BBC
 شاته

شننه: چین په افغانستان کې تر پخوا ډېر فعال رول لوبولو ته ملا تړلې ده

چین د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین غواړي چې له دې وروسته د افغانستان په چارو کې لا فعاله و اوسي

د طالبانو د رژیم له ړنکېدو وروسته په ۲۰۰۲ کال کې د انتقالي دورې مشر حامد کرزی د ۱۹۶۸ کال را وروسته لومړی افغان ولسمشر ؤ چې چین ته يې سفر وکړ. د انتقالي دورې د مشر په حیث د ښاغلي کرزي دغه لومړنی بهرنی سفر هم ؤ.

د کرزي د سفر په دوران کې چین له افغانستان سره د ۳۰ میلیونه چینايي یو آن بېړنۍ او یو میلیون نغدي مرسته وکړه. همدارنګه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د بیا رغونې په برخه کې چین د ۱۵۰میلیونه امریکايي ډالرو مرسته هم اعلان کړه. له دې را وروسته د دواړو هېوادونو مشرانو په وار وار سره لیدنې کتنې کړې دي او ترمنځ یې دوه اړخیزه اړیکې پراخې شوې دي.

چین د افغانستان مسلې ته تل زیاته توجه کړې ده او یو مهم لامل يې هم د چین د لویدیځو ایغور توکمو سیمو د امنیت موضوع ده.

همدا راز په دې وروستېو کې په منځنۍ او سویلي اسیا کې د چین د یو کمربند یوې لارې د سترې پروژې برخه کې په لویه کچه د پانګونې او د امنیت مسله هم بیجېنګ ته مهمه ده.

له امریکايي یرغل وروسته چین په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې د بیارغاونې په برخه کې فعاله ونډه واخیسته، خو په دې هېواد کې یې له هر ډول مستقیمې پوځي مداخلې ځان لرې وساتلو.

په تېرو شلو کالو کې امریکا او ناټو د افغانستان په امنیتي، نظامي او اقتصادي برخو کې مخکښ رول لوبولی، او چین نه دي غوښتي چې افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو سره په ګډه یا د شریک په توګه ډېر ښکېل شي.

له ۲۰۰۱ کال را وروسته د افغانستان-چین اړیکې په درې جلا پړاوونو کې:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پخوانی ولسمشر حامد کرزی له ۱۹۶۸ کال راهیسې لومړی افغان مشر و چې چین ته یې سفر وکړ

له ۲۰۰ز کال را وروسته امریکا د افغانستان د نوي دولت د جوړولو او دې هېواد کې د بیا رغونې د چارو مشري کوله، او له همدې کبله چین د افغانستان د مسلې په اړه یو تت موقف غوره کړ.

د تت موقف او دریځ مانا دا نه ده چې ګواکې له افغانستان حکومت سره يې د ټيټې کچې یا پیکه اړیکې درلودې.

په حقیقت کې چین ۲۰۰۱ کال د نوي افغان حکومت د رامنځته کېدو راهیسې د افغان دولت سره دوستانه او نژدې اړیکې پاللې دي، خو نه يې غوښتل چې د امریکا او ناټو په څېر رول ولري.

لومړی پړاو:

له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۰۱۰ کال پورې چین د نړېوالې ټولنې له نورو هېوادونو سره یو ځای د جګړې را وروسته د نوي افغان دولت اړین ملاتړ او مرسته وکړه.

په دغه پړاو کې چین د نړېوالې ټولنې د ګډو هڅو او بیا رغونې په برخه کې فعال رول ولوبولو.

په ۲۰۰۶ کال د لندن په کنفرانس، د ۲۰۰۸ کال د پاریس کنفرانس، د ۲۰۰۹ کال د هېګ او په نورو نړېوالو کنفرانسونو لکه د لندن، استانبول او د کابل په ۲۰۱۰ کال کانفرانس کې هم چین ګډون وکړ.

دویم پړاو:

له ۲۰۱۰ کاله تر ۲۰۱۳ کال پورې د افغانستان اړوند د چین بهرنۍ پالیسي په عمومي توګه له تت دریځه راووتله او د پخوا په پرتله يې زیات فعال رول لوبولو ته ملا وتړله.

چین په دې کلونو کې په افغانستان کې د خرابېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه درلوده، او اړینه يې وګڼله چې د افغانستان په بیا رغونه کې له پخوا زیاته فعاله ونډه واخلي.

دا باید هېره نشي چې په دغه پړاو کې چین کله هم په افغانستان کې د امریکا د تشې را ډکولو هڅه نه وه کړې، او نه هم چین غوښتل چې د افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب او ملګرتیا لاره بدله کړي.

په ۲۰۱۲ کال کې چین-افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو او همکارۍ ګډه اعلامیه خپره کړه.

د ستراتیژیکو اړیکو او همکارۍ دغه سند د کابل او بیجنګ ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، بشري، امنیتي او د نړېوالې او سیمه ایزې همکارۍ اساس کېښود.

درېیم پړاو:

د انځور حقوق KMO
Image caption په ۲۰۱۵ کال کې کابل کې د چین سفیر سویلي ولایت کندهار ته سفر وکړ

د اړیکو درېیم پړاو چې له ۲۰۱۳ کال څخه راپداېخو پیل شوی، د چین د خورا فعالې ډيپلوماسۍ څرګندونه کوي.

دا هغه مهال و چې امریکا او ناټو په بېړه خپل پوځیان له افغانستان څخه و ایستل، او د چین د نوي نسل مشرانو د افغانستان وضعیت ته په کتو سره په نوو تګلارو غور پیل کړو.

د اړیکو په دې پړاو کې چین د افغانستان د ستونزې د هواري په موخه سون یوشي ځانګړی استازی وټاکلو.

په ۲۰۱۵ کال کې په کابل کې د چین سفیر ښاغلي دنګ شي جیون له ۴۰ کالو وروسته په لومړي ځل د افغانستان سویل ته هم سفر وکړ.

سفیر دنګ په کندهار کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، د افغانستان او چین راتلونکی سره تړلې دی، ځکه چې د چین امنیت او ثبات د افغانستان له ټیکاو سره تړلی دی.

همدارنګه د ۲۰۱۵ کال په پای او د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې د چین مرستیال ولسمشر ښاغلي لي یوآن چاو او دمرکزي نظامي کمېسیون رئیس فانګ فنګ حوې هم افغانستان ته سفر وکړ.

همدارنګه چین په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره طالبان بیجنګ ته ور وبلل او له دې ډلې سره یې پټې او ښکاره خبرې وکړې.

د دې ترڅنګ چین په څلور اړخیزو خبرو کې هم برخه واخیسته او د رسنیو د راپورونو له مخې بیجنګ پاکستان دې ته اړ کړ چې په قبایلي ‌سیمو کې عملیات ترسره کړي او د ښو او بدو ترهګرو ترمنځ نور توپیر ونکړي.

د چین کلنۍ دوه ناستې او په افغانستان کې د لا فعال رول لوبولو چمتوالی:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سږ ۲۰۲۰ کال کې د چین حکومت کلنۍ ناسته کې د افغانستان موضوع ځانګړې یادونه وشوه

د چین کلنۍ دوه ناستې (两会 Two Sessions) چې د چین کلنۍ پارلماني ناستو ته اشاره کوي، هغه دوه ناستې دي چې هر کال د مارچ په میاشت کې ترسره کېږي، خو سږ کال د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله وځنډېدلې.

په دغو ناستو کې د چین دوه مهم سیاسي ارګانونه، یعنی د خلکو ملي کانګرس (NPC) او د چین د خلکو سیاسي مشورتي کنفرانس ملي کمیټه (CPPCC) د هېواد د اقتصادي، سیاسي، نظامي، سوداګریز او ډيپلوماسۍ پلانونو او تګلارو اړوند د بحث لپاره سره راغونډېږي.

سږکال د چین په کلنۍ دوه ناستو کې د نورو مسلو ترڅنګ د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له خوا اقتصاد ته د رسېدلي زیان او د اقتصاد د بیارغاونې ته لومړیتوب ورکړل شوی ؤ.

د خلکو ملي کانګرس د غونډې په درېیمه برخه کې له رسنیو سره په خبرو کې د چین بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ اي د افغانستان د سولې او د راتلونکې اړوند له نوې تګلارې څخه پرده پورته کړه. هغه د یو پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان حالات څرنګه ارزوي داسې وویل:

"افغانستان چې د اسیا د زړه په نوم یادېږي د سیمې په امنیت او ثبات د پام وړ اغیزه لري. په دې وروستېو کې افغانستان د بل هر وخت په پرتله سولې ته نژدې شوی دی، مګر په مخ کې پرته لاره لا هم ډېره ستونزمنه ده. د دې لپاره موږ په پنځو نقطو تاکید کوو:

لومړی: د افغان حکومت یووالی او پیاوړي کول؛ موږ د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله د روغې جوړې هرکلی کوو او ژر تر ژره عادي کار ته سترګې په لاره یو.

دویم: د خبرو اترو لپاره یو کاري چوکاټ رامنځته کول او په ټولو ډلو ټپلو غږ کوو چې سمدستي دې دوښمني ختمه او د هېواد د راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه خبرو اترو لپاره دې د بین الافغاني مذاکراتو ته چمتوالی ونیسي.

درېیم: په مناسب او منظم ډول د بهرنېو ځواکونو وتل؛ د متحده ایالاتو سرتیري باید په مسولانه توګه له افغانستان څخه ووځي، پرته له دې چې د افغانستان او یا هم د سیمي هېوادونو ګټې زیانمنې کړي.

څلورم: له ترهګرۍ سره مبارزه؛ ټولې خواوې باید په دې سره یوه خوله شي چې د ترهګرو د بیا منظم کېدو مخه ونیسي.

پنځم: د بهرني ملاتړ تامینول؛ د افغانستان او پاکستان اړیکې لا ښه کېدو ته اړتیا لري. د سولې او پخلاینې پروسې لپاره نړېوالې مرستې او همکارۍ رامنځته کولو لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د سیمې ثبات لپاره افغانستان کې ثبات اړین دی

ښاغلي وانګ اي زیاته کړه: د چین په نظر دا پروسه باید د دریو اصولو پر بنسټ رهبري شي:

لومړی: د سولې او پخلاینې پروسه باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ وي. د افغانستان ولس او خلک باید پرېښودل شي ترڅو د خپل هېواد راتلونکي او برخلیک په اړه پخپله پرېکړې وکړي.

دویم: سولې ته باید لومړیتوب ورکړل شي. هیڅ ګوند او ډله ټپله د خپلو ګټو د پراختیا لپاره د ځواک کارولو ته لاره هواره نه کړي.

درېیم: پروسه باید پراخ بنسټه او ټول شموله وي ترڅو د یو جامع، متحد او پیاوړي افغانستان لپاره لاره هواره شي.

وانګ اي د نوې تګلارې څخه د پردې پورته کولو په اخر کې وویل: "افغانان د جګړې له سیوري څخه لرې او د ښه ژوند حق لري. د یو نژدې ګاونډي او ورور په توګه د چین ولس د افغان ولس سره اوږه په اوږه ولاړ دی. پرمخ به ځو او چین به د افغانستان د بین الافغاني خبرو اترو، سولې او ثبات په راوستلو او د افغانستان په اقتصادي بیا رغونې او سیمه اییزې همکارۍ په برخه کې فعال او رغنده رول ولوبوي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین ټینګار کوي چې د افغان سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ پر مخ ولاړ شي

پروفیسر جاو حواشنګ د روسیې او منځنۍ اسیا د چارو شننونکی دی. هغه په ۲۰۲ کال کې پخپله یو څېړنپاڼه (چین او افغانستان: د چین ګټې، دریځونه او لیدلوري) کې لیکي چې په افغانستان کې د چین ګټې یوازی د ایغور مېشتو سیمو د امنیت پورې نښغتې وې، خو اوس حالاتو په مکمل ډول بدلون موندلی دی.

له یوې خوا امریکا له افغانستان څخه د پوځيانو د بشپړې ایستنې خبره کوي نو له بلې خوا په نړېوال اوډون یا نظام کې د بدلون خبرې هم خورا ګرمې دي.

چین یوازی د خپل ملي امنیت نه بلکې د یو کمربند یوې لارې د پروژو د پانګې د امنیت او خوندیتوب اندېښمن کړی دی.

د افغانستان امنیت او دې هېواد کې یو پر خپلو پښو ولاړ دولت یوازې د افغانانو نه، بلکې د چین او د ټولې سیمې په ګټه دی.

د چین وروستۍ تګلاره او له امریکا سره د روس هغه تړون چې په افغانستان کې به امارت نه رامنځته کېږي، د دې لامل شوي چې سیمه ییز ځواکونه او هېوادونه تر بل هر وخت زیات د افغانستان حالاتو ته ژوره پاملرنه کوي.