شاته

غني او پمپيو د افغان سولې بهیر پر راتلونکو ګامونو خبرې کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون دوشنبه جون لومړۍ(غبرګولې۱۲) د افغان سولې بهیر پر اراتلونکو ګامونو، بندیانو ازادولو، اوربند او بین الافغاني مذاکراتو د ځای او تر سره کېدو د نېټې په اړه د ویډیويي کنفرانس خبرې کړي دي.

ارګ وايي ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته، دايمي سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د افغانستان د لار نقشه تشريح کړه او ویې غوښتل چې د دواړو لورو کاري ټېمونه د دغه نقشې د عملي کېدو په خاطر د لازیاتو اسانتیاو رامنځته کېدو په هدف کار وکړي.

د دغه نقشې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو له قوله ویل شوي چې د دواړو هيوادونو د ستراتېژيکو او اوږدمهاله اړيکو د تداوم په چوکاټ کې د امريکا متحدو ايالتونو اساسي هدف يو متحد، خپلواک، ډيموکراتيک او باثباته افغانستان دی چې په وینا یې یاد هدف ته د رسېدو لپاره به د افغانستان حکومت سره په ګډه کار وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې د لسمشر غني او مایک پمپیو په ویډیويي کنفرانس کې حضور لاره، څو ساعتونه وروسته د یو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل چې د سولې بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو لپاره د طالب بندیانو ازادول باید تکمیل شي.

د دوحې د تړون په اساس د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره افغان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان او د طالبانو ډله د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۱۰۰۰ تنه منسوبین له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي.

ښاغلي خلیلزاد خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت تر دا امهاله له ۲۴۰۰ څخه تر ۲۵۰۰پوري طالب بندیان ازاد کړي او طالبانو هم د افغان حکومت ۴۰۰ بندیان ازاد کړي دي.

پر همدې مهال افغان حکومت هم ویلي چې د طالبانو لخوا ټول ازاد شوي حکومتي سرتیري نه بلکې ملکي وګړي هم پکې شامل دي.

بلخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې افغان حکومت تر دامهاله د دغه ډلې ۲۲۸۴ بندیان ازاد کړي دي.

په دغه ویډیويي کنفرانس کې د ولسمشر غني دوو مرستیالانو، د ملي مصالې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان او په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر هم ګډون کړی و.