شاته

په سعودي عربستان کې ۹۰۰۰۰ جوماتونه بېرته پرانېستل شوي

په سعودي عربستان کې کابو ۹۰۰۰۰ جوماتونه له دوو میاشتو بندېدو وروسته د لومړي‌ ځل لپاره د اتوار یا یکشنبې په ورځ پرانېستل شوي خو ځینې محدودیتونه لا پر ځای دي.‌

۱۵ کلن او له دې څخه وړو ماشومانو ته جوماتونو ته د ورتګ اجازه نشته او زاړه خلک هڅول شوي چې په کورونو کې پاتې شي.‌

د مکې سپېڅلی ښار لا بند دی خو له مکې څخه د باندې د بیت المقدس الاقصی جومات د اتوار یا یکشنبې په ورځ د مارچ د میاشتې راهیسې د لومړي ځل لپاره پرانېستل شوی و.

د ټولو هغه کسانو چې جومات ته ننوتل باید د تودوخې درجه یې کتل شوې واي.