BBC
 شاته

ولسمشر غني ډاکټر احمد جواد عثماني د عامې روغتیا وزارت نوی سرپرست ونومولو

عثماني د انځور حقوق AOP AFGHANISTAN
Image caption ډاکټر احمد جواد عثماني د فېروز الدین فېروز پر ځای د عامې روغتیا وزارت مسئولیت پر غاړه اخلي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډاکټر احمد جواد عثماني د عامې روغتیا نوی وزیر نومولی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره وایي، ښاغلی عثماني به د سرپرست وزیر په توګه دنده پیلوي او وروسته به ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره ور پېژندل کېږي.

ډاکټر احمد جواد عثماني به د فېروز الدین فېروز پر ځای د عامې روغتیا وزارت مسئولیت پر غاړه اخلي. ښاغل فېروز پرون شنبه له پنځه کلنې دندې وروسته د عامې روغتیا وزارت له پوسته لېرې شوی و.

تر دې دمه د ښاغلي فېروز د لېرې کېدو لامل نه دی څرګند، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نوی سرپرست په داسې مهال خپله دنده پیلوي چې دا هېواد د کورونا وېروس له جدي بحران سره مخ دی.

افغانستان کې د کورونا وېروس وروستی وضعیت:

ښاغلي مجروح چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په اړه یې په همدې خبري ناسته کې خبریالانو ته مالومات ورکول د دې ناروغۍ ورځ تر بلې پراخېدو ته په اشارې سره وویل چې د روغتیا وزارت د طبي پرسونل له جدي کمښت سره مخامخ دی.

د انځور حقوق @GMIC Afghanistan
Image caption وحید مجروح یو ځل بیا افغانستان کې د کورونا وېروس وضعیت په اړه اندېښنه وښوده

د افغانستان د عامې روغتیا مرستیال وزیر وايي، له بده مرغه د کورونا وېروس لمن پراخېږي او په ټکو یې یوازینۍ هیله یې له خلکو دا ده چې روغتیايي سپارښتنې په جدي توګه په پام کې ونیسي:

"که په واټونو کې مو همداسې ګڼه ګوڼه دوام ولري، روغتونونو کې به مو ځای نه وي، په داسې حالاتو کې به یوازې د اکسیجن پر لېږد هم ونه توانیږو."

ښاغلي مجروح وویل روغتیا وزارت پلان لري چې په ولسوالیو کې ۲۷ زره بستره نور فعال کړي چې په وینا دا بسترونه نوي پرسونل ته اړتیا لري او هم نوي تجهیزاتو ته .

روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ګړیو کې یې د هېواد په لابراتورونو کې د کورونا وېروس ۱۱۱۲ مشکوکې پېښې معاینه کړي چې له ډلې یې ۶۸۰ پېښې مثبتې وې او په دې سره په ټول هېواد کې پر کوویډ-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۱۵ زره او ۲۰۵ ته لوړه شوه.

ښاغلي مجروح وویل په تېر شپه او ورځ کې ددې وبا له امله ۸ تنه مړه شوي او په دې سره د مړو شمېر ۲۵۷ رسیږي او په دې موده کې ۲۵ تنه رغېدلي چې د ټول افغانستان په کچه د رغېدلو کسانو ۱۳۲۷کېږي.

په افغانستان کې لومړی ځل له لېرې درملنه یا (تیلي مېډېسن)

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تیلي مېډېسن یا له لېرې د درملنې چاره په افغانستان کې ډېره عامه نه ده

د افغانستان د عامې روغتیا او مخابراتو وزارتونو په ګډه همکارۍ په درې روغتونونو کې له لرې د درملنې یا (تیلي مېډېسن) مرکزونه رسما پرانستل شول. د افغانستان د مخابراتي چوپړونو د تنظیم ادارې یا اترا چارسمبالي مشر عمر منصور انصاري نن یکشنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل دا مرکزونه به د کابل جمهوریت او د سمنګان او پکتیکا ولایتي روغتونو کې فعالیت کوي.

دا د هغې لویې پروژې یوه برخه ده چې د انټرنټ پر مټ د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې روغتونونه په مرکز کابل کې له روغتونو سره تړل کیږي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي له دې لارې به د ولایتونو او مرکز ترمنځ طبي معلومات شریک کیږي او اړتیا به نه وي چې جدي ناروغان کابل ته د درملنې لپاره ولېږدول شي.

ښاغلي انصاري زیاته کړه چې د دې پروژې په دویمه برخه کې به په لسو ولایتونو کې ۲۷ روغتیايي بنسټونه د نوري فایبر له لارې سره ونښلول شي.

د عامې روغتیا مرستیال وزیر وحید مجروح د دې مرکزونو فعالیت د هېواد په کچه د ښې درملنې لپاره یو ښه پيل وباله.