هند دوه پاکستاني مامورین د جاسوسۍ په تور شړلي دي
د هند خارجه وزارت وایي هغوی د اتوار/یکشنبې په ورځ په نوې ډهلي کې د پاکستان د سفارت دوه تنه مامورین پس له هغه له ملکه وشړل چې دغه کسان د جاسوسۍ په تور ونیول شول.
د هند خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي چې "دوه (پاکستاني) مامورین د اتوار په ورځ د هند د قانون پرځای کوونکي ځواک لخوا ونیول شول"، او بیا د هند حکومت په دې الزام چې هغوی د خپل سفارتکاري ماموریت نه بغیر نورو فعالیتونو کې مشغول و، هغوی یې نامطلوب تنان وګرځول چې باید د هند له خاورې څخه په یو شواروز کې ووځي.
د هند حکومت د دې کار تر څنګ، په ډهلي کې د پاکستان د سفارت مشر ته احتجاجي بیان هم ورسپارلی چې په کې د هند د قامي سلامتیا پر ضد د الزام لګول شوې جاسوسۍ په اړه فکرمندي ښودل شوې ده.
د پاکستان خارجه وزارت بیا د هند عمل غندلی دی او ویلي یې دي چې د هند چارواکو دوه سفارتکاران ګرفتاره کړي او هغوی یې شکنجه کړي دي.
د پاکستان خارجه وزارت یو بیان جاري کړی او ویلي یې دي چې "د هند عمل د یو منفي او له وړاندې منصوب شوی او آرکسټریټډ (هماهنګ شوي) میډیا مهم سره یو ځای ترسره شوی، چې د دوامداره پاکستان ضد پروپګېنډې یوه برخه ده."
د یادوني وړ ده چې د هند او پاکستان عسکرو د سږ کال په اوایلو کې د کشمیر په پوله څو ځله نښتې هم کړې دي چې په تېرو دوو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی.
هند او پاکستان هر کله یو بل په دې تورنوي چې ګني د خپلو سفارتي ماموریتونو له طریقه د جاسوسانو په ذریعه استخباراتي معلومات راټولوي.
هند په دې وروستیو کې یوه کوتره هم پاکستان ته د جاسوسۍ په تور قېده کړې وه، خو پس له هغه چې معلومه شوه هغه کومه جاسوسي کوتره نه وه او د یو پاکستاني ماهيګیر یا کب نیوونکي وه، نو تېره هفته هندي پولیسو هغه کوتره بېرته خوشې کړله.