشر یې ژوندی دی.

له دې مخکې هم فارن پالیسي د مۍ پر ۲۹ ویلي و چې د حقاني شبکې د بنسـټګر او د طالبانو د مرستیال مشر سراج الدین حقاني په ګډون لوړپوړي طالب مشران په کورونا اخته شوي دي.

د فارن پالیسي په دې رپوټ کې د مولوي محمد علي جان احمد او نورو طالب چارواکو په حواله ادعا شوې چې له عملي چارو د دې دواړو مشرانو لرې کېدو سره اوس د طالبانو د ډلې مشري د پخواني طالب مشر ملا عمر زوی ملا یعقوب کوي او ټولې ادارې، عملیاتي او پوځي چارې همدی پر مخ بیايي.

د یادونې ده چې د طالبانو د پخواني مشر او بنسټګر ملا عمر مړینه تر دوو کلونو ډېر ځنډ سره په ۲۰۱۵ کال کې ډاګیزه شوه.

د پاکستان په بلوچستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو د دویم مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د ملا هبت الله د دغې ډلې مشر او ملا یعقوب یې مرستیال ټاکل شوی.