شاته

امریکا کې مظاهره کوونکو ته د ډونالد ټرمپ خبرداری

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا په ۲۰ ایالتونو کې وروستیو له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو ته په خبرداري سره ویلي چې د دغه «داخلي تروریستي عمل» د مخنیوي لپاره به د فدارل د «ټولو پوځي او غیر پوځي منابعو» څخه کار واخلي.

دغه مظاهرې وروسته تر هغه پيل شوې چې د جورج فلوید په نوم یو تورپوستی امریکايي د منیسوتا ایالت د مینیا ښار د پولیسو د نیولو پرمهال ووژل شو.

د جورج تر مرګ څو ساعتونه مخکې، یو سپین پوستي امریکايي پولیس د جعلې پیسو کارولو په تور، د څو پرلپسې دقیقو لپاره خپل زنګون د هغه پر غاړه ایښی و او جورج نارې وهلې چې ساه نشي اخیستی، ویل کیږي چې جورج فلوید د ساه نه رسېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ماښام د جون لومړۍ(غبرګولې۱۲) د جورج فلوید مړینه «بې رحمانه» وبلل او ژمنه یې وکړه چې عدالت به تامین شي او د جورج وینه به بېځایه ولاړه نشي.

د جورج فلوید تر مرګ وروسته په مینیا ښار کې مظاهرې پيل شوي چې وروسته په چټکۍ سره د امریکا متحده ایالاتو ټولو سیمو ته پراخې شوې، قهرېدلو مظاهره کوونکو موټرونو او مغازو ته اورونه اچولي او ځینو یې لویې لویې پلورنځۍ هم لوټ کړي دي.

ښاغلي ټرمپ دغو پېښو ته په اشاره وویل:"دغه سوله ییز اعتراض نه بلکې داخلي تروریستي اقدمات دي... د دغو حرکتونو، چپاولګریو، د ورانیو د مخنیوي او اور پراخېدو بندولو او د قانون غوښتونکو امریکايي وګړو د ستانې لپاره د فدرال دولت له ټولو موجودو منابعو، په شمول د پوځي او غیر پوځي منابعو، څخه کار اخلو.ستاسو د حقوقو له جملې د اساسي قانون د دوهمې ضمیمې (تعدیل) پر اساس یې بسیج کوم."

د واشنګټن په ګډون په څو ایالاتونو کې پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی،خو ولسمشر ټرمپ وویل چې څو ایالاتونه د خلکو د خوندیتوب لپاره د لازمو اقداماتو په نیولو کې پاتې راغلي دي.

ښاغلي ټرمپ د امریکا له ایالاتونو څخه وغوښتل چې د تاوتریخوالي او بلوا د مخنیوي لپاره ملي ګارد ځای پر ځای وکړي هغه زیاته کړه:"که چیري یو ښار یا یو ایالت د خلکو د ځان او مال د خوندي ساتلو په هدف لازم اقدامات ونیسي، هغه مهال به زه د امریکا پوځي سرتیري وګمارم او ستونزه به ډير ژر ورته هواره کړم."

ولسمشر ټرمپ وویل:"غواړم د دغه تروریستي اقداماتو تر سره کوونکو ته خبرداری ورکړم چې تاسو به له ډیرو سختو مجازاتو او اوږدمهاله بندونو سره مخ شی."

ښاغلي ټرمپ تر دغو څرګندونو وروسته سپینې ماڼۍ ته نژدې له یوې تاریخي کلیسا څخه لیدنه وکړه چې تیره شپه قهرجنو مظاهره کوونکو سوځولې وه.

اسوشېټډ پرس خبري اژانس ویلي چې تر دا مهاله لږ تر لږه ۵۶۰۰ اعتراض کوونکي د امریکا متحده ایالاتو په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي دي.