BBC
 شاته

صالح: افغانستان کې د کورونا بحران خپل اوج ته نه دی رسېدلی؛ وضعیت لا خرابېدلی شي

صالح د انځور حقوق ARG
Image caption امرالله صالح وایي، افغانستان کې د کورونا وېروس بحران لا خپل اوج ته نه دی رسېدلی

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په افغانستان کې دننه او بهر علمي وړاندوینې ښیي چې افغانستان به په راتلوونکو دوه میاشتو کې د کورونا ویروس د کړکیچ لوړې څوکې ته ورسیږي.

لومړي مرستیال امرالله صالح له خلکو وغوښتل چې د روغتیا وزارت سپارښتنې جدې وګڼي، که نه ناورین به لري نه وي. ښاغلی صالح وايي اټکل شوی چې ښايي د لمریز کال تر پایته رسیدو مخکې په هیواد کې وضعیت عادي شي.

نوموړي‌ نن سې شنبه د ارګ پر فېسبوکپاڼه خپل لنډ ویډیویي پیغام کې ویلي:

"له بده مرغه رسمي او نارسمي شمیرې ښيي چې اوسمهال زموږ هیواد دریمې دورې یعني د بحران لوړې کچې ته نږدې شوی. د دې وایروس خپریدا ډیریږي. د هیواد دننه او بهر علمي وړاندوینو له مخې افغانستان به په راتلونکو دوو میاشتو کې د کړکیچ لوړې څوکې ته ورسیږي. مګر دا چې تاسې علمې او طبي سپارښتني جدي وګڼ ".

ښاغلي صالح د خپل پیغام په پای کې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې، د ده په ټکو، د خلکو د وژلو له جنایت نه دې لاس پر سر شي او بشردوستانه اوربند ته دې غاړه کېږدي.

افغانستان کې د کورونا وېروس وروستی وضعیت:

د انځور حقوق Ministry of Public Health
Image caption تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې د کورونا وېروس له ۷۵۰ ډېرې نوې مثبتې پېښې رامخې ته شوې دي

په ورته وخت کې د روغتیا وزارت وایي له پرون راهیسي په ۱۳۲۲ شکمنو نمونو معاینات شوي‌ چې له اووه نیم سوو ډیري پیښې مثبتې ختلې دي.

کابل د ۲۶۶ او بلخ د ۲۱۲ پیښو له ثبتیدو سره په نوملړ کې لومړی او دویم ځای لري.

له دې سره په ټول هیواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمیر له شپاړس نیم زرو واوښت.له پرون راهیسې بیا پنځه تنه له دې ناروغۍ مړه او ۲۲ نور ترې رغیدلي.

په افغانستان کې د دې وبا له ډیردو سره د روغتیایي او حکومتی چارواکو اندیښنې زیاتي شوې. روغتیا وزارت بیا بیا خبرداری ور کړی چې هیواد ناورین ته نیږدې کېږي. خو داسې ښکاري خلک ډیر پرې سر نه ګرځوي.

خو داسې باور او اندیښنې هم شته چې له دې ناروغۍ د مړه شویو شمیر تر هغه ډیر دی چې د روغتیا وزارت یې وايي.

ایا حکومت د کورونا وېروس په اړه حقیقت وایي؟

د انځور حقوق Ministry of Public Health
Image caption ځینې کسان اندېښنه لري چې په افغانستان کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې او مړینې تر هغه ډېرې دي چې حکومت یې اعلانوي

د خواله رسنیو یو شمیر کاروونکي وايي ځیني کورنۍ دا ناروغۍ ننګ ګڼي او په اړه یې له خبرو شرمیږي ځکه له دې رنځ د مړه شویو شمیر کره نه ثبتیږي.

ټولنیز فعال میرویس اریا وایي: " که د کورنۍ یو غړی د کرونا ویروس لامله مري دا کومه بده خبره نه ده . د کرونا ویروس له خپریدا وروسته په خواله رسنیو کې د فاتحې او مړینو خبرونه ډیر شوي ښايي ډیر یې د دې ناروغۍ لامله مړه شوي وي خو څوک څه نه وايي "

د ژغورنې نړیواله کميټه هم په یوه اعلامه کې په افغانستان کې د دې ویروس د چټکې خپریدا په اړه اندیښنه ښيي او وايي ښايي دا په دې هیواد کې د انسانی ناروین لامل شي.

سره له دې چې په افغانستان کې د کورونا ویروس پیښې ورځ تر بلې ډیریږي خو په ښارونو کې تګ راتګ عادي حالت ته ګرځېدلي او محدودیتونه تر ډېره له پامه غورځېدلي.