شاته

د امریکا په ښارونو کې یوځل بیا د تشدد ډک احتجاجونه شوي دي

د خالي- شنبې په شپه د امریکا په لسګونو ښارونو کې یوځل بیا د تاوتریخوالي پېښې او لاریونونه رامنځ ته شوي دي. دغه احتجاجونه په مېنېسوټا ایالت کې د افریقایي امریکایي جارج فلویډ د مینیاپلس د پولیسو په تحویل کې د مړینې لا امله کېږي.

د کرفیو یا ګرځ بندیز او د نېشنل ګارډز ځواکونو د پرځاې کولو باوجود د تشدد او لوٹ مار پیښو د خالي شپې ترناوخته دوام لرلو.

د تیرو څلورو شپو نه په اول سر کې په سوله ییز توګه په مینیاپلس ښار کې پیل شوی احتجاج ګاونډي سینټ پال، او د امریکا په نورو ښارونو کې په لوټ مار ، اورلګېدنې او د تاوتریخوالي کې بدل شوی دی.

د مینیسوټا ایالت ګورنر ټم والز ویلي: "موږ د برید لاندې یو ،" او هغه ژمنه کړې چې "مکمل طاقت" به د نظم بیرته پرځای کولو لپاره کارول کېږي.

لږترلره11 نوروریاستونو جارجیا ، کینٹکی ، اوہائیو ، وسکونسن ، کولوراڈو ، یوٹاہ ، واشنگٹن ، کیلیفورنیا ، ٹینیسی ، مېزوري او ٹیکساس گورنرانو هم په احتجاجونه باندی کابو موندلو دپاره چې اوس په ډیرو ځایونو کې د تشدد کې بدل شوي دينیشنل گارڈز پرځای کړي دي.

د کیلیفورنیا والي- ګورنر ګیوین نیوسم د لاس اینجلس ښار کې بېړنی حالت اعلان کړی ، چیرته چې لاریون کونکي د خالي په شپه ترناوخته په کوڅو کې د اور لګیدو باوجود موجود وو.

په انډیاناپلس کې د احتجاجونو دویمې شپې په ښار کې څو ځایونو کې د ډزو پېښې شوي چې یو تن پکې وژل شوی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي. د پولیسو مشر د هغه خلکو نه چې دغه ښار سره تعلق سره نه لري د ښار څخه د وتو غوښتنه کړی ځکه چې د هغه په وینا د ښار ډاون ټاون سیمه محفوظه نه دی.

د اسوسیټیډ پریس د خبر له مخې د خالي په ورځ په ټول هیواد کې شاوخوا څوارلس سوه کسان نیول شوي دي.

په نیویارک ښار کې لاریون کونکي پرله پسې دریمه شپې په سړکونو او کوڅو کې موجود وو. د نیویارک مئیر یا ښاروال بل ڈی بلزیو یو خبري کانفرانس کې د وینا په وخت وویل : " موږ تاسو په لوړ او واضح توګه اورو ، موږ د پرامنه احتجاج ستاینه او قدر کوو -خو اوس د دې وخت دی چې خلک کورونو ته لاړشي. " هغه زیاته کړه "که تاسو په سوله ایزه توګه د بدلون راوستو د ضروت له وجه بهر راوتې یې نو،تاسو غږ اوریدل شوی."

د امریکا په یو شمېر ریاستونو کې د تشدد او قهرجنو احتجاجونو وروسته د مېنېسوټا ریاست هغه پولیس افسر ګرفتارکړی شو چې د پولیس په ولکه کې د تورپوستکې امریکایي په وژنه تورن ګڼل کیږي.

46 کلن جارج فلویډ د ګل یا دوشنبې په ورځ د مېنېسوټا ریاست په مرکزي ښار مېنیاپلس کې پولیس نیولی و او د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د هغه د ګرفتارۍ په ویډیو کې لیدل کېږي چې یو پولیس افسر د هغه په مرۍ زنګون اېښودی او هغه اوزونه کوي چې ساه نشي اخیستلی او وروسته مړ شو.

صدر ډانلډ ټرمپ د جارج فلویډ د مرګ او د دې وروسته په مېنیاپلس کې د احتجاجونو او د لوټ مار غندنه کړې ده.