شاته

افغان حکومت او طالبانو د یو بل 783 نور بندیان خوشې کړي

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي افغان حکومت پرون او وړمه ورځ سلګونه نور طالب بندیان د هیواد د یو شمېر زندانونو نه ازاد کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د اتوار- یکشنبه مې 31امریکا غږ ته وویل یاد طالب بندیان چې شمېر یې 710 تنو ته رسېږي، د څرخي پله ، د پروان مرکزي بندي خانې او یو شمېر نورو زندانونو نه ازاد شوي دي.

د افغانستان ولسمشر غني د کوچني اختر په پیغام کې ویلي وو چې د طالب بندیانو د ازادولو لړۍ به ګړندۍ شي او تر هغه وروسته یې د 2000 طالب بندیانو د ازادولو امر کړی وو.

د ملي امنیت امنیت شورا ویاند جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل چې د ولسمشر غني تر فرمان وروسته د تیرې اونۍ راپدېخوا بیا تر دا مهاله افغان حکومت 1710 تنه طالب بندیان ازاد کړي دي.

ښاغلي فیصل وویل چې د طالب بندیانو د ازادولو لړۍ نن یکشنبه هم روانه ده: "نن هم دا لړۍ دوام پیدا کوي، تر څو هغه دوه زره تنه چې ولسمشر غني یې په اختر کې د ازادولو اعلان وکړ د هغو لړۍ تکمله شي."

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت تر دې مخکې هم زر تنه طالب بندیان له بېلابېلو زندانونو نه ازاد کړي دي.

ښاغلي فیصل همدارنګه زیاته کړه چې د بندیانو د خلاصولو په اړه په کابل کې د افغان حکومت او طالبانو د تکنیکي ټېمونو کارونه هم دوام لري.

طالبانو هم د بندیانو خلاصولو په اړه تیره اونۍ کابل ته د خپل یو تکنیکي پلاوي د رسېدو خبر ورکړی و.

بلخوا وسله والو طالبانو هم تیره ورځ په لوګر، خوست، پکتیا، بلخ، پکتیکا او کندز کې د افغان حکومت د 73 بندیانو د ازادولو خبر ورکړ.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شهین ویلي چې په دې سره د طالبانو لخوا د ټولو ازد شوو بندیانو شمېر420 تنو ته رسېدلې دی.

دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې تړون په 29مه فرورۍ دوحه کې شوی ؤ چې له مخې یې واشنګټن به 14ؤ میاشتو کې خپل ځواکونه دافغانستان څخه وباسي اؤ طالبان به ددې بدل کې دترهګرو ډلو څخه ځان جلا کوي اؤ دافغانستان خاوره به دبل هیواد په ضد کارول کیدو ته نه ورکوي.

د امریکا او طالبانو په تړون کې دا هم ويل شوي چې افغان دولت د طالبانو پينځه زره زندانيان خوشي کوي او طالبان به 1000 افغان عسکر او منسوبین پرېږدي چې بيا بېن الافغاني خبرې پېل شي.

یادونه: دا خبر ځیني برخه د وي او اې اشنا د ویب پاټې نه اخستل شوی