شاته

د ټرمپ د بیاناتو په اړه د فیسبوک او ټویټر کمپنیو اختلافي نظریات – دلیل یې څه دی؟

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په همدې ورځو کې د سوشل مېډیا په اړه یو بیان هم په ټويټر او هم په فیسبوک خپور کړ. سره له دې چې ووټرانو ته د غلطو معلوماتو او د تشدد د شایع کولو په برخو کې ټوېټر او فیسبوک یو بل ته ډېر ورته او نږدې پالیسۍ لري، خو د ټرمپ د بیان په هکله دغو دوو پلټفارمونو، یو له بله ډېر بدل غبرګون ښکاره کړ. دا د نظریاتو تفریق څرګندوي چې کله د سیاسي فېصلو خبره مخ ته راشي، نو سېلیکان والي (Silicon Valley) چې د امریکا د ټکنالوژۍ مرکز ګڼل کیږي، یوه خُله ندي او متفق دریځ نلري.

د صدر ټرمپ پر دوو ټویټونو چې د ډاګ له لارې ووټ ورکول یې "جعلي" گڼلي و، او پیشبیني یې کړې وه چې د نوامبر میاشت په انتخاباتو کې به ستونزې مخې ته راشي، ټویټر ورباندې د خبردارۍ لېبل ولګاوه. همدا شان ټویټر د ټرمپ په یو بل ټویټ باندې د سختې خبردارۍ لېبل ولګاوه او هغه یې ډیموټ کړ. په دې ټویټ کې ټرمپ د مینياپلس ښار د وروستیو مظاهرو په هکله ویلي و چې کله لوټ شروع شي، نو ډزې پیلېږي.

ولسمشر ټرمپ پخپله په ټویټر میلینونه فالووران لري
ولسمشر ټرمپ پخپله په ټویټر میلینونه فالووران لري

مګر د ټرمپ همدا بیانونه چې په فېسبوک خپاره شول، فیسبوک ورباندې کوم عمل ونکړ او بیانونه یې پخپل حال پرېښودل.

د هاروارډ یونیورسېټۍ د ډيجیټل پلټفارمونو د منصوبې یو مشر ډېپیان ګاش وویل: "فېسبوک نه غواړي چې ځیني ځانګړې ټولنې پردۍ کړي. فیسبوک نه غواړي هغه ګڼ شمېر خلک له نظره وغورځوي کوم چې هغوی پر صدر باور لري او ټویټونه یې خوښوي."

هغه زیاته کړه چې ټويټر پخوا هم سخت دریځونه خپل کړي دي، لکه په تېر نوامبر میاشت کې چې په ټولو سیاسي اعلانونو (کمېرشلونو) یې پابندي ولګوله.

د دې کار یو دلیل دا دی چې فیسبوک – تر ټویټر غټه کمپنۍ له زیاتو مشترکینو سره – د خپل سایز او اختیاراتو په سر له سرکاري منتظمینو سره په جنجال کې پاته ده او په کوم بل جنجال کې ګیره شي، نو ډېر څه لري چې د لاسه به یې ورکړي. بل دلیل یې دا کیدی شي چې د فیسبوک او ټویټر کمپنیو مشران په معاشرې کې د خپلو کردارونو په اړه متفق نظر نلري.

د فیسبوک کمپنۍ بنسټګر او مشر مارک زاکربرګ
د فیسبوک کمپنۍ بنسټګر او مشر مارک زاکربرګ

د فیسبوک مشر مارک زاکربرګ د جمعې په ورځ په خپل یو پوسټ کې ولیکل: "زمونږ تګلاره دا ده چې مونږ باید د اظهار رای دپاره د ممکن حده پورې وسایل برابر کړو، تر هغه حده پورې چې اظهار رای هغه ځانګړي فوري رېسکونه او خطرې پیدا نکړي کوم چې په پالیسیو کې په ډاګه شوي دي."

زاکربرگ همیش دا ویلي چې فیسبوک نه غواړي "د حقیقت منصف" وګرځي.

بل اړخ ته بیا د ټویټر مشر جک ډورسي ټویټ کړی چې ټویټر کمپنۍ به "د نړۍ په کچه د انتخاباتو په هکله د ناسمو یا جنجالي معلوماتو په ګوته کولو ته دوام ورکړي". خو جک دا هم وویل چې دا کار "مونږ د حقیقت منصف نشي ګرځولی".

د ټویټر کمپنۍ بنسټګر او مشر، جک ډورسي
د ټویټر کمپنۍ بنسټګر او مشر، جک ډورسي

دا اول ځل ندی چې د سوشل میډیا یوه کمپنۍ له صدر ټرمپ سره په شخړه کې لوېږي، او نه به هم وروستی ځل وي. د امریکا په سټانفورډ یونیورسېټي کې د انټرنېټ او معاشرې د مرکز یوه څېړنکې ډېفني کېلر وایي: "ّپه دې خبره کې چې د بیان په برخه کې د وایټ هاوس د خوښې پالیسۍ باید په پام کې ونیول شي، یقینآ داسې ښکاري چې فیسبوک نرمه غاړه ښودلې او ټوېټر مقابله غوره کړې ده. د دې اختلاف وجه څه ده؟...شاید فیسبوک دا فکر وکړي چې د رېپبلېکنانو په پردي کولو سره به ډېر څه له لاسه ورکړي."

ټرمپ او د هغه کانزرویټیف یا محافظه کاره ملګري دا څو کاله دعوه لري چې د سلیکان والي ټکنالجي کمپنۍ د هغو په وړاندې تفریقي چلند لري. خو د دې دعوې دپاره کوم ثبوت نشته – او په داسې حال کې چې د ټویټر، فیسبوک، او ګوګل کمپنیو مشران او زیاتره کارکنان ممکن آزادخیاله وي، خو دې کمپنیو ټینګار کړی دی چې د سیاسي پارټیانو په منځ کې یوې ته ترجیح ورکول او د بلې وړاندې درېدل یې کاروباره ته هېڅ ګټه نه لري.