BBC
 شاته

امریکا کې له سپنې ماڼۍ سره نږدې د پولیسو او مظاهره چیانو اخوډب

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په لاس انجلس او کلیفوریا کې بلوا ضد پولیس له مظاهره چیانو سره لاس ګرېوان دي، چې دوه ګاډي یې سوځولي او څو نور یې زیانمن کړي دي.

د امریکا متحده ایالتونو د پولیسو په نظارتخونه کې د افریقايي توکمه امریکايي جورج فلوییډ په مرګ پسې د پیل شویو مظاهرو په شپږمه ورځ تاوتریخوالی لا ډېر شوی دی.

بیا هم د سپینې ماڼۍ مخ ته پارک کې مظاهره چیان ټول شوي او د بلوا ضد پولیسو باندې د ډبرو ګوزارونه کوي او د اور لمبې ور ګوزاروي.

پولیس هم د دوی د تیت پرکولو لپاره اوښلن ګاز او د مرچکو سپري کاروي.

که څه هم نږدې څلوېښتو ښارونو کې ګرځبندیز لګېدلی، خو ډېرو خلکو پام نه دی ورته کړی او له همدې کبله ترینګلتیا ‌‌‌‌‌‌ډېره شوې.

پولیس د انځور حقوق Reuters

بلوا ضد پولیسو په نیویارک، شیکاګږ، فلادیلفیا ا ولاس انجلس کې هم له مظاهره چیانو سره تاوتریخوالی کړی او د تیت پرکولو لپاره یې اوښلن ګاز او بادي مرمۍ کارولې دي.

د پولیسو ګاډي سوځول شوي او څو ښارونو کې هټۍ هم لوټل شوې دي.

د امریکا ملي ګارډ چې د کورني بېړني حالت لپاره ریزرو ځواک دی، وايي، د یکشنبې په ورځ یې پنځه زره کسان د واشنګټن ډي سي په ګډون په پنځلسو ښارونو کې فعال شوي دي.

Police vehicles burn after being set on fire by demonstrators in the Fairfax District of Los Angeles as they protest the death of George Floyd, 30 May 2020 د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لاس انجلس په فایرفاکس ولسوالۍ کۍ د پولیسو له تاوتریخوالي سره مظاهره چیان شاتګ ته اړ شول.

په دا مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د انټي فا په نوم "توندلارې چپۍ او فاشېست ضد" ډلې د دغه هېواد مختلفو ښارونو په تاوتریخجنو مظاهرو کې په لاس لرلو تورنې کړې او ترهګرې ډلې یې وبللې.

له دې مخکې او تېره شپه ولسمشر ټرمپ یوه ټوېټ کې ویلي و چې متحده ایالتونه به انټي فا یوه ترهګره ډله وبولي.

ښاغلي ټرمپ او د عدلیې وزیر ویلیام بار له دې مخکې هم انټي فا او انارشېست ډلې د تېرو شپو په نارامیو کې ښکېلې بللې وې.

A man holds a smoke grenade as thousands of people march in Denver, Colorado, 30 May 2020 د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کلوریډا په ډنیور کې چې د شنبې په ورځ ګرځبندیز هم لګول شوی، زرګونو خلکو مظاهره کړې یوه کس د لوګي لاس بم نیولی دی،

مینا سوټا کې تېره دوشنبه د یوه سپین پوستي پولیس په لاس د تورپوستي د وژلو غبرګون کې مظاهرې پیل شوې.

جورج فلویډ هغه مهال د پولیسو حراست کې مړ شو چې یوه پولیس یې پر مرۍ ګونډه ور اېښې وه او هغه چغې وهلې چې سا اېستلی نه شي.

میناسوټا کې چې نوموړی مړ شوی، د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د شنبې په ورځ ملي ګارډ وګومارل شو.

Thousands of people staged a die-in demonstration next to the Colorado State Capitol with their hands behind their backs to protest the death of George Floyd in Denver, Colorado, 30 May 2020 د انځور حقوق Getty Images
Image caption د رپوټونو له مخې د کلوریډا پلازمېنه کې زرګونو کسانو داسې ظاهره کې ګډون کړی چې لاسونه یې شاته تړلي او پړمخ پراته دي او د مړه په نوم مظاهرې بلل کېږي.
A protester squares up to riot police in Lafayette Square Park in Washington, DC, 30 May 2020 د انځور حقوق Getty Images
Image caption په واشنګټن ډي سي کې چې پولیسو یو لا رتړلې، یوې مظاهره چۍ لاسونو کې خپل مخنیوونکی پاکټ پورته کړي.
Protesters rally against the death in Minneapolis police custody of George Floyd, in Columbia, South Carolina, 30 May 2020 د انځور حقوق Reuters
Image caption کولمبیا او سوېلي کارولینا کې مظاهره چیان روان دي آو ویل کېږي په ګاڼو یې پولیس او یوه خبریال ویشتلي دي.
A burned out post office in Minneapolis, Minnesota - buildings and businesses around the Twin Cities have been looted and destroyed in the fallout after the death of George Floyd while in police custody, 30 May 2020 د انځور حقوق Getty Images
Image caption په میناپولی او میناسوټا کې د دې پوست خانې په ګډون ودانۍ او سوداګریز مرکزونه لوټل شوي دي.
People arrange donations at Holy Trinity Lutheran Church in Minneapolis, Minnesota, 30 on May 2020 د انځور حقوق Getty Images
Image caption د میناسوټا اوسېډونکي سوله ییزو مظاهره چیانو ته په یوه کلیسا کې خواړه او څښوني ور کوي.

د ټولو انځورونو چاپ حق خوندي دی