BBC
 شاته

پټ خطر: هغه خلک چې علایم نلري، خو کورونا وېروس نورو ته لېږدوي

Two women walking wearing face masks د انځور حقوق Getty Images
Image caption له څېړنو جوته شوې چې په کورونا وېروس اخته ګڼ کسان اصلاً هڅ ناروغه نه وي او علایم نه ښیي

د کورونا وېروس وبا له پیل راهیسې ډاکټران هره ورځ د دې وبا پر نویو اړخونو خبرېږي.‌ عموماً کله چې یو کس په کورونا وېروس اخته وي‌ نو ټوخی، تبه، ځان درد او داسې نور علایم لري.‌ خو ګڼ شمېر داسې خلک هم شته چې په سیستم کې یې وېروس موجود وي، خو هېڅ ډول علایم نلري‌ او روغ رمټ ښکاري. دا کسان په اسانۍ کورونا وېروس نورو خلکو ته لېږدولی شي.

اوس څېړونکي غواړي‌ په دې پوه شي چې د دا ډول (پټو لېږدوونکو) شمېر څومره دی، او دوی د کورونا وېروس بحران کې څومره لوی لاس لري.

د دا ډول کسانو یوه ښه بېلګه هغه چینایۍ مېرمن او خاوند وو چې د چین له ووهانه سینګاپور ته تللي‌ وو.‌ دوی دواړه د تېرې جنورۍ میاشتې پر ۱۹مه نېټه د سینګاپور یوې کلیسا کې مذهبي‌ مراسمو کې ګډون وکړ.‌

مېرمن او خاوند دواړه هغه مهال روغ رمټ ښکارېدل، خو څو ورځې وروسته دواړه ناروغ شول. ورپسې ورځو کې ځینې نور کسان هم چې په هغو مراسمو کې یې ګډون کړی و، ناروغه شول.

دا په سېنګاپور کې د کورونا وېروس د بحران پیل و، او هغه مهال چارواکي لا هم نه پوهېدل چې څه روان دي.

جاسوسان په ناروغانو پسې ګرځېدل:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سینګاپور کې د کورونا وېروس بحران له پیله حکومت د ناروغانو موندلو لپاره ځانګړی پروګرام پیل کړ

د سینګاپور د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د څانګې مشر ډاکټر وېرنن لي وایي، دوی په هغو لومړیو ورځو کې ګنګس وو او نه پوهېدل چې څه روان دي.‌

دی وایي، داسې کسان چې هېڅ علایم یې نه درلودل، په سیستم کې یې کورونا وېروس موجود و او نور خلک یې هم پرې اخته کول.

ډاکټر لي، له یو شمېر نورو څېړونکو او پولیسو سره په ګډه د ناروغانو موندلو لپاره یو نوی پروګرام پیل کړ.‌

په دې پروګرام کې دوی دا مالوموله چې تائید شوي ناروغ کسان چېرې تللي وو، له چا سره یې لیدلي وو او نور کوم کسان هماغو ځایونو کې لیدل شوي وو.‌

دې سیستم ته د اړیکو مالومول یا contact tracing ویل کېږي، چې اوس د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کورونا وېروس د مخنیوي یوه غوره لار بلل کېږي.

سېنګاپور د دې سیستم په پلي کولو کې ډېر بریالی و او د بحران په کنترول کې یې ډېره مرسته هم ورسره وکړه.‌

د ډاکټر لي کاري‌ ډلې هغه ټول ۱۴۲ کسان مالوم کړل چې له چینایۍ مېرمنې او خاوند سره یې د جنورۍ پر ۱۹مه د کلیسا مذهبي مراسمو کې ګډون کړی و.

له دې ډلې مالومه شوه چې دوه کسان یې په کورونا وېروس اخته شوي دي.‌

یوه درېیمه مېرمن چې پر هماغه ورځ ناوخته کلیسا ته تللې وه او جلا مراسمو کې یې ګډون کړی و،‌ هم وروسته په کورونا وېروس اخته شوې وه.‌

د پلټونکو لپاره اوس مهمه پوښتنه دا وه چې که چېرې چینایۍ مېرمن او خاوند یې پر هغه ورځ په کورونا وېروس اخته وو نو بیا څنګه او ولې یې علایم نه درلودل، او ولې روغ رمټ ښکارېدل.‌

داسې شواهد چې هېچا یې تمه نه کوله:

Image caption که په کورونا وېروس یو اخته کس پر یوه څوکۍ کېني، له پورته کېدو وروسته یې وېروس پر هغه ځای پاتې کېدلی شي

پلټونکو د کلیسا په امنیتي کامرو کې د هغې ورځې د ټولو مراسمو ویډیو ولیده،‌ او یو مهم ټکي‌ ته یې پام شو.

په لومړیو مراسمو کې چې چینایۍ مېرمن او خاوند یې پر کومو څوکیو ناست وو،‌ وروسته په دویمو مراسمو کې یوه سینګاپورۍ ښځه پر هماغه ځای کېناسته.

دا هماغه درېیمه ښځه وه چې وروسته په کورونا وېروس اخته شوې وه.‌

پلټونکي فکر کوي‌ چې چینایۍ مېرمنې او خاوند یې ښایي له ټوخي‌ یا پرنجي‌ وروسته وېروس پر څوکۍ پریښی وي.‌

وروسته دې بلې ښځې پر څوکۍ لاس تېر کړی،‌ یا یې کوم بل څه سره لاس لګېدلی او په وېروس اخته شوې.‌

ډاکټر لي له دې پلټنو یوه مهمه پایله ترلاسه کړه، او هغه دا چې کورونا وېروس د هغو کسانو لخوا هم نوور ته لېږدول کېږي چې پخپله هېڅ علایم نه لري او ناروغه نه دي‌.

دا یوه نوې خبره وه، ځکه هغه مهال د کورونا وېروس په تړاو نړیواله عمومي سپارښتنه دا وه چې په خپل ځان او نورو کسانو کې علایمو ته پام وکړئ.‌

اوس نو پوښتنه دا وه چې که دا وېروس په هغو کسانو کې هم وي‌ چې علایم نلري نو مخنیوی به یې څنګه کېږي.‌

له نورو پلټنو مالومه شوه چې کله وېروس د انسان بدل ته لار کوي نو لومړي ۲۴ نه تر ۴۸ ساعتونو ډېر مهم دي، ځکه په دې موده کې علایم ډېر ښکاره نه وي.‌

خو د ډاکټر لي‌ د موندنو ګټه دا شوه چې په کلیسا کې که یو کس هم تائید شي چې کورونا وېروس لري،‌ نور ټول کسان چې هغې کلیسا ته تللي،‌ باید ځانونه قرنطین کړي، ان که علایم هم ونلري، ځکه کېدای شي‌ علایم ناوخته څرګند شي.

ځینې کسان وېروس لري خو تر پایه علایم نه ښیي:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څېړونکي وایي، په وېروس اخته هغه کسان چې علایم نه لري، تر ناروغو کسانو لا ډېر خطرناکه دي

دا سیناریو لا مبهمه ده او ساینس پوهان تر اوسه ورته هېڅ د قناعت وړ ځواب نلري.‌

یعنی د علایمو ناوخته راښکاره کېدل خو یو خطر دی، خو دا چې ځینې په وېروس اخته کسان تر پایه هېڅ علایم نه ښیي، موضوع نوره هم پېچلې کوي.‌

د دې یوه ښه بېلګه کابو یوه پېړۍ مخکې د ماري په نامه هغه ایرلنډۍ ښځه وه چې په نیویارک کې یې یوه پخلنځي کې کار کاوه.‌

دا ښځه به چې هر کور ته د کار لپاره ولاړه،‌ هغه کور کې به دوه یا درې کسان په محرقې اخته کېدل.‌ د وخت په تېرېدو سره ګڼ کسان له محرقې مړه شول،‌ خو ماري پخپله روغه رمټه وه.‌

بلاخره چارواکو د جنجال ریښه ومونده،‌ ماري یې د ۲۳ کلونو لپاره په کور بنده کړه او نوموړې اخر په کوربندۍ کې مړه شوه.‌

هغه کسان چې علایم نلري،‌ څومره خطرناک دي؟

په چین کې یوې څېړنې وموندله چې د هغو کسانو پرتله چې د کورونا وېروس علایم لري، د هغو شمېر ډېر دی چې هېڅ علایم نه ښکاره کوي.‌

دا د چینایي چارواکو لپاره د اندېښنې خبره وه، ځکه اوس ثابته شوې وه چې د علایمو نه درلودونکی کس هم وېروس نورو ته لېږدولی شي.‌

چارواکو سپارښتنه وکړه چې باید کورونا وېروس دا ډول (پټو خوروونکو یا لېږدوونکو) ته پام وشي، که نه نو د دې وبا کنترول به خورا ګران کار وي.

څېړنو دا هم جوته کړه چې هغه کسان چې علایم نه لري، نورو ته د وېروس لېږدولو توان یې تر هغو کم دی چې علایم نلري.‌

خو که د لېږدولو توان یې کم هم وي،‌ مهمه خبره دا ده چې نور په وېروس اخته کولی شي، ان که یو بل کس هم وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سینګاپور کې د ناروغانو د مالومولو پروګرام بریالی و او د بحران کنترول کې یې مرسته وکړه

‌اوس په بریتانیا کې ساینس پوهان غواړي د یوې ازموینې په توګه د ناروېچ ښار ټول نفوس معاینه یا ټېسټ کړي.‌

دوی غواړي د هغو کسانو شمېر مالوم کړي چې په کورونا وېروس اخته دي، خو هېڅ علایم نه لري.

د ساینس پوهانو اندېښنه دا ده چې دا ډول کسان د کورونا وېروس بحران کې تر ټولو لوی خطر دی، ځکه موندل یې او په نښه کول یې ګران کار دی.

اوس ساینس پوهان وایي،‌ د کورونا وېروس د مخنیوي غوره لار دا ده چې ټول خلک ټېسټ شي، خوا که علایم ولري‌ او که نه.‌

له دې لارې به په وېروس اخته کسان مالوم شي، قرنطین به شي او نورو ته د وېروس د لېږد چانس به کم شي.‌

د ټول نفوس معاینه یا ټېسټ کول اوس ځکه هم مهم دي‌ چې د نړۍ په لر او بر کې محدودیتونه په نرمېدو دي، ترانسپورت بیا پرانیستل کېږي او همدا راز ښوونځي، دفترونه او بازارونه به یو ځل بیا له خلکو ډک وي.‌

په داسې ګڼه ګونه کې مالومه ده چې د وېروس د بیا خورېدو چانس ډېرېږي، خو دا خطر هغه وخت لا زیاتېږي چې په وېروس یو اخته کس علایم ونلري، او څنګه ته ناست کس یې له هر څه بېغمه وي.‌