BBC
 شاته

ایا کورونا وېروس ځنګلونه هم له منځه وړي؟

Cars on a clay road in the Amazon د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کورونا وېروس له کبله چاپېریال پاک شوی او ککړه هوا کمه شوې

د کورونا وېروس له امله د بندیز پرمهال پر سړکونو د موټرو او په هوا کې د الوتکو لږوالي چاپیریال ته ګټه رسولې. خو استوايي باراني ځنګلونو ته یې زیان څه دی؟

ښايي دا خبره درسره ومنل شي چې د بندیزونو له امله په کور پاتې کېدل چاپیریال ته ګټه رسوي.

د ښارونو د هوا ککړتیا کچه کمه شوې ده، ځنګلي ژوي استوګنو سیمو ته راغلي او د نړۍ لر او بر کې د بایسېکلونو لپاره نوې لارې پرانستل شوي دي.

خو د نړۍ د دودیزه ځنګلي سیمو کیسه بیا جلا ده. دا ځکه چې چاپیریالي بنسټونو د نړۍ په لر او بر کې د بندیزونو پرمهال د ځنګلونو په وهلو، ناقانونه ښکار، د ژویو په قاچاق او ناقانونه کان کېندنو کې د زیات والي رپوټ ورکړی.

کارپوهان وايي دا لړۍ د اندېښنې وړ ده او ښايي مخکني حالت ته ستنېدل سخت وي.

د طبیعې زیرمو د ساتنې نړیوال نادولتي بنسټ اجرایوي مرستیال مشر سبسشین ټروېنګ وايي چې د کوویډ۱۹ ناروغنۍ پرمهال طبیعت د دمې په حال کې.

"دا د ښارونو او استوګنو سیمو په اړه دقیقه خبره ده خو له بده مرغه په کلیوالو سیمو کې وضعیت تقریبا برعکس دی ".

ښاغلی ټروېنګ وايي دا به له وخته ډېر وړاندې وي چې د بندیزونو له پيله د دې ستونزې په اړه دقیق مالومات ورکړل شي، خو د دې بنسټ څانګو ته نږدې هره ورځ د نړۍ لر او بر کې د لا ډېرو ځنګلونو د وهلو رپوټ ورکول کیږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اندونیزیا کې له ډېرې مودې راهیسې ځنګلونه وهل کېږي

په برازیل او کولومبیا کې ناقانونه کان کېدنې او د ونو وهل او په فلپین له دې سربېره د وحشي ژیو قاچاق زیات شوي دي.

له کینیا د فیلانو د ښکرو او د افریقايي ژویو د غوښو ناقانونه ښکار کې زیاتوالی راغلی دغه راز د سکرو تولید چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې ناقانونه ګرځول شوی ډېر شوی دی.

کمبیودیا کې په ناقانونه توګه ښکار، د ونو وهل او کان کېندنې زیاتې شوي او له ونزویلا او ماداګسکر نه ورته رپوټونه تر لاسه شوي دي.

فرصتونه او اړتیاوې:

په اندونیزیا او مالیزیا کې د ځنګلونو وهلو په اړه اندېښنې زیاتې شوي چې په سویله ختیځه آسیا کې تر ټولو پراخه ځنګل وهنه بلل شوې. په اکوادور کې اصلي او افریقايي الأصله اوسېدونکو په چاکو او امازون باراني ځنګلونو کې د ناقانونه کان کېندنې د زیاتوالي رپوټ ورکړی.

ښاغلی ټروېنګ وايي چې د دې لړۍ د دوام دوه لوی عوامل دي.

لومړی دا چې مجرمې ډلې او فرصت طلبه کسان خپل فعالیت پراخوي، له بندیزونو ، پر ځنګلونو د څار او د حکومت د حضور له کموالي ګټه پورته کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په کلیوالو سیمو کې خلک د بې وزلۍ له کبله ځنګلونه وهي

بل عامل يې دا دی چې په دې کلیوالو سیمو کې اوسېدونکي له ډېر اقتصادي فشار سره مخامخ شوي او اړ شوي چې پر طبیعي سرچینو د خوړو او عاید تر لاسه کولو لپاره ډېره تکیه وکړي.

په ځینو سیمو کې لکه مدګسکر او کمبودیا کې له ښاري سیمو کې ګڼ شمېر خلک کلیوالو سیمو ته کډه د دندې له لاسه ورکولو له امله کډه شوي دي. دې چارې پر کلیوالي چاپيریال فشار ډېر کړی.

ښاغلی ټروېنګ وايي: " زه ځکه اندېښمن یم چې دا را دبره کېدونکې لړۍ د کوویډ-۱۹ له امله محدودیتونو له لرې کېدو سره پای ته نه رسیږي ځکه اقتصادي فکټورونه لري، زما له نظر ښايي د څو میاشتو او کلونو لپاره دا لړۍ دوام وکړي"

شخړې او د ناروغیو لاملونه:

د بارانی ځنګلونو له منځه تلل به جدي پایلې ولري. د ځايي اصلي اوسېدونکو او نورو ټولو لپاره چې هلته ژوند کوي دا بدلون د دوی د ژوند د څرنګوالي له منځه تللو په مانا دی او ښايي له مجرمو ډلو چې د خپل نفوذ ساحې پراخول غواړي د شخړې لامل شي.

څېړنو ښودلې چې د باراني ځنګلونو د ایکو سېسټم له منځه تلل د هغو نا آشنا پتوژنونو یا ناروغیو لاملونو زیاتولو ته لاره هواروي چې له ژویو انسان ته لیږدیږي.

دغه راز له اقلیمي بدلون سره زموږ د مبارزې لارې چارې سختوي دا ځکه چې استوايي ځنګلونه له اتوموسفیره د کاربون ډای اکسایډ په را اخستلو کې مهم عنصر دی.

د امازون ځنګلونو له منځه تلل:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سږ کال د امازون ځنګلونو وهل هم ډېر شوي دي او کارپوهان وایي، دا چاره به ناوړه پایلې ولري

یوه لویه اندېښنه داده چې په برازیل کې دامازون ځنګلونو وهل بې ساري توګه زیات شوي، د اصلي اوسېدونکو سیمو کې ناقانونه کان کېندنې پراخې شوې او امازون کې په میشتو کې ټولنو کې د کوویډ-۱۹ ناروغي ډېره شوې ده.

برازیل کې د کوویډ-۱۹ لومړۍ پېښه د فبرورۍ پر ۲۸ ثبت شوه، خو له هغه راهېسې د دې هېواد د اقتصادي فعالیت ډېره برخه په ټپه درېدلې او بندیزونه لګول شوي خو د ځنګلو وهل دوام لري.

د دې هېواد د فضايي څېړنو ادارې د مالوماتو له مخې په تېره اپریل میاشت کې د تېر کال د همدې میاشتې پر تله د باراني ځنګل له منځه تللو کې ۶۴ سلنه زیاتوالی راغلی.

د ۲۰۲۰ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پر تله د باراني ځنګلونو له منځه تلل ۵۵ سلنې ته لوړ شوي او ۱۲۰۲ کیلومتره مربع ساحه له ځنګله خالي شوې ده.

د برازیل د چاپیر ساتنې د ساینس څانګې مشر ان الېنکر وايي تر هغه ځایه چې د ځنګلونو له منځه وړلو پورې تړاو لري د خلکو سترګه له حکومته نه سوځي ځکه دوی فکر کوي چې حکومت روغتیايي کړکیچ کې را ګېر دی او دوی ته یې پام نه دی.

"دا یوه فرصت طلبي ده"

په مارچ کې د برازیل دوه ادارو د څار چارې لغوه کړې. دا ځکه چې دوی ویل د لګول شویو محدودیتونو له امله خپلې چارې نه شي سمبالولی او نه غواړي چې د خپلو کارکوونکو یا اصلي اوسېدونکي روغتیا له خطر سره مخامخ کړي.

خوندي شوې سېمې:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امازون ځنګولونه د ځمکې، لرګیو او د حیوناتو څړځایونو لپاره وهل کېږي

ښاغلی الېنکر وايي په روان کال کې تر اوسه د ځنګلونو له منځه تلل د عامه ملکیت د غصب له لارې شوي دي.

رسمي شمېرې ښيي چې د روان کال درې لومړیو میاشتو کې ۵۳ سلنه ځنګل وهنې په عامه ځمکو، خوندي شویو سیمو کې او د اصلي اوسېدونکو سیمو کې شوي خو دا شمېر تېرکال ۳۸ سلنه وه.

په برازیل کې د ځنګلونو له منځه وړل واک ته د خاییر بولسېنارو له رسېدو وروسته زیات شول. هغه له لوړې وروسته د اصلي اوسېدونکو د خوندي شویو سیمو په ګډون د امازون ځنګل د پراختیا لړۍ پیل کړه او دا یې له بې وزلۍ د اصلي اوسېدونکو د را وېستلو لپاره یوه اړتیا وبلله.

تېره اونۍ ښاغلي بولسېنارو پوځ ته امر وکړ چې امازون ځنګل کې ځای پر ځای شي چې د ناقانونه ځنګل وهنې او اورونو مخه ونیسي. خو د چاپیریال ساتنې فعالان وايي دا ګام ستونزه نه هواروي.

فعالان وايي د بندیزونو پرمهال د ډېر ځنګل وهنې چاره به په برازیل کې د وچ موسم له امله لا ډېرو پراخو اورونو ته لاره هواره کړي.

سوځېدونکې ورځې:

په ځنګل کې اور وچ موسم کې رامنځته کیږي او دا هغه وخت وي چې خلک د اور او ونو په وهلو سره ځنګلي ځمکې پر کرنیزو بدلوي.

په برازیل کې د ۲۰۱۹ کال ځنګلي اورونه د ۲۰۱۸ کال پر تله ۸۴ سله زیات شوي وو. د دې اورونو له امله رامنځته شوي دود شاوخوا ښاري سیمو اوسېدونکو ته د تنفسي ناروغۍ رامنځته کړې.

په څنګه لوري کولومبیا کې د روان کال په لومړیو کې په ځنګلونو کې ډېر اور لګېدلی.

له کله چې د کورونا وېروس له امله په کلومبیا کې بندیزونه رامنځته شوي د ځنګله د څار لپاره د پوځ الوتنو کې د پام وړ کموالی راغلی.

په کولومبیا کې د طبیعت نړیوال صندوق د طبیعې سرچینو همغږی کووکی میګیل پاتچیکو وايي په دې سره وسله والې ډلې څارویو، کاکاو او نورو کردوندو لپاره له لا ډېرو ځنګلونه لرې کړي.

د ټولنیزو بدلونونو چلنج؛

د انځور حقوق AFP
Image caption په کولمبیا کې جګړې هم امازون ځنګله ته ګواښ پېښ کړی

په کولومبیا کې د ټولنیزو بدلونو لړ کې بندیزونه د ځنګل وهنې د پراخېدو دویم لوی لامل بلل کیږي.

له کله چې په ۲۰۱۶ کال کې فارک یاغي ډلې او حکومت د سولې تړون لاسلیک کړی د ځنګلونو له منځه وړل یوه لویه اندېښنه ده. له تړون وروسته د فارک وسله وال په ځنګل کې له خپلو سیمو را ووتل او په دې سره سیمه نورو وسله والو او مجرمو ډلو ځنګلي سیمې په څړځایونو او څارونو ساتلو سیمو باندې بدلې کړي.

د بندیزونو له امله له شخړې وروسته پړاو کې پراختیايي چارې او په لرې پرتو سیمو کې چې اکثره یې ښوونځیو، روغتونو او نورو چوپړونو ته لاس رسی نه لري د خوندیتابه پروګرامونه په ټپه درېدلي دي.

دې چارې نور نادولتي بنسټونه هم اندېښمن کړي دي.

په کولومبیا کې د امازون خوندیتابه مشره کارولینا جېل وایي: " هر څه یو ډول تیار سي په حال کې دي ، ډاډه یم چې د مالوماتو له را برسیره کېدو وروسته به مالومه شي چې اغیز یې پر سیمو څه دی."

نوموړې وايي ان له بندیزونو وړاندې یې داسې رپوټونه تر لاسه کړي چې د امازون ملي پارک ساتونکو ته د ځايي وسله والو ډلو له خوا د مرګ ګواښ شوی وو او خبر داری یې ورکړی چې خپلې پوستې پریږدي.

پخواني وضعیت ته د ګرځېدو لار:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption قرنطین ختمېدو سره د ځنګلونو د وهلو چاره ښایي بیا پیل شي

جیل وايي د ځنګلونو له منځه وړلو او نورو ناقانونه کړنو مخنیوی دومره اسانه نه ده. دا وايي په کار ده چې حکومتونه د ځنګلونو ښه څارونه وشي، مجرمې ډلې وځپل شي او ځايي اوسېدونکو د پرمختګ او درک لپاره لا ډېر پروګرامونه جوړ شي.

په اوږد مهال کې د ځنګل ساتنې ډلې دا مني چې د نړۍ د استوايي ځنګلونو د خوندي کولو لپاره حل لار داده چې ځایي اوسیدونکي ښکیل کړل شي او ملاتړ یې وشي چې وکولی شي خپلې سیمې وساتي.

ځینې حالاتو کې د بومي یا اصلي اوسېدونکو د ژوند څرنګوالي ساتل دې لړ کې شاملیږي. په ځینو برخو کې بیا د ګرځندوی له پروژو ور هاخوا داسې اوږد مهال پرمختیايي پروګرامونو ته اړتیاوي چې د دوی لپاره د عاید سرچینه وي.

ښاغلی ټروېنګ وايي روان روغتیايي او اقتصادي کړکیچ دا وښودله چې دا وړ پروژې تل د باور وړ نه دي. دی وايي په نړۍ واله کچه پرېکړه کوونکو ته په کار دي چې راتلونکي ډاینامیکي حالت درک کړي او په سرچینو پانګونه وکړي چې اقتصادۍ فعالیت عادي حالت ته وګرځي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امازون ځنګلونو وهل هلته مېشتې بومي قبیلې هم له ګواښ سره مخ کوي

دی وايي دې برخه کې حتما فرصت شته.

" راځي دا په ډاګه کړو چې څنګه کولی شي دا منفي لړۍ بېرته مثبت لوري ته وګرځوو ځکه د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لړ کې ورته اړتیا لرو."

داسې نه ښکاري چې د بندیزونو په لرې کېدو سره دې د مخ په زیاتېدونکو ځنګل وهنې لړۍ ختمه شي، همدا اقتصادي فشارونه به وي او تر څنګه به یې د باراني ځنګلونو د کارولو چانس هم.

طبیعي خبره ده چې څومره چې په استوايي ځنګلونو کې دا ناقانونه کړنې د اوږدې مودې لپاره مخ په پراخېدو وي، په هماغه اندازه به د هغو زیانونو جبیره کول ستونزمن وي چې ایکو سېسټمونو او باراني ځنګلونو کې میشتو ټولنو ته رسېدلې وي.