شاته

په شمالی وزیرستان کې ټرانسپوټران د افغانستان او پاکستان تر منځه د غلام خان د لارې د پرانستلو غوښتنه کوي

په شمالی وزیرستان کې ټرانسپوټران د افغانستان او پاکستان تر مینځه د غلام خان د لارې پرانستلو غوښته کوي.

ټرانسپوټران وايي د لارې تړل کیدلو له عمله د پلې پورې غاړې افغانستان کې په سلګونو شمیره کې ګاډي او ورسره ډرایوران او کنډیکټران د تیرو دوه نیمو میاشتو راهسې ښکیل دي.

د پاکستان حکومت د مارچ میاشتې د ۱۶ مې نه د افغانستان سره خپله پله تړلې وه چې سبب یې د کرونا وایرس مخ نیوی ښودلی وو.

دغه شان د چمن او طورخم لارې هم تړل شوې وې چې بیا پرانستلې شوې خو د کرمې خیرلاچي او د شمالی وزیرستان غلام خان او د جنوبی وزیرستان انګور اډې لارې لا وس هم تړلې دي.

تیره ورځ د سیمې تاجرانو ددې دې لارې د پرانستلو غوښتنه وکړه. تاجران واي د لارو د بندیز له عمله یې کاروبار په ټپه اودریدلې دی.

نن د شمالی وزیرستان ټرانسپوټرانو تور بیرغونه په لاسونو کې نیولي په میرانشاه سیمه کې د غلام خان بندر پرانستو لپاره احتجاجی مظاهره وکړه.

د شمالی وزیرستان ټرانسپورټ اتحادیې مشر نورعلي خان وویل چې د پاکستان حکومت د سوداګرۍ فعالیتونو لپاره د تورخم او چمن پولې د افغانستان سره پرانستې دي ، خو د غلام خان سرحدي دروازه لا هم تړل شوې چې د وزیرستان د سوداګرو او ټرانسپورانو سره ظلم دی.

هغه د غلام خان پوله د سوداګرۍ لپاره د خلاصیدو غوښتنې سره سره دا ګواښ هم وکړو که چیرې د دوي غوښتنې ونه منل شي نو په ټول هیواد کې به لاریونونه پیل کړي.

یو بل تاجر جاوید الله وویل چې ټرانسپورټران ډیر پر امنه خلک دي او دوي تل د دولت سره همکاري کوي او په راتلونکې کې هم دغه شان کول غواړي. هغه وویل د غلام خان بندر له لارې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګريز فعالیتونه د پولې له تړل کیدو وروسته وځنډول شول او د پولې دواړو خواو خلک کړاوونه لري.

یو بل احتجاج کونکي زر خان وویل د پلې تړل کیدو له عمله د دويی نزړې سل د سامان وړونکي ګاډي او د ګاډو سره ډریاوران او کنډیکټران د پلې پورې غاړې افغانستان کې ښکیل دي.

هغه وویل ښکیلو مامورینو اختر او روژه هم په مسافرۍ کې تیر کړل.

یو بل مشر حاجی زر خان غوښتنه وکړه دغه کسان او ګاډي دې زر تر زره د افغانستان سخه راوښکل شي.

د رپورټونو ترمخه د احتحاج کونکو سره کومو حکومتی چارواکو نه دي لیدلي.

وي او ای ډیوه کوښښ وکړو چې په دې اړه د اړوند حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي خو شوو رابطو ته کوم چارواکي جواب نه دی ویلی.