د ټرمپ په حضور کې نړیوال تشیال ته دوه ستورمزلي واستول شول
د لومړي ځل لپاره د ناسا دوه ستورمزلي په یوه خصوصي هوايي بیړۍ کې د ځمکې مدار ته استول شوي، چې دغو مراسمو ته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او مرستیال ولسمشر مایک پنس هم ورغلي وو.
ډوګ هرلي او باب بنکن د فلوریډا د کینډي له فضايي مرکز د ختیځې امریکا په وخت د شنبې د مازدیګر په ۴ او ۲۲ دقیقو د فالکن ۹ په توغندي کې د سپیس اکس شرکت په مرسته فضا ته لاړل.
فالکون ۹ دفالکن۹ توغندی یوه ورځ وروسته له هغه وتوغول شو چې د یوه توغندي نوی ماډل چې د پراختیا په حال کې دی په تګزاس کې د سپېس اکس شرکت د څېړنو په مرکز کې وچاودېد.
- فضا کې به مسلمان ستورمزلی څنګه لمونځ کوي؟
- ناسا سپوږمۍ ته د سړو اوبو موندلو لپاره ستوربېړۍ استوي
- ناسا فضا کې د "لومړي جرم" څېړنه کوي
تمه وه چې د چارشنبې په ورځ د دوی سفر نړيوال تشیال (ای.اېس.اېس) تمځي ته پیل شي، خو د اوبو او هوا د نامناسب شرایط له امله یې سفر وځنډېد.
له ۲۰۱۱ راهیسې دا د ناسا د شټل له تقاعد څخه وروسته لومړی ځل دی چې امریکا وکولی شو له خپلې خاورې ستورمزلي فضا ته ولېږدوي نو له همدې امله یې ډېره پاملرنه خپله کړه.
همدا راز د ناسا دا لومړی ځل دی چې له یوه خصوصي کمپنۍ څخه د ستورمزلو د لېږد لپاره ګټه اخلي.
ستورمزلي د توغندي له توغېدو درې ساعت مخکې دې کپسول ته ورننوتل چې ځای پرځای شي او د سیسټمونو له ازماېښت وروسته توغېدو ته چمتو اوسي.
شاوخوا ۱۹ ساعته وخت نیسي چې دوی تشیالي تمځي ته ورسېږي. په ورته وخت کې دوی به د لارښود (غیر اتوماتیک) الوتنې سیسټم په ګډون، د ډریګن کیپسول کې ځینې سیسټمونه ازمویي.
دوی باید هڅه وکړي چې د اوږدې ورځې وروسته یو څه آرام وکړي.
په هر صورت، دا کپسول یوه بشپړ اوتومات وسیله ده چې نړیوال تشیالي تمځي ته د لارښوونې وړتیا لري، خو تلونکي کسان باید هر ډول پېښو ته چمتو وي او هم باید په دې پوه شي چې څنګه دوی د قوماندې لاندې کار کوي.
د ارګون د الوتنې کنټرول نه لري او ټول حکمونه باید د ټچ سکرین له لارې سیسټم ته دننه شي.
تمه کېږي چې دواړه به ځمکې ته د بېرته راستنېدو دمخه د یوې څخه تر څلورو میاشتو لپاره به په سټیشن کې پاتې شي.
د فالکون ۹ توغندۍ وروسته له هغې توغول کېږي، چې د تګزاس په سپیس اېکس کې چاودنه وشوه.
دا شرکت یوه بله نوې فضايي الوتکه ازمويي چې د 'سټارټ اپ' په نوم یادیږي. وروستۍ ډول یې پرون په چاودنه کې له منځه ولاړ. دا څیړنه د اسپیس ایکس او ناسا له ګډې پروژې څخه په بشپړ ډول جلا ده، چې ټاکل شوې ده نن ورځ بیا ترسره شي.