شاته

امریکا کې د مظاهرو او تشدد وروستي حالات – انتظامیه او احتجاج کوونکي څه غواړي؟

په امریکا کې په تېرو دوو درېيو ورځو کې داسې قهرجنې مظاهرې او تشدد راپارېدلی دی چې په لسهاوو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی. په دې لړ کې د پولیسو ګاډو او حکومتي ودانیو ته اور اچول شوی، دوکانونه لوټ شوي دي، خلک زخمیان شوي دي.

دغه مظاهرې پس له هغه پیل شوې چې تېره هفته د مینيسوټا ایالت په مینياپلس ښار کې یو تورپوستکی کس، د یو سپین پوستکي پولیس په قید کې مړ شو، او تصویرونه یې په سوشل مېډیا خواره شول.

تورپوستکی جورج فلوېډ پس له هغه مړ شو چې پولیس افسر ډېرېک شاوېن هغه پړمخې پر ځمکه څملاوه او له شا یې پر غاړې باندې ګونډه ووهله او له اتو مېنېټو نه زیات یې خپل زنګون د هغه په غاړه کلک نیولی و.

په هغه حال کې ۴۶ کلن جورج فلوېډ په تکرار ویل چې سا نشي ایستی. په هغه ځای کې حاضرو لارویانو په خپلو ټلېفونونو د دې ټولې صحنې نه تصویر اخیستی و او په سوشل مېډیا کې یې شریک کړ، چې سمدستي وایرل وګرځېد.

سرکاري وکیلانو ویلي چې په پېښه کې شامل پولیس افسر ډېرېک شاوېن ګرفتاره شوی او ورباندې د غیرعمدي قتل (درېیمه درجه قتل) الزام لګېدلی دی. سرکاري وکیلانو ویلي چې ممکن وروسته نور الزامونه هم په هغه ولګیږي.

بل اړخ ته د جورج فلوېډ د کورنۍ قانوني وکیل بن کرمپ وایي چې په پولیس افسر باندې باید لا سنجیده الزامونه ولګول شي او په کار ده چې هغه په اوله درجه قتل تورن کړی شي.

مګر د پولیس ګرفتاره کېدل او پرضد یې مقدمه پېلېدل د دې سبب ندی شوی چې قهرجنې مظاهرې دې ختمې شي.

د وژل شوِي تورپوستکي جورج فلوېډ تصویر او په یاد یې ګلونه
د وژل شوِي تورپوستکي جورج فلوېډ تصویر او په یاد یې ګلونه

د امریکا په ډېرو ښارونو کې د شپې لخوا کرفیو یا ګرځبندیز ولګېد، خو ګڼ شمېر احتجاج کوونکو ورته پاملرنه ونه کړه او په سړکونو له پولیسو سره مقابلې ته راووتل. پولیسو له زرو نه ډېر احتجاج کوونکي د کرفیو ماتولو په تور نیولي هم دي.

د مظاهرو لمنه د امریکا له یو سر نه تر بله سره پورې دومره پراخه شوې چې د ۱۹۶۰ کلونو د ویټنام جنګ ضد مظاهرو وروسته داسې څه په امریکا کې نه و لیدل شوي.

د ځایي پولیسو نه علاوه، شاوخوا ۵۰۰۰ نېشنل ګارډ عسکر هم ځای پر ځای شوي دي.

د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ په مینيسوټا ایالت کې د مظاهره کوونکو په وړاندې د نېشنل ګارډ یا قامي ځواک بېګانی عمل ستایلی دی.

د انتېفا ډلې ترهګر ګرځول

د امریکې په یو شمېر ښارونو کې د تېرې شپې د تشدد له پېښو وروسته، صدر ټرمپ د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو ټویټ کې د "انتېفا په مشرۍ ګډوډي غوښتونکي" کسان د بلوا په پارولو تورن کړل.

انتېفا (Antifa) په امریکا کې د کوم خاص ګوند یا پارټۍ نوم ندی. د انټي ډېفېمېشمن لیګ په نوم د حقونو د دفاع یو تنظیم، د انتېفا پېژندګلوي داسې کوي: "د بېلابېلو ګروپونو، شبکو، او افرادو یوه سسته مجموعه چې باور لري د انتهایي پسنده ښي اړخي تحریکونو په مقابله کې باید عملي او جارحانه فعالیت وشي."

صدر ټرمپ وویل چې امریکا به انتېفا د یو ترهګر تنظیم په توګه وپېژني.

قهرجن احتجاج کوونکي د پولیسو پر ګاډو ختلي دي
قهرجن احتجاج کوونکي د پولیسو پر ګاډو ختلي دي

خو بل اړخ ته د ولسمشر ټرمپ دې خبرې بیا غبرګونونه هم راپارولي دي. د امریکا د مدني آزادیو په اتحادیه (ACLU) کې د قامي سلامتیا د برخې مشره حنا شمسي د ډونالډ ټرمپ په دې خبرې تنقید وکړ چې انتېفا دې ترهګر تنظیم وګرځول شي.

حنا شمسي وایي: "لکه څرنګه چې دا ټویټ (د صدر ټرمپ) ښکاره کوي، ترهګري یو ذاتي سیاسي لېبل دی چې په آسانۍ سره ترې ناوړه او غلطه ګټه اخېستل کیږي."

حنا شمسي زیاته کړه چې په امریکا کې دننه یوه داخلي ډله ترهګر ګرځول، قانوني جواز نلري، او دا یې هم زیاته کړه چې که داسې وشي، نو د آئیني حقوقو په اړه به فکرمندۍ راپیدا شي.

ویل کیږي چې پولیسو د خالي یا شنبې ورځې تر ماښامه قریب یونیم زر تنان ګرفتاره کړل
ویل کیږي چې پولیسو د خالي یا شنبې ورځې تر ماښامه قریب یونیم زر تنان ګرفتاره کړل

نړېوال غبرګونونه

په امریکا کې د جورج فلوېډ په نامه د یو تورپوستکي وګړي د مرګ حېرانوونکې ویډیو چې خپره شوه، په ټوله نړۍ کې د خلکو پام ورته راوګرځېده.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د اروپا په یو شمېر سرښارونو کې هم د جورج فلوېډ د مرګ په سبب، د امریکا ضد مظاهرې وشوې او په اخبارونو کې د امریکا د پولیسو د سلوک په اړه لیکنې وشوې.

د لندن په مرکزي سیمه کې زرګونه کسانو مظاهره وکړه او په ګڼ شمېر امریکایي ښارونو کې یې د روانو مظاهره چیانو ملاتړ وکړ. برتانوي مظاهره کوونکو د انصاف او امن نارې وهلې.

په ډنمارک کې هم مظاهره وشوه او احتجاج کوونکي په سرښار کوپن هېګن کې د امریکا سفارت ته مارچ وکړ او شعارونه یې پورته کړي و چې د تورپوستکو وژل باید نور ودریږي.

په جرمني کې هم احتجاج وشو او مظاهره چیانو ویل چې د پولیس نه دې بازخواست وشي.

په لندن کې مظاهرې
په لندن کې مظاهرې

په هغو ملکونو کې چې آمرانه حکومتونه لري، سرکاري میډیا بیا دا قصه اچولې وه چې امریکا په نورو ملکونو کې د مظاهرو د ټکولو شکایت کوي، مثلآ په هانګ کانګ کې له جمهوریت غوښتونکو مظاهره چیانو سره د چیناییانو چلند، مګر پخپله یې له مظاهره کوونکو سره څه ډول سلوک راخیستی دی.

د ایران سرکاري ټلوېژن په کراتو د امریکا د وروستیو نارامیو تصویرونه خپاره کړي او یو بې بنیاده رپوټ یې هم ورسره خپور کړی چې په هغه کې یې په واشنګټن کې د امریکا پولیس ادارې، د ګاډو په سوځولو او په مظاهره چیانو باندې په حملې کولو تورن کړي دي.

روس بیا ویلي چې د جورج فلوېډ مرګ، له تورپوسټکو سره د امریکا د پولیس د تشدد یو مثال دی. روس همدا راز په امریکا تور لګولی چې د انساني حقونو په برخه کې سیسټمېټیک ستونزې لري.