شاته

امریکا کې مظاهرې؛ لسګونو ښارونو کې ګرځبندیز اعلان شوی

په امریکا کې د یو سپین پوستي‌ پولیس له لوري د یو تورپوستي د وژلو په ضد او عدالت غوښتنې لپاره مظاهرې په شپږمه شپه هم روانې وې.

زرګونو کسانو په واشنګټن ډي سي کې د سپینې ماڼۍ په مخکې او د امریکا په لسګونو نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې.

مظاهرې په هغو ښارونو کې هم وشوې چې د شپې په کې ګرځبندیز اعلان شوی دی.

د لاس انجلس، شیکاګو، میامي، ډیټرویټ او فلادیلفیا په ګډون د متحدو ایالتونو په څه باندې ۴۰ ښارونو کې د ماښام د تیارو له خپرېدو وروسته تر سهار پورې په غونډو او تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

د ټکساز او ویرجینیا والیانو اضطراري حالت اعلان کړی دی. د سن فرانیسسکو د لندن بریډ د ښار په ګډون په ځینو ښارونو کې تر نامعلومې مودې پورې اضطراري حالت اعلان شوی دی.

پولیسو د سپینې ماڼۍ مخې ته د مظاهره چیانو د خپرولو کولو لپاره اوښلن ګاز وکاروه
پولیسو د سپینې ماڼۍ مخې ته د مظاهره چیانو د خپرولو کولو لپاره اوښلن ګاز وکاروه

له دې هر څه سره-سره بیا هم زرګونو کسانو په بېلا بېلو ښارونو کې د پولیسو په توقیف کې د جورج فلویډ د وژلو د غندلو او عاملینو ته د سزا غوښتلو لپاره مظاهرې وکړې.

په ځینو برخو کې مظاهره چیانو یو شمېر موټرونو او هټیو ته هم اور اچولی دی.

په واشنګټن ډي سي کې پولیسو اوښلن ګاز او لوګي لرونکي لاسي بمونه وکارول چې سپینې ماڼۍ ته نژدې شاوخوا ۱۰۰۰ راټول شوي‌ مظاهره چیان خواره واره کړي. مظاهره چیانو شعارونه ورکول چې عدالت غواړي او متعصب پولیس نغواړي.

د سپینې ماڼۍ د ودانۍ مخې ته څراغونه چې معمولآ روښان وي، تېره شپه مړه وو. د واشنګټن ښاروال موریل باوسر د یکشنبې په شپه ګرځبندیز اعلان کړ او د ملي ګارد څخه یې غوښتي چې پولیسو سره مرسته وکړي.

د ملي ګارد ځواکونه د امریکا په یو شمېر نورو ښارونو هم ځای په ځای شوي دي‌ چې حالت کنترول کړي.

په نیویارک ښار کې د شپې ګرځبندیز نه دی اعلان شوی خو پولیسو د مظاهره چیانو د خواره واره کولو هلې ځلې وکړې.

په ځینو ښارونو کې د ملي ګارد ځواکونه ځای په ځای شوي چې حالت کنترول کړي
په ځینو ښارونو کې د ملي ګارد ځواکونه ځای په ځای شوي چې حالت کنترول کړي

دا مظاهرې د پنجشنبې په ورځ له هغه وروسته پیل شوې چې د مېنېسوټا ایالت یو سپین پوستي پولیس افسر ډیریک شاووین یو تور پوستی جورج فلویډ ونیوه، پر ځمکه یې وغورځوه او پر ستوني یې پښه کېښوده.

جورج فلویډ ډېرې چېغې ووهلې چې ساه یې بنده شوې، خو پولیس افسر یې له ستوني ‌پښه لېرې نکړه او هغه مړ شو.

جورج فلویډ تورن و چې په یوې مغازې کې یې ۲۰جعلي ډالر کارول او د مغازې کارکوونکي پولیسو ته زنګ وهلی و. پولیس وایي جورج د نیول کېدو پر مهال مقاومت کړی او له پولیسو سره یې همکاري نه ده کړې.

جورج فلویډ له دغې پېښې سملاسې وروسته روغتون ته انتقال شو چې هلته ډاکټرانو وویل چې هغه شوی دی. مظاهره کوونکي دا کار نژادي تبعیض ګڼي او د عدالت غوښتنې لپاره یې له هماغې ورځې راهېسې یې مظاهرې پیل کړي دي.

چارواکي وايي په ځینو ښارونو کې لوټ تالان هم شوی او د پولیسو ځینې مرکزونه هم سوځول شوي‌ دي. شاوخوا ۱۴۰۰۰ کسان نیول شوي هم دي.

د جورج فلویډ په قتل تورن څلور پولیس افسران له دندو شړل شوي او توقیف شوي دي.