شاته

امریکا کې د تاوتریخوالي ډکې مظاهرې روانې دي؛ ۱۴۰۰ تنه نیول شوي 

د امریکا د متحده ایالاتو په ګوټ ګوټ کې د یو سپین پوستي پولیس له خوا د یو تورپوستي د وژنې په غبرګون کې مظاهرې لا هم روانې دي.

د امریکا په زیات شمیر ایالتونو کې د تاوتریخوالي، لوټمار او نا ارامیو د درولو په خاطر بندیزونه لګول شوي دي او د ملي ګارد ځواکونه ګمارل شوي چې حالت کنترول کړي.

تیره شپه پولیسو د اعتراض کوونکو د خواره واره کولو لپاره د اوښکې بهونکي ګاز او د ربړي مرمیو څخه کار واخیست چې یو شمیر مظاهره کوونکي او خبریالان یې ژوبل کړل.

د اسوشیتدپرس، د پوټ له مخې د پنجشنبې د ورځې راهیسې د امریکا په ۱۷ ایالتونو کې شاوخوا ۱۳۸۳ تنه نیول شوي دي. ښایي د توقیف شویو کسانو شمیر له دې هم زیات وي ځکه مظاهرې لا هم روانې دي.

په ځینو ښارونو کې بیا دغه مظاهرې سوله ییزې دي او په ځینو کې بیا تاوتریخوالی، لوټ او تالان هم شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د مېنېسوټا ایالت د مینیاپولیس په ښار کې تور پوستي امریکايي جورج فلوید هغه وخت مړ شو چې یو پولیس افسر ډیریک شاووین هغه غورځولی و او پر غاړه یې خپل زنګون اېښی و. دا ټوله پېښه اته دقېقې وه. دغه پولیس منصبدار د فلوید د قتل په تور نیول شوی دی.

د رپوټونو له مخې ددغو مظاهرو په ترڅ کې ډزې هم شوې دي چې په وجه یې د پولیسو څو تنه منسوبین هم ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي دي چې لږ تر لږه دوه تنه د ډزو په تور نیول شوي دي.

د اسوشیتدپرس اژانس د رپوټ له مخې د امریکا د دفاع وزارت ددې هیواد پوځ ته لارښونه کړې ده چې ځانګړي پولیس چمتو او د مینیاپولیس ښار ته یې واستوي؛ هغه ځای چې د پنجشنې د ورځې راهیسې په کې مظاهرې روانې دي.

دا پداسې حال کې دي چې د ملي ګارد ۴۱۰۰ غړي د مینیاپولس او سنت پال ښارونو ته استول شوي او د پولیسو سره د وضعیت په کنترولولو کې مرسته کوي.

مظاهره کوونکي وايي پولیس افسر د تعصب او نژادي توپیر په اساس جورج فلویډ وژلی دی، خو پولیس افسران وايي‌ چې جورج فلویډ د نیولو پر مهال له پولیسو سره همکاري‌ ونکړه او مقاومت یې کاوه.

د یو بل خبر له مخې د دغه پولیس افسر ښځې محکمې ته عریضه کړې او غواړي له خپل مېړه څخه طلاق واخلي.