شاته

سپریم کورټ د ډېنیل پرل د قتل په مقدمه کې د سند هايي کورټ د فېصلې ځنډولو خواست رد کړی

د پاکستان سپریم کورټ د سند حکومت دا خواست رد کړی چې د امریکايي خبریال ډېنیل پرل د قتل په مقدمه کې سزا شوي مرکزي مجرم عمر سعید شېخ د مرګ سزا د کموولو او د دریو نورو کسانو د بري کوولو د هايي کورټ فیصله دې وځنډول شي.

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د رپورټ ترمخه سپریم کورټ د ګل، دوشنبې، په ورځ د سند حکومت حکومت خواست رد کړو او جج جسټس منظور ملک وویل د هايي کورټ د فیصلې ځنډولو دپاره د حکومت په خواست کې د غېر متعلقه مادو حوالې ورکړی شوي دي.

د سندهايي کورټ د اپرېل په دویمه نېټه خپله فیصله کې د عمرسعید شېخ د مرګ سزا ختمه او په اووه کاله قید کې بدله کړه او په مقدمه کې درې نور هغه کسان چې د عمر قېد سزا ګانې ورته اورول شوي وې بري يې کړل
د سندهايي کورټ د اپرېل په دویمه نېټه خپله فیصله کې د عمرسعید شېخ د مرګ سزا ختمه او په اووه کاله قید کې بدله کړه او په مقدمه کې درې نور هغه کسان چې د عمر قېد سزا ګانې ورته اورول شوي وې بري يې کړل

د ورځپاڼې د رپورټ ترمخه د سندهايي کورټ د اپرېل په دویمه نېټه خپله فیصله کې د عمرسعید شېخ د مرګ سزا ختمه او په اووه کاله قید کې بدله کړه او په مقدمه کې درې نور هغه کسان چې د عمر قېد سزا ګانې ورته اورول شوي وې بري يې کړل.

د هايي کورټ د فیصلې نه قریباً ۲۰ کاله وړاندې دغه کسان د ډېینیل پرل په تښتول کېدو او وژل کېدو کې نیول شوي او بیا سزا شوي وو. دجسټس ملک وویل د سند حکومت باید د کېس په اړه مکمل معلومات عدالت ته وړاندې کړي.

سپریم کورت د سند حکومت وکیل فاروق اېچ ناېک ته امر وکړو چې عدالت ته تفصیلي معلومات ورکړي او د مقدمې اورونه یې د نامعلومه مودې پورې وځنډوله.

د امریکايي ورځپاڼې خبریال ډېنیل پرل په کال ۲۰۰۲ کې په کراچۍ کې په داسې مهال وتښتول شو چې د ترهګرۍ په اړه یې په خپل رپورټ کار کوولو.

د ډېنیل پرل مور او پلار هم د پاکستان سپریم کورټ ته د سند هايي کورټ د فیصلې خواست کړی او د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ترمخه دوی په خپل خواست کې ویلي د هايي کورټ فیصله د انصاف ناکامي ده. د رپورټ ترمخه، دوی دا هم ویلي چې دا کېس د پاکستان ریاست، عدالتي نظام او د ومطبوعاتو ازادۍ سره تعلق لري.

په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکوونکي ادارې فریډم نېت ورک مشر اقبال خټک د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل که چېرې د ډېنیل پرل په وژنه کې ککړ کسان د سزا نه بچ شول نو دا به د پاکستان په تاریخ کې "توره ورځ" ګڼل کیږي او هغه خلک به نور هم مضبوظ او طاقتور شي چې خبریالان ویري او وژني يې.