شاته

کروناویروس؛ افغانستان د یو بل بشري ناورین د ګړنګ په غاړه

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي دي چې په افغانستان کې د کروناویروس ډېر چټک خپریږي او شاید دا هیواد «د بشري ناورین» سره مخامخ شي.

دغې کمیټې د دوشنبې په ورځ جون لومړۍ نیټې (غبرګولي ۱۲) ویلي دي چې د مۍ په میاشت کې په افغانستان کې د کروناویروس پېښې ۶۸۴ فیصده زیاتې شوي دي.

دغې کمیتې ویلي چې: "دا هیواد د کروناویروس د نمونو د ټست لږه وړتیا لري او دا پدې معنی ده چې زیات خلک د معاینې او تشخیص نه پاته کیږي."

همداشان، نړیوال سره صلیب ویلي دي چې د څو لسیزو جګړو او شخړو وروسته په میلیونونو افغانان غذایي مصونیت نه لري او اوس د کروناویروس د وبا د اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ کړي دي.

ددغه سازمان په وینا دې کار"افغانستان د بشري ناورین سرحد ته نژدې کړی دی."

د ژغورنې نړیواله کمیټه دغه څرګندونې پداسې حال کې کوي چې د نړیوال بانک او امریکا په ګډون ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانو له افغانستان سره د میلیونونو ډالرو د مرستو اعلان کړی چې د کروناویروس په ضد مبارزه وکړي.

ملګرو ملتونو له وسله والو طالبانوهم غوښتي چې اوربند وکړي او ټول پام د د غه ویروس مخنیوي او مبارزې ته واړوي.

په همدې حال کې د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۵۴۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي او اوس افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر ۱۵۷۵۰ ته رسیدلی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه جون لومړۍ (غبرګولې۱۲) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۱۶۸ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۵۴۵ یې مثبت ثابت شوي دي.

ددې وزارت په وینا په افغانستان کې د کروناویروس نه د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۱۴۲۸ تنو ته رسیږي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

د امریکا کې د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د دوشنبې تر سهاره جون لومړۍ (غبرګولې۱۲) پورې په نړۍ کې ۳۷۲۳۰۳ کسان مړه کړي او څه باندې شپږ میلیونه نور پرې اخته شوي دي.